د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان کرکټ- نویو اداري هڅو ته اړتیا

مشتاق رحیم 20.06.2010 19:54

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله پس له دې چی د تیرو کلونو په اوږدو کې د نړۍ سپورتي خبرونو کې د خپلو لاس ته راوړنو له کبله یو ځانګړې ځاې درلوده، په تیرو څو میاشتو کې بیا د ادري ستونزو له کبله د لانجو خبرونه یې خپریږي ـ لومړې تاج ملوک دې ته اړ شو چې د خپلې دندې څخه لاس په سر شي، بیا د کرکټ بورډ او لوبغاړو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو د مالي لاس ته راوړنو پر سر لانجه راپورته شو چی وروسته بیا د دولت احمد زي د لوبډلې څخه د لرې کولو په سر د لوبغاړو د ټیم څخه لاس اخیستنه کرکټ ملي لوبډله خورا پیچلي بهیر تو ورسوله ـ بیا هلته رسنیو د کرکټ بورډ د اداري پوستونو په یوه کورنۍ د ویش په اړوند رپورټونه خپاره کړل ـ ترڅنګ بیا مو د کورني کرکټ پیل ولید چې هلته هم د خوست د لوبډلی د لوبو څخه د منډو د اوسط په سر وتل بیا په لوبغالي کې د لانجو او همدا رانګه د اصولو د تر پخو لاندې کولو سره سر ته ورسیدـ  د ریس احمدزي ګیلې خو بیا نو د فیس بوک او هم په نورو ویبپاڼو کې هره ورځ لیدل کیږي- 

 پورتنیو ستونزو نه یوازې دا چې د افغانستان د کرکټ مینه وال خواشیني کړي دې بلکه د افغانستان او د هیواد د کرکټ د بدنامۍ لامل هم ګرځیدلي دي ـ ډیر د خپګان وړ وي کله چې په هغه پاڼو کې چې زمونږ د ځوانانو حیرانونکي لاس ته راوړنو ته ګوته په خله ول اوس ددغه لانجو خبرونه وینو او همدا راز دا زمونږ د هیواد یوازنې د ویاړ وړ ډګر هم تر پوښتنو لاندې راولي (د لوبو پرته بل داسې ډګر نه وینم چې مونږ پکې په ښه نامه یاد شو) ـ

 ډیر خلک چې د پورته یادو شوو پیښو له کبله کړیږي او هم په دغه ویره کې دي چی د کرکټ د میدان لاس ته راوړنې په اداري میدان کې تم نه شي دا پوښتنه لري چی دغه ډول ستونزې ولې راولاړیږي او د حل لارې یې څه دي- څنګه کیداې شي چې لوبډله یوازې کرکټ وکړي او لانجې او ستونزې د هیواد د اداري چوکاټ نورو څانګو ته پریږدي- ددې ټولو پوښتنو یوازینې ځواب دې د اداري چوکاټ جوړول او بیا یې پیاوړې کول-

 ما په یوې مخکینۍ لیکنه کې لیکلي ول چې د افغانستان کرکټ تر اوسه پورې یوازې د یو ډله ځوانانو د ځانګړيو وړتیاوو له کبله دې برید ته رسیدلې دې خو له دې نه وړاندې تګ نو اوس د ځانګړو وړتیاوو پر مټ شوني نه ده او اړینه ده چې مونږ په اداري سیستمونو کار وکړو- په لومړي سر کې اړینه ده  چې د کرکټ بورډ د ادارې د بشري قواوو د څانګې پالیسي (Human Resources Policy) جوړه او په کار واچول شي ترڅو د کاري پوستونو په یوې کورنۍ د ویش ستونزه له منځه ولاړه شي- د اداري اصولو سره سم د وړتیا خاوندان دې وګمارل شي- یادول اړین بولم چی زما مطلب هیڅ دا نه دې چی دا اوس ګمارل شوي خلک وړتیاوې نه لري خو یوازینۍ هیله مې داده چې په کار ګمارل د ازاد رقابت له لارې تر سره شي-

 د پورته یادو ستونزو یو دلیل دا هم دې چې کرکټ بورډ د کار د څارلو دپاره هیڅ ډول اداري چوکاټ نشته او همدا راز هیڅ ډول د کنترول پروسه (Check and balance) شتون نه لري- همدا راز هر هغه څه چې ښاغلې زاخیلوال او یا د هغه نه چاپیره ملګري د کرکټ په ډګر کې هر هغه څه چې غواړي، پرته له کوم ډار، يې کولې یې شي ـ او که چیرې بیا د زاخیلوال څخه لوبغاړي ګیله وکړي نو ګواښ کوي چې ګوندې د کرکټ بورډ مشري به پریږدي- د یو وړ مدیر او نامتو کارپوه په توګه د ګواښ پر ځاې مونږ د زاخیلوال نه د کار تمه کوو-  ددې دپاره چې کرکټ بورډ د څارنې لاندې راوستل شي نو د څارنې بورډ (Board of Directors or Monitoring Board) د تخنیکي او ادراي پوهانو په غړیتوب جوړشي چې کړکټ بورډ او د ددې ادارې مشر دغه بورډ ته مسول وي او خپل د کار په اړوند ورته راپور ورکړي- همدا راز دغه بورډ به هم مسولیت لري ترڅو کرکټ بورډ ته تخنیکي او ستراتژیکي لارښونې وکړي ـ

