د عنايت زي صاحب «ځواب» ټوکي ته ورته وو!
10.06.2010 21:11د ښاغلي عنايت زي صاحب دغه ځواب زما د صريح انتقاد د اصلي برخي سره هيڅ اړخ نه لګوي، او بيا دنوموړي پر ليکني باندي زما د« ځغلنده کتني» ځواب هم نه دئ ! د عنايت زي صاحب داخبره هم د تأمل وړ ده چي وايي کومه ليکنه چي نوموړي «د نړۍ مشهوري ورځپاڼي» تر عاريتي عنوان لاندي په ۲۵/۵/۲۰۱۰ نېټه کي په ټول افغان کي خپره کړېده ، هغه يې ګني درې کاله پخوا ليکلې وه چي يوه برخه يې دوه کاله مخکي نېخه تر کوم بل عنوان لاندي په بهير ويب پاڼه کي خپره سوه او بله برخه يې دوه کاله بعد يعني همدا اوس د تېر می په مياشت کي هغه هم زما« د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو د پېژندني» د ۱۸مي او ۱۹مي برخو نه وروسته ، د غلطو او عاريتي تحقیقاتو پر بنا چي ما په خپلو ليکنو کي صراحت ورکړی دئ، خپره کړېده !
زما لیکنه تور نه بلکه د عنايت زي د ليکني په هکله جدي نيوکه ده چي همدغسي يو طبيعي غبرګون يې را وپاراوه ، زه يقين لرم که عنایت زی صاحب او يا بل هرڅوک زما په ځای وای نو همدغه شاني يو عکس العمل به يې حتماً ښوده .
زه د وطن په داسي بحراني او وينو لړلی حالت کي ددې خبري شننه نور په داسي ميتوډ چي و هغه ته کښې ايستل کيږي معقول کار نه بولم بلکه د وخت ضیاع او د افکارو تشتت يې ګڼم ، بناءً ددغه کار نهايي پرېکړه د ټول افغان او دهغه د درنو لوستوکو وقضاوت ته را جع کوم !
په درناوي
هدايت
-----------------------------------------------------------------------------------------------------------
د ښاغلي هدايت د ليکنې اوتور ځواب
محمدظريف عنايت زی
څو ورځې مخکې ښاغلي هدايت زما د هغې ليکنې په اړه چې کابو يوه مياشت مخکې په ځينو ويبپانو کې خپره شوه تور ولګاوه چې ګني د نوموړي له ليکنې څخه مې څه په خپله ليکنه کې رااخيستي دي په داسې حال کې چې دا ليکنه ما کابو درې کاله مخکې کړې وه او يوه برخه مې هماغه وخت ويبپانو ته ليږلې او خپره شوې وه چې تاسو درانه لوستونکي يې لومړۍ برخه د بهير ويبپاڼې د پخوانيو ليکنو د ارشيف په برخه کې د 1387 کال د غوايي په شپږويشتمه کې ليدلی شئ او د هغې دوې نورې برخې مې چې راسره په کمپوټر کې پرتې وې اوس مې ويبپاڼو ته ورکړې چې ښاغلي هدايت داسې ناوړه او ناسم تور راباندې ولګاوه زه د دې جناب دا ښکرور تور او دروغ په کله ردوم او له نوموړي غواړم چې د ادب لمن ډيره ارته ده په هغه برخه کې چې تاسو څه ليکلي کيداي شي ډير نور کسان هم په هغې اړه ليکنې وکړي نو بايده دي چې تاسو پر نورو له تورونو لګولو او ناسمو کلمو له کارولو کار وانخلئ ځکه د ادب ډګر د ناندريو او ناسمو الفاظو د کارولو ځاي نه دی .
مننه
-----------------------------------------------------------------------------------------------------------
د محمد ظريف عنايت زي « ليکني» ته يوه ځغلنده
هدايت الله هدايت
ښاغلي محمد ظريف عنايت زي چي زما په روان څېړنيزو« د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو د پېژندني» و لړۍ ته يې چېلک اچولی او د هغه څخه يې ډېر څه غلا کړي او د سرچينې د ښودلو بغير ږغېدلی دئ مايې په تېره ليکنه کي چي په همدې پاڼه کي خپره سوه ځواب ورکړ. يقين دئ چي نوموړي به هغه تر لاسه کړی وي . اوس راځم دې خبري ته چي دغه ښاغلي په خپله دغه د نړۍ په مشهوري ورځپاڼو کي نور څه کړي دي پر هغه هم يو څه و ږغېږم !
