د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

WCL لومړي ډويژن: افغانستان به تمريني لوبه د سکاټلينډ سره کوي

کرکټ څانګه 24.06.2010 23:23

د کرکټ د نړيوالې شورا د نړيوال کرکټ ليګ د لومړي ډويژن لوبو لپاره د تيارۍ په ترڅ کې به افغانستان تمريني لوبه د سکاټلينډ سره کوي.

دا لوبه به د روانې مياشتې په ۲۹مه نېټه د هالينډ د Kon.UD/Salland په ښار کې ترسره کېږي. دا یواځېنۍ لوبه ده چې افغانستان به یې سيالۍ ته د چمتو والي په موخه ترسره کوي. پاتې څلور لوبډلې به هم یوه یوه تمريني لوبه کوي.

سيالي د جولای په لومړۍ نېټه پيل کېږي او د جولای تر لسمه به دوام مومي.

د سکاټلينډ لوبډله نوی کپتان لري چې ګورډان ډرمونډ نومېږي او ويلي یې دي چې افغانستان او ايرلينډ د دې سيالۍ ګټلو ته نوماند دي خو ټولې لوبډلې دا چانس لري چې سيالي خپله کړي.

د افغان لوبډلې روزونکی وايي چې دا سيالي افغان لوبډلې ته یو بل مهم پړاو پيلامه ده چې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ زيږديز کلونو د  شل اوريزو او په ۲۰۱۵ کال کې د پنځوس اوريزو سياليو لپاره د کېدونکو غوراوي سياليو لپاره د چمتو والي پيل دی.

کبيرخان د افغان کرکټ بورډ له دې پرېکړې دفاع کړې ده چې لوبډلې ته یې نوي لوبغاړي ورننويستي دي. نوموړی وايي چې دا ځکه ښه کار دی چې د راتلونکي لپاره به نوي لوبغاړي وروزل شي او کله چې مشران لوبغاړي پرېکړه وکړي چې نوو لوبغاړو ته ځای پرېږدي، افغانستان به روزل شوي لوبغاړي ولري چې د هغوی ځای ونيسي.

کبيرخان وايي چې دا به د لوبغاړو تر منځ یو ډول سيالي هم رامنځ ته کړي. په دې مانا چې که څوک غواړي په لوبډله کې ځای ولري بايد ډېره خواري وکړي.

خو کبيرخان په دې اند دی چې په لوبډله کې د نوو لوبغاړو د شاملولو تګلاره بايد هوښياره وي او په داسې ډول ترسره شي چې افغانستان په مسلسله توګه لوبې ونه بايلي ځکه چې که اوس څوک په دې باور دي چې افغانستان هر مقام ته ځای رسولی شي دا ځکه چې افغانستان ډېرې لوبې ګټلي دي.

په دې سياليو کې د لومړي ځل لپاره ميرويس اشرف، افتاب عالم، جاويد احمدي او شبير نوري برخه اخلي. دا به لومړی ځل وي چې جاويد احمدي د ملي لوبډلې سره په نړيواله سيالۍ کې برخه اخلي.

کبيرخان د افغانستان د توپ اچونې په اړه اندېښنه نه لري خو د توپ وهنې په اړه اندېښمن ښکاري او په دې اند دی چې کمزوری بيټنګ کله کله سردرد ثابت شوی دی. نوموړی وايي چې په هالينډ کې بايد توپ وهونکي ښه لوبه وکړي او په دوامداره توګه ښه بيټنګ وکړي.

پوښتنه دا ده چې د توپ وهنې د ځانګړي روزونکي په نه شتون کې به د لوبډلې توپ وهونکي څنګه وکړای شي په توپ وهنه کې پرمختګ راولي!