د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انټرکانټنینټل په سیالیو کی افغانستان دويمې نمبر ته کېوت

بختیارحسین خیل 17.06.2010 09:47

د جون د ۱۰ نه تر ۱۳ د سکاټلیند او د هالینډ د ټیمونو ترمنځ د انټرکانټینټل سیالیو په ترڅ کی څلور ورځنی لوبه ترسره شوه.

پچه سکاټلینډ اوګټله او توپ کول یی غوره کړل. هالینډ په لومړی پاڼئ کی د ۱۰ لوبغاړو په سوځیدو ۲۱۰ منډی جوړی کړی په ځواب کی سکاټلینډ ۳۹۱ منډی ترسره کړی او ۶ پواینټه دلومړی پاڼئ د بریا لپاره واخستی.

په دوهمه پاڼئ کی هالینډ بیا ۲۵۷ منډی جوړی کړی چی سکاټلینډ ته د لوبو ګټلو لپاره ۷۶ منډی هدف اوټاکه چی سکاټلینډ د ۶ لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ. دی سره سکاټلینډ ۶ نمری د لومړئ پاڼئ بریا او ۱۴ نمری د لوبی د ګټلو ترلاسه کړی چې د سکاټلینډ ټولی نمری ۶۹ شوې چی مخکی افغانستان د ۵۷ نمره په لرلو سره لومړی او سکاټلینډ د ۴۹ نمره په درلودو سره دویم مقام درلود. اوس چې سکاټلينډ له افغانستان نمرې ډېرې لري نو افغانستان د انترکانتننتل سياليو له تخت څخه دويم نمبر کېوت.

په ډاګه دی وی چی دواړو سکاټلینډ او افغانستان څلور لوبی کړی دی او د دواړو ترمنځ به په زړه پوری لوبه د روان کال د اګست د میاشتی په ۱۱ نیټه ترسره کیږی ترڅو لومړی او دوهم معلوم شی.