د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هستي ګل عابد د کرکټ بورډ تخنيکي مدير وټاکل شو

کرکټ څانګه 15.06.2010 15:11

هستي ګل عابد، انځور د ليزلي ناټ

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی هستي ګل عابد یې د کرکټ بورډ تخنيکي مدير ټاکلی دی. هستي ګل ټول افغان ته د دندې د منلو پخلی کړی دی او ويلي يې دي چې په دنده یې کار پيل کړی دی.

هستي ګل عابد د افغانستان ملي لوبډلی پخوانی پياوړی لوبغاړی دی چې په تېرو څو سياليو کې نه و لوبېدلی. نوموړی خفه و چې په سياليو کې نه لوبول کېده او په دې اړه یې یو شمېر نيوکې هم لرلې. نوموړی وايي چې غواړي لوبه وکړي خو چې چانس په لاس نه ورځي نو نه غواړي چې لاس تر زنې کېني، او غواړي چې په هېواد کې د کرکټ په خپرولو او بنسټ پياوړي کولو کې ونډه واخلي.

د تخنيکي مدير دا دنده ده چې په ټولو تخنيکي کارونو کې کرکټ بورډ ته مشوره ورکړي چې په کې د لوبغاړو په غوره کولو کې مشوره، په هېواد کې د کرکټ د سياليو جوړول، د کرکټ وسايل برابرول او لوبغالو او کرکټ اکاډيميانو جوړول شامل دي. تخنيکي مدير همدا راز د نوي استعدادونو په موندلو کې مرسته کوي او روزونکو، لوبڅارو او کرکټ پرمختګ لپاره د اداري کسانو د روزنې پروګرامونه ترتيبوي.

هستي ګل عابد د سياليو په برابرولو او د کرکټ اکاډيميانو په جوړولو کې تجربه لري. نوموړی دا مهال په ننګرهار کې د کرکټ اکاډيمي هم لري چې په افغانستان کې تر ټولو پرمختللې اکاډيمي بلل کېږي او سلګونه لوبغاړي په کې روزنه ترلاسه کوي.

هستي ګل وايي چې د زړه له کومې به د کرکټ خدمت کوي او دنده به په ښه توګه سرته رسوي. نوموړی خواشيني وښوده چې د کرکټ بورډ او يو شمېر لوبغاړو ترمنځ توپيرونه رامنځ ته شوي دي. هستي ګل دا ډول لانجې د کرکټ روغتيا ته ګواښ وباله او ويې ويل چې لوبغاړي بايد یواځې کرکټ وکړي او د بورډ په کارونو کې لاسوهنه ونکړي.

هستي ګل ټول افغان ته وويل چې لوبغاړي به وهڅوي چې د کرکټ بورډ په اړه ناسمې څرګندونې ونکړي او پر ځای یې خپلې لوبې ته پام وکړي. نوموړی په دې باور دی چې لوبغاړي حق نه لري چې د لوبې نه کولو او يا له هېواده بيرون سياليو ته د نه تګ تهديدونه ورکړي. د نوموړي په باور د لوبغاړو د استعداد د ښودنې ځای لوبغالی او په لوبغالي کې ((پرفارمنس)) دی.

هستي ګل چې د ډېرو په باور په ملي لوبډله کې د ډلو ټپلو د جوړولو قرباني دی، په لوبډله کې ډلو جوړولو ((ګروپينګ)) خلاف دی او وايي چې دا ډول کړنې د لوبغاړو په لوبه منفي اغېزه کوي.

هستي ګل وايي چې په کرکټ پوهو ټولو خواوو ترمنځ به د همغږۍ د راوستلو کوښښ کوي او د ناراضه کرکټيانو د رضا کولو هڅې به کوي چې په کرکټ پوه خلک د افغانستان د کرکټ په پرمختګ کې ونډه واخلي.