د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لغمان:دسبو او ميوو دساتلو ستره سړه خونه جوړه شوه!

بلال شينوارى 21.06.2010 11:34

ددغې سترې خونې دپرانستې په مراسمو کې دلغمان دوالي محمداقبال عزيزي سربيره دافغانستان دکرنې او اوبو لګولو وزير محمداصف رحيمې او په کابل کې دامريکا دسفارت مرستيال برخه اخيستې وه ،دلغمان والي  وويل پخوا به دلغمان کروندګرو دځاې دنشتوالي له امله خپل دسبو او ميوو حاصلات په ارزانه بيه پلورل خو اوس کولاې شي چې هر وخت وغواړي خپل حاصلات په ښه او وړ بيه وپلوري ،دکرنې وزير وويل دا ستره سړه خونه دګاونډيو هيوادونو ايران،پاکستان،چين او روسيې په اندولو معيارونو جوړه شويده چې دسلګونو ټنو تازه ميوو او سبو دايښودلو وړتيا لري پر دې سړې خونې چې په درې بلاکونو کې جوړه شوې دامريکا دپرمختيايي ادارې  يو مليون ډالر لګول شويدي.په لغمان کې دسبو او ميوو دساتلو دا سړه خونه داسې مهال پرانستل کې چې پدغه ولايت کې دبيا رغاونې پر لسګونو نورو پروژو هم کار روان دى