د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عمل اړتیا

علامه دکتور یوسف قرضاوی 27.06.2010 10:26

لیکوال: علامه دکتور یوسف قرضاوی

ژباړن: زاهد جلالي



آیا اسلام یوازې له مسلمانانو دا غواړي چې مطالعه وکړي، دیني علوم زده کړي، خپل ذهني معرفت ډېر کړي او خپله ککره (ماغزه) له پوهې څخه ډکه کړي، نور څه ونکړي؟؟.


نه ... اسلام د زړه پوهه غواړي، هغه پوهه چې د خدای له وېرې د انسان زړه ولړزوي لکه څرنگه چې الله جل جلاله د خپلو دوستانو په اړه وایي: ((انما یخشی الله من عباده العلماء)) (رواه مسلم).


اسلام په ښو او په زړه پورې ویناګانو نه دی خپور شوی مګر په عمل، ښو او حسنه اخلاقو او په وړ سلوک خپور شوی.


اصلي او حقیقي پوهه هغه وي چې د الله جل جلاله ویره ورسره وي او په خپلې پوهې عمل وکړي همدا ده چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم له هغې پوهې څخه پناه غوښتې چې خپل صاحب ته ګټه ونه رسوي لکه څرنګه چې فرمایي: ((اللهم انی اعوذ بک من علم لاینفع ومن قلب لایخشى ومن عمل لایرفع، ومن د عوت لایستجاب لها)) حدیث.
حضرت عمر رضی الله عنه له منافق عالم څخه پناه غوښته! حضرت عمر رضی الله عنه وپوښتل شو: أی امیر المومنینه! آیا عالم هم منافق کیدی شي؟! عمر رضی الله عنه ځواب ورکړ: هو، د خولې عالم وي خو د زړه جاهل!.
علماء وایي: (( علم دوه ډوله دی یو هغه علم چې د خدای حجت کیږي په بني آدم باندې او بل هغه دی چې ورته علم النافع او یا ګټور علم وایي)).


الله جل جلاله د هغو کسانو مثال چې په خپل علم عمل نه کوي د خره او سپي ورکړی دی.
الله جل جلاله په قرآن کریم کې فرمایي: ((مثل الذین حملوا التورات ثم لم یحملوها کمثل الحمار یحمل اسفارا بئس مثل قوم الذین کذبوا بآیات الله والله لایهدی القوم الظالمین)). سورة الجمعه آیت ۵.


الله تعالی بل ځای فرمایي: ((واتل علیهم نبآ الذی اتیناه آیاتنا فانسلخ منه وابعه الشیطان فکان من الغاوین)) سورة الاعراف آیت 175.


الله جل جلاله فرمایي: (( و لو شئنا لرفعنا بها و لکنه آخلد الی الارض واتبع هواه فمثله کمثل الکلب ان تحمل علیه یلهث او تترکه یلهث ذالک مثل القوم الذین کذبوا بآیاتنا فاقصص القصص لعلهم یتفکرون)) سورة الاعراف آیت ١٧٦.
دا د هغه چا لپاره دي چې له خپلې پوهې ګټه پورته نه کړي.


او د ګټور علم مثال داسې وي چې انسان لمونځ زده کړي، لمونځ وکوي او خشوع او عاجزي زده کړي، خشوع کوي او حلال او حرام باندې ځان پوهوي، له حرام څخه ځان ژغوري او حلالو ته ځان نیژدې کوي.


دې ته نافع یا ګټور علم وایي. کله چې انسان داسې حالت د ځان لپاره غوره کړی، خلک وایی دیته ګوری دا اسلام څومره په زړه پورې او عالی تعالیم لری، څومره لوړ او اوچت اخلاق لری، او څومره ښایسته آداب لری چې موږ یی دې سړي کې وینو.


اسلام هم په همدی ډول په نړۍ کې خپور شوی، اسلام په ښو او په زړه پورې ویناګانو ندی خپور شوی مګر په عمل، ښو او حسنه اخلاقو او په وړ سلوکو خپور شوی.


په ډیرو ځایونو کې اسلام د ډیرو عادي مسلمانانو په لاس خپور شوی، حتی د ترکاڼ په واسطه په لکونو کسان مسلمانان شویدي او اسلام ته یې غاړه ایښی.


