د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د WCL1 لوبو لپاره ملي لوبډلې تمريني کيمپ په جلال اباد کې پيل کېږي

کرکټ څانګه 16.06.2010 13:20

د دې مياشتې په پای کې په هالينډ کې د نړيوال کرکټ ليګ لومړي ډويژن لوبو لپاره د کرکټ بورډ پتيلي ده چې افغان ملي لوبډلې ته په جلال اباد کې د تمرين کيمپ جوړ کړي. د تمرين کيمپ به اته ورځې دوام لري.

کيمپ به سبا ته په جلال اباد کې د ننګرهار په کرکټ اکاډيمۍ کې پيل کېږي چې د ننګرهار پوهنتون د کمپيوتر ساينس د پوهنځي په ساحه کې موقيعت لري.

مخکې د لوبډلې روزونکي کبيرخان ټول افغان ته ويلي و چې له کرکټ بورډ څخه يې غوښتي دي چې د هالينډ لوبو لپاره د تمرين کيمپ له هېواده بېرون په یخه سيمه کې جوړ کړي چې لوبغاړي د هالينډ د يخې هوا لپاره چتو شي.

د جلال اباد هوا ګرمه ده او له اته ورځو وروسته به افغان لوبډله لږ وخت ولري چې د هالينډ د هوا سره بلد شي. د ننګرهار کرکټ اکاډيمي چلونکی او د کرکټ بورډ تخنيکي مدير هستي ګل عابد ټول افغان ته د تمريني کيمپ د جوړېدو پخلی کړی دی او وايي چې د هالينډ لوبو لپاره ټول غوره شوي لوبغاړي به په کې برخه اخلي.

په لومړي ډويژن کې افغان لوبډله:

۱. نور علي
۲. کريم خان صادق
۳. محمد شهزاد
۴. نوروز منګل (کپتان)
۵. اصغر ستانکزی
۶. محمد نبي
۷. شبير نوري
۸. دولت احمدزی
۹. جاويد احمدي
۱۰. حميد حسن
۱۱. شاهپور ځدراڼ
۱۲.خالقداد نوري
۱۳. ميرويس اشرف (مرستيال کپتان)
۱۴. افتاب عالم
۱۵. سميع الله شينواری

د افغانستان د لوبو مهال ويش:

لوبهنېټه
Afghanistan v Canada at (KNCB) Jul 01, 2010
Afghanistan v Ireland Jul 03, 2010
 Afghanistan v Kenya Jul 05, 2010
Afghanistan v Netherlands Jul 07, 2010
Afghanistan v Scotland Jul 09, 2010