 همدا راز د مالي مسایلو د ادارې او په دغه اړوند د ستونزو د مخنیوي دپاره د مالي سیستم د جوړول د لومړیتوبونو څخه دې ـ په دغه اړوند د سیمې د ملکونو څخه زدکړې کیدې شي چیرته چې دغه ډول سیستمونه په منظم ډول کار کوي- زما په اند دا به یو ستونزمن کار نه او هغه هم د زاخیلوال صیب په شتون کې ـ د مالي سیستم جوړول یو خورا اسان خو ډیر اړین کار دې ـ

 د لوبغاړو ټاکل او یا هم د لوبډلې څخه ویستل د لوبغاړو د ټاکنې د کمیټې له لارې کیږي او لوبډلې اړوند مسله نه ده ـ د یادونې وړ ده چې د کرکټ نړۍ لیدلي دي چې نامتو لوبغاړي د لوبډلې څخه دباندې پریښودل کیږي او د وقار یونس، ګنګولي، انضمام او د شین وارن په څیر لوبغاړي هم دغه دردونکي حالت سره مخامخ شوي خو مونږ کله هم د لوبډلې د استعفی خبر نه دی اوریدلی ـ همدا ده چې مونږ یو مسلکي ټاکونکې کمیټې ته اړتیا لرو او نور دې نوملي لوبډله اداري کارکونکي نه ټاکي- همدا راز د ټاکنې پالیسي هم پکار ده چې جوړه کړې شي ترڅو مونږ دغه حالت سره مخامخ نه شو ـ ددې تر څنګه اړینه ده چې لوبغاړي هم د مسلکيتوب څخه کار واخلي او په لوبه دې پام وکړي او ادره او ټاکنه دې کپتان او ټاکنوکې ډلې ته پریږدي- دا یو معلوم حقیقت دې چې د لوبډلې اوسني لوبغاړي خواږه ملګري دي خو د وخت د تیریدو سره دوي باید نوي ملګري جوړ کړي ولې چې زمونږ د لوبډلې نور پرمختګ نویو بدلونونو او نویو خو پیاوړو څیرو ته اړتیا لري-

 همدا راز د خوست د لوبډلې لانجه او بیا د لوبو څخه د وتلو نه وروسته د وزیرانو او دولسي جرګې غړو په مټ بیرته په ټورنامنټ کې ځاې پرځاې کیدل مونږ ته راښاي چې د پالیسیانو او اصولو جوړول څومره بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري- ددې نه ثابتیږي چې زمونږ کورنې کرکټ پالیسي او کاري لارښود ته اړتیا لري- د یادونې وړ ده چې په دغه اړوند د نړیوال کرکټ شوراي لارښونې شته او یوازې ژباړې ته اړتیا لري- که نه نو دغه ډول لانجې به بیا د کورني کرکټ رنګ پیکه کړي ـ

 دکرکټ د لوبې مینه په هیواد کې دا اوس خپل اوج (Cricket Boom) ته رسیدلې   او همدا وخت دې چې د کرکټ د ودې دپاره کار وشي- خو که چیرې بیلا بیلې لانجې او ستونزې همداسې رابرسیره شي نو ویره شته چې د هیواد کرکټ د خپلې لارې څخه بی لارې او د ورکیدو خطر سره مخامخ شي- په داسې حال کې چې مونږ د لوبغاړو د روزلو په برخه کې هڅې کوو، د اداري سیستم او د پالیسیانو جوړول په اوږد مهال کې د کرکټ دپاره د ژوند او مرګ مسله ده ـ زه هیله لرم چې ښاغلې زاخیلوال چې یو پیاوړې مدیر او د مدیریت یو کار پوه دې ما سره دغه نظر ومني-

 د اداري سیستم او د پالیسیانو د جوړولو ترڅنګ زه فکر کوم چې کرکټ بورډ پیاوړي تخنیکي مرستیالانو او مدیرانو ته هم اړتیا لري- د ښاغلي زاخیلول بوختیاوو ته په کتلو سره دا ډیره اړینه ده چې دې ځان سره پیاوړي کارکونکي او مرستیالان ولري او هغه هم دا نه چې دده د کورنۍ غړي وي بلکې د کاري وړتیاوو پر بنسټ ګمارل شوي وي-

 مونږ چې د کرکټ په اړوند څه لګه ډیره پوهه لرو یوازې نظر ورکولې شو- دا چې ترکوم بریده دغه وړاندیزونه عملي بڼه اخلي مشرانو پورې ده- خداې دې وکړي چې مشران په دغه اړوند یو څه کار وکړي- په هیواد کې د سپورټ او په ځانګړه بیا د کرکټ د ودې په هیله به مونږ لیکو او پایلې به يې مشرانو ته پریږدو ـ