په تير ياد داښت کي ما و عنايت زي صاحب ته ويلي وه چي د ژورناليزم د ميدان عرصه خورا ارته ده او د هيچا مخه نه نيسي ، کېدای سي هر څوک پر هري برخي يا زما پر همدې را شروع سوي برخي چي عنايت زي صیب و غوښتل هغه کاپي کړي ،د ورځپاڼو پر نورو اړخو باندي مشق وکړي؛ ولي دا مشق بايد داسي نه وي چي د بل چا په ليکنو شخوند ووهل سي، د ځان د غټولو په خاطر خپل مشران خفه کړي ، او يا د برتانيا د سن ورځپاڼه چي زياتره د فحش ، سکس او لوڅو عکسو د اشاعت او تبليغ ورځپاڼه ده، هغه هم زموږ افغاني ځوانانو ته ديوې مشهوري او تاريخي ورځپاڼي په حیث معرفي کړي او په زبان حال هغوی ته د هغې د لوستلو پيغام واستوي . دا کار که د عنايت زي صیب نه کيږي او که د بل هر چا نه دا سم او مسؤلانه «تحقیق» نه دئ .
عنايت زي صیب په خپله دغه په اصطلاح «تحقيقي» ليکنه کي د برتانيا دڅومحدوده ورځپاڼو په يادولو سره سيده د پاکستان د «جنګ» ورځپاڼي ته خېز وهلی او دغه د پاکستان د فسادپيشه ګانو او جنګ سالارانو د هيواد ورځپاڼه يې هم د نړۍ د مشهوره ورځپاڼو په کتار کي را وستېده ، زه خو دا مسؤلانه کار نه ګڼم . دغه ورځپاڼه په نړۍ واله کچه نه مشهوره ورځپاڼه ده او نه هم تاريخي، دغه ورځپاڼه د پاکستان د جوړښت نه څوکاله مخکي په نوي ډهلي کي هغه هم د مسلمانانو او هندواڼو سره د انګرېزانو د فتنه ګريو او شر اچوني په خاطر جوړه سوه اوس هم دغه ورځپاڼه په کستان کي د انګرېزانو اجنډا مخته بيايي خو ښاغلی عنايت زی هغه مشهوره ورځپاڼه ګڼي . نوموړی که د پاکستان د بنسټ پالو مريدي کوي نو دا د هغوی کار دئ، خو د جنګ ورځپاڼه يوې خواته پرېږده چي عين پخپله همدغه د پاکستان موجوديت لا هم کوم تاريخي ارزښت نلري .
عنايت زي صیب دپاکستان د جنګ د ورځپاڼي څخه دستي بيا د ايران د آخوندانو د « همشهري» ورځپاڼي نوم ياد کړی او هغه يې هم د نړۍ د مشهوره او تاريخي ورځپاڼو سره يوځای نومولی دئ ، زه خو دې ته منصفانه «تحقيق» نه وايم. شايد عنایت زي به په ايران کي د خپلي استوګني په وخت کي د ایران د آخوندانو سره نمک حلالي کړې وي ، خو «همشهري» ورځپاڼه نه جهاني شهرت لري او نه هم تاريخي ورځپاڼه ده. دغه ورځپاڼه لکه په کابل کي زموږ د ښاروالي د« پامير » په نامه خپرونه چي د کابل و اصنافو ته يې د ښاروالۍ پرېکړي او د معينو توکو نرخنامه خپرول، هلته په ايران کي هم دغه ورځپاڼه د تهران د ښاروالۍ چي هغوی « شهرداري» ورته وايي، ورځپاڼه ده خو د هغې لیکني د آخوندانو ډنډورې تبليغوي او هغوی ملي رنګ ورکړی دئ، ښايي ښې ليکني به هم ولري ، خو بل ځای يې څوک د مشهوري ورځپاڼي په حيث نه پېژني . همدا اوس په ايران کي ډيري داسي ورځپاڼي سته چي عمر يې ان تر سلوکالو اوړي اوزیات شهرت هم لري ، خو د «همشهري» د ورځپاڼي عمر ان د آخوندي جنايت کاره رژيم تر عمر لا ډېر څه کم دئ .