اندونیزیا ته د مسلمانو تجارانو په واسطه رسیدلی هغوی هم منلی او خپور شوی، هغوی چې د مسلمانو تجارو صداقت او ریښتینولي ولیده اسلام یې ومانه، نه یواځې په اندونیزیا کې بلکې په ډیرو نورو هیوادونو کې اسلام د کارګرو او عادي مسلمانانو په واسطه خپور شوی.


څوکاله کیږي چې جنوبي کوریا ته اسلام رسیدلی او خلک پدې مبین دین مشرف شوی، جنوبي کوریا ته هم اسلام د عادي مسلمانانو په لاس رسیدلی دی،هلته ترکي جنګیالې جنګیدل هغوی به د جګړې پر مهال جګړه کوله او کله به چې د لمانځه وخت راورسید هغوی به ځانونه پاکول اودس به یې کاوه او بیا به یې لمونځونه کول، کله چې کوریایانو د دوی دا حالت ولید چې لمړی به یی مخ ووینځه او بیا به یې لاسونه او پښې وینځلې او بیابه په خشوع او عاجزۍ سره پّه لمانځه ودریدل، ددی په لیدو کوریایان ډیر متاثر شول او لدوی څخه یې وپوښتل چې تاسې څوک یاستئ هغوی ورته ځواب ورکړ چې موږ مسلمانان یو کوریایانو بیا پوښتنه وکړه چې اسلام څه شی دی!.


کله چې ترکي جنګیالیو هغوی ته د اسلام په اړه خپل د پوهی په اندازی معلومات ورکړل، په زرګونو کسانو اسلام ومانه او مسلمان شول چې د هغوی د مسلمانید و اصلي لامل د ترکي مسلمانو جنګیالیو ښه توب و.


اسلام د قدوه حسنه له لارې ډیر خپور شوی او بریالی شوی، کله چې خلک اسلام په مسلمانانو کې ویني مسلمانیږي، همدا علت دی چې اسلام د ظهور په وخت اسلام په مسلمانانو کې لیدل کیده او نور متاثر کیدل او اسلام به یې مانه.
نن چې د اسلام د خپریدو لړۍ ډیره په چټکتیا سره مخ په وړاندي نه درومي، دا دمسلمانانو په اسلام باندی د نه عمل کولو علت کیدی شی نه د اسلام معقولیت.


که څوک د اسلام په اړه مطالعه وکړي او کتابونه ولولي په حقیقت کې اسلام یو ډیر ښایسته او معقول دین دی خو که چیرته همدا اسلام په مسلمانانو کی ولیدل شي، حتما به لوستونکي دا وایې چې ولی دغه اسلام مسلمانانو ته ګټه نده رسولی؟. ولی د اسلام لارښوونی په مسلمانانو کې نه لیدل کیږی؟.


اسلام نظم ته بلنه ورکوي، خو مسلمانان ترټولو غیر منظم خلک دي.


اسلام خلک تعاون ته وربلي، خو مسلمانان ترټولو ډیر فردیت کوي.


اسلام خلک قوت ته بلي. ولی مسلمانان داسې ضعیف دي؟


اسلام خلک پوهې او پرمختګ ته بلي. خو مسلمانان تر ټولو وروسته پاتی خلک دي!.


یوځل کوم غربي د مطالعې له لارې اسلام منلی و او مسلمان شوی و، هغه کتابونه لوستې وو خو مسلمانان يې نه و وليدلی او هغه ديته ډير لیوال و چي اسلام په مسلمانانو کې وويني، ددی لپاره هغه د حج اراده وکړه، کله چې د حج لپاره مکې ته ولاړ او دحج په مراسمو کې یی برخه واخسته او هلته چې یې د حاجیانو اخلاق ولیدل او ددی زشته معامله، بد اخلاقي او د اسلام د لارښوونو مخالفې کړنې یې ولیدې سره ددی چې الله تعالی فرمایی: (( فلا رفث ولا فسوق ولا جدال فی الحج )) سورت بقره آیت 197. کله چې غربي دا حالت ولید، خپله مشهوره خبره یی وکړه: د خدای رحم دی چې ماته یې اسلام مخکې لدې راوپیژاند چې مسلمانان وپیژنم.


ددی لپاره موږ وایو چې اسلام باید په عملی ډول خلکو ته ورورپیژنو موږ باید قرآن په خپل ژوند کې تفسیر کړو یعنی قران په ځانونو کې پیاده کړو ترڅو د اسلام حقیقي او اصلي څیره خلکو ته ورورښیو.