د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شمشاد تلويزيون د هالينډ لوبو پوښښ لپاره پلاوی لېږلی

کرکټ څانګه 27.06.2010 10:02

د افغانستان د کورني پنځوس اوريز ولايتي سيالۍ د بريالي پوښښ څخه وروسته شمشاد تلويزيون په هالينډ کې د لومړي ډويژن د لوبو د پوښښ هوډ کړی دی. شمشاد تلويزيون په دې موخه د ارباب شمس خليل په مشرۍ د ملي لوبډلې سره یو پلاوی هالينډ ته لېږلی دی.

ټول افغان بېګا ارباب شمس خليل سره په دوبۍ کې خبرې وکړې. شمس وويل چې هالينډ ته د ملي لوبډلې سره په لاره دی او د لوبډلې سره به یو ځای هالينډ ته رسېږي.

شمشاد تلويزيون ولايتي سيالۍ په ژوندۍ بڼه ښودلې خو د هالينډ لوبې به ژوندۍ بڼه نه ښيي خو دوامدار رپوټونه به یې خپروي.

ټول افغان به هم هره ورځ د لومړي ډويژن د لوبو رپوټونه خپروي. په فيس بوک به د ټول افغان په پاڼه توپ په توپ احوال خپرېږي. د تبصرو لپاره دلته کړکۍ پرانيستي وي.

د کرکټ نړيواله شوره به په خپله پاڼه توپ په توپ احوال خپروي. د کرکټ نړيوالې شورا د هالينډ د سيالۍ د پوښښ په موخه ځانګړې ويبپاڼه جوړه کړې ده چې د سيالۍ په اړه په کې ټول معلومات شته دی:

د کرکټ نړيوالې شورا ويبپاڼه: