د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کادري توازن

ډاکتر محمد ابراهیم شینواری 27.06.2010 16:19

کادري توازن د متوازن انکشاف مهمه برخه ؛او بشري انکشاف د متوازن انکشاف مرکزي ټکی دی، چې غواړو په لاندې ډول یې وڅېړو:

دکادرونو په مسله کې باید درې برخې په جدي ډول په پام کې ونیول شي :
۱).  د کادرونو په روزلو کې توازن،
۲).  د کادرونو په ګمارولو کې توازن او عدالت او
 ۳). د کار د کادرونو ساتل او د دوی له پوهې، استعداد او توان  څخه د هیواد په ګټه کار اخستل .

 په زياترو دفترونو کې ګورو، چې د طب پوهنځي فارغان د مامور، سکرټر، ترجمان او نورو اداري برخو د کار کوونکو په توګه کار کوي . د بر ګمټال په بر سر کې چې له کابل څخه یوه تر ټولو لیرې او ګرانه سیمه ده، MD ډاکتر پيدا کېږي؛ دا ښه ده چې د هرې لیرې او نژدې سیمې لپاره ډاکټران ولرو؛  خو په کابل کې زياتره يو اقتصادپوه، تاریخ پوه، ژورنالست او د نورو برخو کارپوهان په ګرانه پيدا کېږي .

د نورستان يوه کلي ته لاړم. زموږ کوربه خپل ځوان او ښکلى ورور، چې د وزو رمه يې له څر نه راوستې وه، موږ ته راوپېژانده او ويې ويل، چې مولوي صاحب له مدرسې نه په عالي درجه فارغ شوى او پګړۍ يې تړلې ده؛ کله چې ما وپوښتل چې آیا مولوي صیب د کلي امام دی؟ هغه وویل: نه زموږ په کلي کې پنځوس مولوي صاحبان له مدرسو فارغ او پګړۍ يې تړلې دي، مشر مولوي صیب امامت کوي او دا نور يې وزګار ناست دي، د خپل کور کارونه کوي .

په تېرو کلونو کې کادرونه د ضرورت او پلان له مخې نه دي روزل شوي؛ بلکې د ورځې د رواج، بیړنۍ اړتیا رفع کولو يا موډ له مخې روزل شوي دي . مثلاً له تېرو شل پېنځه ويشتو کالو راپدېخوا د زياترو مسلکونو فارغانو ته کار نه پيدا کېده؛ نو ټول ذهين ځوانان طب ته تلل او دا يې دليل و، چې که دنده نه وه؛ نو په يوه کلي کې خو به يو دوکان او درملتون وچلوي، په همدې منظور له کابل او ننګرهار نه علاوه په پروان، مزارشریف، بدخشان، هرات، پېښور او نورو ځايونو کې طب پوهنځي جوړ شول او دومره فارغان يې وړاندې کړل، چې پخپل مسلک کې د قناعت بخښونکي کار د نه پيدا کېدو له امله بېلابېلو برخو ته مخه کوي . یو بل دلیل داو چې په ټولنه کې سیاسي اختناق دومره زورور و، چې زیاترو کورنیو کوشش کاوه اولادونه یې داسې څانګې ولولي، چې له سیاست او ټولنیزو مسلو نه لیرې وي .

که ټولنې اړتياولري او د پرمختګ، انکشاف او خدمتونو د وړاندې کولو لپاره منظم پلان موجود وي او د هغه له مخې کادرونه وروزل شي، د هېواد او ولس په ګټه ده .

ځينې مسلکي کادرونه بايد له هرې سیمې نه وروزل شي . د مثال په ډول، موږ اړتيا لرو، چې لېرې پرتو سيمو ته ښځينه ډاکترانې او قابلې ولېږو، چې د مېندو د مړينو د مخنيوي په کار کې مرسته وکړي . که له هماغې سيمې کادر وروزل شي، همالته کار کولاى شي او هلته پاتې کېږي، که نه وي، د ضرورت په ځاى کې به د اړين کادر له کمبود سره مخ يو.

