د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان کرکټ بورډ نيمګړې ويبپاڼه غلا شوې ده

کرکټ څانګه 13.06.2010 16:40

د افغانستان د کرکټ بورډ ويبپاڼه چې لا پوره شوې نه ده د نامعلومو انترنتي غلو له خوا غلا شوې او په لومړي مخ یې بدرد ليکل شوي دي.

د افغان کرکټ بورډ ويبپاڼه موده کېږي چې د ندا ټيليکمينونيکشن له خوا جوړېږي. موده وشوه چې په دې ويبپاڼه کار ولاړ دی او ډېر څه نه دي ورزيات شوي.

ټول افغان ونشو کړای چې د ندا ټيليکميونيکشن سره په دې اړه اړيکي ونيسي او د کرکټ بورډ وويل چې نه پوهېږي دا کار به چا ترسره کړی وي.

غله ويبپاڼې ته ننوتي دي او په لومړۍ پاڼه يې ورته ليکلي دي چې دا ويبپاڼه د هندوستان د انترنتي غلو له خوا غلا شوې ده خو امکان لري چې دا کار بل چا کړی وي او د هندوستان د نوم د بدنامولو لپاره یې دا خبره ليکلي وي.

غلو په پاڼه ليکلي دي چې ويبپاڼه ((غلا شوې ده)) او وروسته یې بيا ډول ډول ناسمې ليکنې کړي دي. په یوه ليکنه کې یې ليکلي دي چې نيپال افغانستان ته په ((9500000000000000000000000)) منډو ماته ورکړې ده.

د يادونې ده چې د ندا ټيليکميونيکشن له خوا دا ويبپاڼه د کرکټ بورډ لپاره په وړيا توګه جوړېږي خو کابو پنځه مياشتې وشوې چې نيمګړې په ليکه ده او پوره شوې نه وه.

د کرکټ بورډ د ويبپاڼې د جوړونکي د دندې لپاره څو کسانو سره مرکې کړي دي چې د ويبپاڼې په بشپړولو کې ورسره مرسته وکړي.