د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تاج الدين ملتمل سره د کرکټ بورډ د اجرايه مشرۍ لپاره خبرې روانې دي

کرکټ څانګه 24.06.2010 22:36

ټول افغان خبر شوی چې د افغانستان کرکټ بورډ هوډ لري نوی اجرايه مشر وټاکي. په همدې موخه د کرکټ بورډ د تاج الدين ملتمل سره خبرې روانې کړي دي چې د کرکټ بورډ اجرايه مشر شي.

له پنځوسو کلونو د زيات عمر څښتن ډاکتر تاج الدين ملتمل په ننګرهار کې د لوړو زده کړو یو انستيتيوت هم لري او د ښوونې او روزنې په اداره کې تجربه لري. سره د دې چې د کرکټ بورډ مشر او د ماليې وزير ډاکتر حضرت عمر زاخېوال ډاکتر ملتمل ته د اجرايه مشرۍ وړانديز کړی دی خو ملتمل لا پرې فکر کوي.

یوې باوري سرچينې ټول افغان ته ويلي دي چې ښاغلی ملتمل په افغان کرکټ کې له لانجو خبر شوی او ورځ په ورځ نوي معلومات لاس ته راوړي نو ځکه په دې فکر کوي چې د لانجو دا ګوډی پرانيزي او که همداسې ترې ځان لرې وساتي.

د جون د مياشتې په سر کې د کرکټ په لوبډله کې یو ګروپ او د کرکټ بورډ ځينې پخواني کارکونکو د بېلابېلو لاملونو له امله په کرکټ بورډ نيوکې وکړې او خبره لانجې ته ووته. په لوبډله کې دا ګروپ چې مشري یې د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي ريس احمدزي کوله یو شمېر غوښتنې لرلې. يوه اساسي غوښتنه یې ريس احمدزي ته د مشر غوره کونکي دنده ورکول و چې وروسته دا غوښتنه نوموړي ته د کرکټ بورډ اجرايه مشرۍ په سپارلو واوښته. بله غوښتنه یې د ملي لوبډلې لوبغاړي دولت احمدزي ته دتخنيکي مشرۍ ورکول و. اعتراض کونکو د هالينډ لوبو ته - چې د جولايي په مياشت کې ترسره کېږي - په غوره شوې لوبډلې هم نيوکې لرلې او دا یې نه منله چې دولت احمدزی دې له لوبډلې بېرون پاتې شي او محمد نبي عيسی خېل پر ځای دې ميرويس اشرف د کپتان مرستيال وټاکل شي.

 سره د دې چې د پارېدلو لوبغاړو او پخوانيو کارکونکو ټولې وښتنې ډاکتر زاخېلوال ونه منلې، سرچينه وايي چې ډاکتر ايمل شينواری په دې اند دی چې پارېدولو لانجه شخصي بريد ته وروسوله چې اوس ده ته د کرکټ بورډ مخکې بوتلل ناشوني دي نو ځکه یې ډاکتر زاخېلوال خبر کړی چې د کرکټ بورډ اجرايه مشرۍ ته بل څوک ومومي.

د يادونې ده چې کله زاخېلوال د پارېدلو لوبغاړو د ګروپ غوښتنې پر ځای ونه بللې، پارېدلو د ولسمشر حامد کرزي د وياند وحيد عمر په مرسته د نوموړو نيوکې یو ځل بيا د ګل خانې ماڼۍ ته ورسولې. په پايله کې د پارېدلو لوبغاړو، ډاکتر ايمل شينواري او د کرکټ بورډ د مشر مرستيال سلاکار وزير شهزاده مسعود په شمول د ولسمشر کرزي د دفتر د مشر عمر دوادزي سره غونډه وکړه. وحيد عمر هم په غونډه کې ناست و. د غونډې جريان نه دی روښانه خو دومره معلومات شته چې په غونډه کې یو شمېر پارېدلو کسانو د کرکټ بورډ په اجرايه مشر ايمل شينواري مخامخ نيوکې وکړې او نوموړي د هغوی نيوکو ته ځوابونه وويل او عمر داودزي ته یې د نوموړي په مشرۍ کې د کرکټ په بورډ کې د پرمختګ معلومات ورکړل.

د ګل خانې د ماڼۍ غونډه هم بې پايلې وه. یوې باوري سرچينې ټول افغان ته ويلي دي چې ولسمشر کرزی په دې باور دی چې د لوبغاړو په غوښتنه یې د ډاکتر زاخېلوال په مشر کولو د کرکټ غم خوړلی دی او نوموړی چې هره پرېکړه کوي سمه ده نو ځکه یې پارېدلي ګروپ ته د کتلو وخت ورنه کړ او پر ځای یې ورسره د دفتر مشر عمر داودزي وکتل. داسې ښکاري چې د ګل خانې ماڼۍ هم د کرکټ له ډېرو لانجو او د ځينو لوبغاړو د بې ثباتۍ او دريځونو بدلولو څخه تنګه شوې ده او نور نه غواړي په دا ډول وړو خبرو د افغان ولس ارزښتناکه وخت ضايع کړي.

داسې نه ښکاري چې د تاج الدين ملتمل په مشرۍ به د کرکټ لانجې غوڅې شي ځکه چې نوموړی هم د ډاکتر زاخېلوال له خوا غوره شوی او پاريدلي لوبغاړي پرې سلا نه دي او په کرکټ کې یې په نه تجربه تورنوي. خو د دې نيوکو سره سره امکان لري چې د تاج الدين ملتمل اداري تجربه او د عمر په لحاظ مشري ورسره په کرکټ کې د ناغېړيو په مخنيوي او خودغرضو سره په مقابله کې مرسته وکړي.

له بله پلوه په کابل کې په کرکټيانو کې داسې اوازې دي چې امکان لري ډاکتر زاخېلوال ناراضه پخواني لوبغاړي ريس احمدزي ته د تخنيکي مشاور دنده ورکړي. له لانجې مخکې هم کرکټ بورډ ريس احمدزي ته د امپايرانو د مشرۍ وړانديز کړی و.