د هندوستان په دومره ارت هيواد کي هلته چي د ورځپاڼو باران دئ او څه کم ۶۳۰۰۰ ورځپاڼي، مجلې او نوري خپروني لري، تاسو يوازي يوه ګمنامه د کرلاکاودي ؟؟ ورځپاڼه (چي ښايي نوم يې سم نه وي) دهندیوازینۍ ورځپاڼه ياده کړېده چې ويلي مو دي « کابویونیم میلیون ګڼې تیراژلري اودنړۍد لوړ تیراژلرونکوپه یوویشتم مقام کې ده » . دا خبره غلطه ده ، صحیح خبره داده چي په هند کي د ټايمز آف اینډيا ورځپاڼه ده چي هم مشهور ده او هم تاريخي ارزښت لري . دغه ورځپاڼه د درې ميليونه څخه د زیات تيراژ په درلودلو سره د نړۍ لومړنۍ انګريزي ژبې ور ځپاڼه ده چي نړۍ وال ريکارډ يې مات کړی دئ . تاسو په داسي ناسم تحقيق سره څرنګه و نورو ته د« څنګه خبر جوړ کړو؟» د سم خبر د جوړولو توصيه کوئ ؟ تاسو چي پخپله دغه شاني جعلي، غلاسوي ، ناسمي او غير مسؤلانه ليکني کوئ، د هغوی سرچينه يا مأخذ نه په ګوته کوی، څوک څرنګه ستاسو د غرندوڅخه د يوه سالم مأخذ په حيث کار واخلي؟ آيا ستاسو غوندي شخص دغه شاني سبکسري د لوستونکواغفال او د هغوی سره لويه جفا نه ده ؟
دبلي خوا نن د يوې ورځپاڼي د شهرت او مقبوليت اندازه يوازي په تيراژ باندي نه تعينيږي . البته د چين يا هند يا پخپله پاکستان چي د نفوسو شمېره يې زياته ده د ورځپاڼو کورنئ تیراژ به يې د نفوسو په اساس زیات وي خو نړۍ وال شهرت نلري . د هري ورځپاڼي د شهرت معيارونه د هغې ټولنيز پیغام، د هغې اعتبار او داچي څوک يې لولي، څوک يې چاپوي او لیکوالان يې څومره اخلاقي، علمي او مسلکي ظرفیت او د ټولني له نظره څونه وزن لري، په هغه باندي حساب کيږي . کنه په اروپا کي زیاتي داسي ورځپاڼي سته چي د اعلاناتو او نورو خبرو په خپرولو سره په وړيا توګه و خلکو او مغازو او کورو ته رسیږي او تعداد يې هم په ميليون هاو دئ، خوهغوی ته څوک دمشهوره ورځپاڼو په سترګه نه ګوري او تاريخي هم نه دي . ورځپاڼي نن هم تجارتي متاع ده، هم سیاسي او هم د چلونکي لخوا خپل ټولنيزپیغام لري . داسي نده چي بس يو څوک دي را ولاړ سي د ورځپاڼو څونومونه دي ددې او هغه ځايه يو په بل پسې چوټ اندازه قطار کړي ، تیراژ دي يې رشتيا او درواغ په ګوته او د څو نورو سره دې پرتله کړي او بيا دي داسي وانګېري چي يره بالا نو د نړۍ په مشهوره ورځپاڼو باندي يې خپل «تحقیقات» تکمیل کړل او ولس ته يې د نړۍ د ورځپاڼو پېژندنه پای ته و رسول!!! دا يو غير مسؤلانه کاردئ .