په تحصيلي بورسونو کې هم بې عدالتي موجوده ده او هم بې توازني . په تېرو وختونو کې په ځينو داسې څانګو کې متخصصين روزل شوي دي، چې هغه څانګې هېڅ وجود نه لري . اوس هم ځينې خلک په دغسې څانګو کې روزل کېږي . بله ستونزه داده، چې د هېواد له ټولو سيمو او ټولو ټولنيزو ګروپونو نه کادر نه روزل کېږي او دا په راتلونکي کې د بې توازنۍ او حتى د محروميت او مظلوميت سبب کېږي . دې ډول کمزوریو ځينو هیوادونو ته د ملي امنیت د خرابۍ تر کچې لویې ستونزې زېږولي دي . پکار دى چې افغانان د دې مسلې ټول اړخونه په پام کې ولري او جدي، جامع او عادلانه پلانونه ورته جوړ او پلي کړي .

داسې ښکاري چې دولت په دې برخه کې کوم منظم پلان او ستراتېژي نه لري، چې د هېواد او سيمو د اړتيا له مخې کادري سياست جوړ کړي .

د نجونو او ښځينه کادرونو روزل خاصه اړتيا ده؛ ځکه نړیوالو تجربو ثبوت کړې ده، که يو سړى تعلیمیافته شي يو نسل او که يوه ښځه تعلیمیافته شي، د یو هیواد او ملت پنځه نسله پر مخ ځي .

د لوړو زده کړو په ځینو چارواکو دا تورونه هم واردېږي، چې که د هغې سیمې او قام له منځه چې دوی ورپورې تړلي دي، مناسب کاندید نه وي، دوی د نورو سیمو او قامونو محصلین بهرنیو تحصیلي بورسونو ته نه کاندیدوي، که څه هم هغه بورس ضایع شي .

د هغو ولایتونو د کادر نه روزل یو لوی چلنج دی، چې اوس پکې امنیتي حالات خراب دي، دا کار په راتلونکي کې د سیمه يیزې بې عدالتۍ، بې توازنۍ او ټولنیزو محرومیتونو سبب کېږي، چې د هیواد د متوازن انکشاف او دایمي ثبات لوی او ستر ارمانونه له ټکر سره مخامخولای شي .

دتېركال په كانكوركې له زابل څخه ۵۰ نارينه او لس ښځينه و؛ له كندهارڅخه ۵۰۰نارينه  او ۵۰ښځينه و؛ له پكتيكا څخه يواځې ۸۰  نارينه او يوې ښځينه ګډون كړی په داسې حال کې چې له ننګرهار، کابل، هرات، بلخ، کندز او ځېنې نورو ولایتونو څه په زرګونو کسانو ګډون کړی و. دهغو سيمو اوسېدونكي چې ډیرو کمو فارغانو یې په کانکور ازموینه کې ګډون کړی دی؛ هم دهیوادنورو اوسیدونکو په شان حق لري چې اولادونو ته یې د زده کړې یو شان زمینې برابرې وي .

اوس د هیواد په جنوبي او ختیځو سیمو کې ۴۴۲ښوونځي دناامنۍ له كبله تړل شوي  او  له ۳۶۴ ولسواليو څخه په ۲۰۰ ولسواليو كې نجونې له  نهم ټولګي پورته زده كړې نشي كولى . پنځه ميليونه هغه كوچنيان چې   ښوونځيو ته دتللو عمر يې بشپړ كړى ښوونځيو ته نشي تللى او يوولس ميليونه تنه   (نژدې نيم نفوس ) نالوستى دى . دا یوه انساني او پوهنیزه فاجعه ده، او له بده مرغه په ځانګړو سیمو کې ده، چې د هیواد د نسلونو د متوازنې روزنې مخه نیسي چې د نا متوازن پرمختګ سبب کیږي، او زیان یې ټول هیواد ته رسيږي . زه باور لرم چې د هیواد دټولو سیمو اوسیدونکي د دې مسلې په باب پوره تشویش لري، او د حل  لپاره یې باید مرستې ته حاضر وي .

د ديني مدرسو مسئله هم د پوره غور او څېړنې موضوع ده، چې څومره ديني علماء په کومو څانګو کې د کومې اندازې د تخصص لرونکي وروزل شي .

د دیني مدرسو هغه فارغان چې وزګار دي، باید د ښوونکو، د ځینو دولتي ادارو کارکوونکو، د ټولنې د روغتیایي کارکوونکو، ټولنیزو هڅونوکارکوونکو او نورو برخو کې تر لږې روزنې وروسته کار کولای شي . په دې سره به دوی هم د کار او دندې خاوندان شي، او هم به ټولنه د دوی له استعداده برخمنه شي .