محمد ظريف عنایت زی صاحب په خپله يوه ليکنه کي مهرباني کړېده وايي چي «پوهه تر ټولو لويه شتمني ده » * نو د همدې مقولې په اساس حق خو دا وو چي دغه ښاغلي بايد لومړی خپله پوهه پر خپل ذوقي توکو باندي زياته کړې او خپل ځان يې په سمبال کړی وای داسي يې نن وای کړي چي کله ګاګارين دي په آسمانو کي ولټوي ( فضايي يون)* فضا ته ولاړسي او کله بيا مځکي ته راکښته « په نړۍ کي مشهوري ورځپاڼي» هغه هم د نورو ليکوالانو په کار کي ولټوي او هغه بيا غلا اوپر خپل نامه يې کاپي کړي! کله و نورو ته د خبر د جوړولو لاري چي « خبر څنګه جوړ کړو؟» و ښيي او کله بيا «ښځه او د کورني جوړښت» خبري کوي . تاسو وګورئ چي دغه عرصې څومره يو دبل سره ليري دي ! سړی نه پوهيږي چي ددغه جامع الکمالات عنایت زي د تخصص اصلي برخه کومه ده ؟
زما توصيه و عنايت زي ښاغلي ته داده چي :
تاسو که خپله «ناوکۍ » * چي په تهران کي مو د خپل اقامت په دوران کي و « بهير ويبپاڼي» ته را لېږلې وه، هغه و پالئ او د «ولور»* نه يې بچ کړئ استعداد به مو ښه و ځليږي . تاسو که د خپلي «پر ديسه مينه» *خيال وساتئ او د هغې ميني حق اداينه وکړی زيات اجر به مو ترلاسه کړی وي . تاسو که په وطن کي د « ښځه او کورنی جوړښت»* اساسات تعقيب کړئ د خپلو وطنوالو غوږونه به مو خلاص کړي وي . تاسو که هغه لاره چي « له خپلواولادونوسره څه ډول چلندوکړو؟»* ووهئ، خپله اخلاقي دنده به مو ښه تر سره کړې وي . ولي تاسو «د نړۍ مشهوري ورځپاڼي»* په ليکنه کي چي خپل ځان مو سپک او تر ځان مشران مو پکښې خفه کړل ، عملاً مودا خبره ثابته کړه چي تاسو په دې عرصه کي ځان نه دئ رسولی، او نسې کولای و چاته داسي پيغام واستوئ چي « خبر څنګه جوړ کړو؟»*!! دا ځکه چي تاسو پخپله د هماغه خبر د جوړېدو توانمندي او استعداد نلرئ !
«پوهه تر ټولو لويه شتمني ده» * دا ستاسو خبره ده، عنايت زی صاحب زما غوښتنه هم همدغه ده، بس همدغه لاره ووهه! هر څوک چي ځانته عالم ووايي او نور نادانه وګڼي هغه تر ټولو لوی ناپوه دئ! زما عرض تاسو ته همدونه وو ، يقين دئ چي تاسو به زما پيغام په سړه سينه تر لاسه کړی وي .
په درناوي
۳۰/۵/۲۰۱۰
*ياد داښت :
دغه د «ناوکۍ » ، «ولور»*، «پر ديسه مينه»*،« ښځه او کورنی جوړښت»* ، « له خپلواولادونوسره څه ډول چلندوکړو؟» *،«د نړۍ مشهوري ورځپاڼي»*، « خبر څنګه جوړ کړو؟»*، « پوهه لويه شتمني ده» * او «فضايي يون » د عنايت زي صاحب د ځينو ليکنو عنوانونه دي چي ما په بهير ، کابل ناتهه ، نړۍ وال، بېنوا، لروبر، او ټول افغان ويب پاڼو کي لوستي دي او لينکونه يې په لاندي توګه په ګوته کيږي :
http://www.baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=print&sid=1190
http://www.baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=print&sid=6984
http://larawbar.org/article.php?id=17506&date=2010-04-11
http://www.naraywal.com/?p=742
http://www.kabulnath.de/Salae_Charom/Shoumare_72/enajatzai.html
http://www.tolafghan.com/posts/18197
http://www.benawa.com/kandahar/fullstory.php?id=13139
http://larawbar.com/detail.php?id=16722