د زده کړو په ټولو برخو کې تر کمیت زیاته پاملرنه کیفیت ته پکار ده؛ او متاسفانه په تیرو کلونو کې د پوهنې کیفیت ډیر زیات راټیټ شوی دی . باکیفیته زده کړه  دا ده چې زده کوونکي د داسې پوهې او مهارت خاوندان کړي، چې د خپل ژوند بیړۍ پرې وچلولای شي .  

کار د کار اهل ته سپارل هم له راتلونکي پرمختګ او ثبات سره ډیره مرسته کولای شي، او جدي توجه ورته پکار ده . دلته زیاتره دا ستونزه وه او شته چې کار د هغه اهلو ته نه بلکې د واسطې او مصلحتونو له مخې ویشل کیږي، او ځکه د پرمختګ او ثبات پروسه تل ټکنۍ کیږي .

د کار د کادرونو ساتل او ترې کار اخستل یوه بله مهمه موضوع ده چې د هیواد د پرمختګ او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري . د یو پوه  په وینا ( د پوهو، ژمنو او فکر منو خلکو يو کوچنی ګروپ کولای شي نړۍ بدله کړي، او په تاريخ کې تل داسې شوي دي)  خو یا ددې هیواد او ولس تقدیر خراب دی او یا کوم پټ لاس تخریب کوي او موږ ته دغسې  د کار خلک نه پریږدي: د سید جمال الدین افغان  نه تر اوسه پورې کېسه یو شان ده.: سید جمال الدین افغان کولای شول چې ددې ملت د ستونزو علاج وکړي، خو مغرضینو یې پر ضد هغه پاچا راوپاراوه چې هغه هم د هیواد د پرمختګ سره مینه درلوده. محمود طرزي یې خپل زوم او شاګرد آمان الله خان ته داسې وروښود چې باالاخره  هیواد پریښودلو ته یې اړ کړ. مجید زابلی د نادرشاه د بیا بیا غوښتنو نه ورسته افغانستان ته راغی او د خپل شخصي تجارت په قربانولو یې د هیواد د اقتصاد اساسات په داسې حال کې کېښودل، چې ټول دولت ۸۰۰۰ افغانۍ لرلې، خو کله چې د هیواد اقتصاد په وده کې راغی؛ مغرضینو یې پر ضد سردار داود راوپاروه اوسره له دې چې هیڅ معقول دلیل یې د ده پر خلاف پیدا نه شو کړای، خو بیا هم  د کار او خدمت دروازې یې پرې بندې کړې . میوندوال هم چا نوښت او ابتکار ته پرې نښود او د محمد موسی شفیق د ابتکار پر خلاف یې چې په دوه کلونو کې یې مملکت د اقتصادي ثبات تر پولې ورساوه، روسان دومره راوپارول، چې مستقیمآ یې له پاچا وغوښتل چې دې له کاره ګوښه کړي، او چې پاچا یې غوښتنه ونه منله، نو ګمان کیږي، چې د ټول نظام د ړنګیدو په بیه ورته تمامه شوه . ډاکتر اشرف غني هم چې له نړۍ یې ۱۳ بیلیونه ډالر مرسته راجلب او  د هیواد د اقتصادي ودې اساس یې پیل کړ، په دې بهانه چې دې تر نورو وزیرانو په کار ډیر حاکم دی او د ده په شته والي کې د هغوی د ودې زمینه نه برابریږي، د خدمت موقع ورنکړل شوه .حال دا چې ډېره پوهه باید د تقدير او ستاینې سبب شي . د ده په شان نور په لوړ ه کچه شخصیتونه هم له صحنې لېرې شول . په داسې هیواد کې چې یو د کار سړې په دوربین کې په مشکله پیدا کیږي، د دوی ساتل او ترې مثبت کار اخستل یو لوی ملي مسولیت او ضرورت دی، او باید ټول زړه خوږي افغانان ورته متوجه وي .

د فارغانو پر کار ګومارګومارل هم هغه مسئله ده، چې که له او سه يې غم ونه خوړل شي، د ووزګارانو د یو لوی لښکر د رامنځته کېدو له لارې د نارضایتیو، بې نظمیو، ټکرونو او حتی خونړيو انقلابونو سبب کېداى شي .

د نن ورځې معقولې پالیسی ګانې د سبا ورځې د دغو ټکرونو مخنیوی کولای شي .
 ولې نن دا کار ونه کړو؟