د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ بورډ او یو شمېر لوبغاړو تر منځ خپګان رامنځته شوی دی

کرکټ څانګه 09.06.2010 14:23

يادونه: دا او نورې ليکنې پخوانۍ دي خو بيا په ليکه کېږي ځکه چې له یو Seerver څخه بل ته د ټول افغان په نقلولو کې له منځه تللې وه.

د افغانستان د کرکټ بورډ او د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو ترمنځ یو لړ مسايل د خپګان لامل شوي دي چې له امله یې ځينو لوبغاړو د جولايي په مياشت کې په هالينډ کې د لومړي پړاو لوبو ته د نه تللو تهديد ورکړی دی او ځيني یې وايي چې د کرکټ بورډ اوسنۍ اداره وي دوی بېخي کرکټ نه کوي.

ځينو خفه لوبغاړو چې مشري یې د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی ريس احمدزی کوي ټول افغان ته د تيلي فون په ليکه وويل چې تر څو دا بورډ وي دوی به لوبه ونکړي. ټول افغان د ريس احمدزي، نوروز منګل، محمد نبي عيسی خېل، او حميد حسن سره خبرې کړي دي. یو شمېر نور لوبغاړي بيا د ريس احمدزي په مشرۍ د خپه لوبغاړو سره همغږي نه دي او يا یې هم تر اوسه دريځ نه دی معلوم شوی. د کومو خپه لوبغاړو سره چې ټول افغان خبرې کړي دي وايي کريم خان صادق، ميرويس اشرف، دولت احمدزی، سميع الله شينواری، شهزاد محمدي، شاهپور ځدراڼ، نور علي ځدراڼ او اصغر ستانکزی هم د دوی سره همغږي دي او چې تر څو یې غوښتنې ونه منل شي نو هالينډ ته به سفر ونکړي. خو ټول افغان ته کريم خان صادق وويل چې د هالنډ لوبو ته چمتو دی. ټول افغان ته باوري سرچينو ويلي دي چې اصغر ستانکزی هم د هالنډ لوبو ته چمتووالی ښودلی دی.

ريس احمدزي، محمد نبي او حميد حسن ټول افغان ته وويل چې د کرکټ بورډ اجراييه مشر ډاکتر ايمل شينواري د ريس احمدزي او دولت احمدزي سره په ويسټ انډيز کې ژمنه کړې وه چې ريس احمدزی به د مشر غوره کونکي او دولت احمدزی به د تخنيکي مشر ټاکي خو اوس شوې ژمنې سره سم نوموړي په يادو شوو دندو نه ګماري. دوی وايي چې د دوی غوښتنه دا ده چې کرکټ بورډ دې په خپلو ژمنو وفا وکړي. کپتان نوروز منګل نن ټول افغان سره په مرکه کې دا هم زياته کړه چې د دوی غوښتنه دا ده چې ډاکتر ايمل شينواری دې له دندې ګوښه او ريس احمدزی دې د بورډ اجراييه مشر کړای شي.

د کرکټ بورډ اجراييه مشر ايمل شينواری بيا وايي چې په ويسټ انډيز کې یې د کبيرخان او سلا کار وزير شهزاده مسعود په مخ کې په دې شرط د ريس احمدزي او دولت احمدزي د دندو ژمنه کړې چې د کرکټ بورډ مشر ډاکتر عمر زاخېلوال سره به مشوره کوي او پرېکړه به هغه کوي. ايمل شينواری وايي چې سل په سلو کې یې پخه خبره ورته نه وه کړې. نوموړی وايي چې اوس یې دولت احمدزي ته د تخنيکي مدير او ريس احمدزي ته یې د امپايرانو د کميسيون مشري وړانديز کړې ده.

 د خپه لوبغاړو دويمه نيوکه دا ده چې د کرکټ بورډ دوی سره په پيسو ورکولو کې بخيلي کوي خو پيسې بيا په خپلو تنخوا ګانو او ((بې ځايه)) لګوي. حميد حسن وايي چې د کرکټ بورډ ((زياتی پيل کړی دی، دوی غواړي چې زموږ د لاس لاندې کار وکړئ. بد رد هم راته وايي موږ غواړو چې دوی په مکمله توګه له بورډ څخه لاړ شي. ټول یې ډاکتران راجمع کړي دي. له کرکټ بورډ څخه هسپتان جوړول غواړي. دوی د کرکټ په پيسو فرنيچر اخلي او چا په کې د کور موټرې کرکټ بورډ ته په کرايه ورکړي دي.))

حميد حسن وايي چې ((موږ د لوبغاړو حق غواړو. موږ ته یې په نړيوال جام کې د برخه اخيستنې او د سپانسرشپ پيسې رانکړې او وايي چې قرباني ورکړئ. موږ دا اته کاله قرباني ورکړېده.)) د کرکټ بورډ وايي چې هر لوبغاړي ته یې پنځه زره ډالر ورکړي دي او پاتې پيسې د دوی په موافقه په هېواد کې د کرکټ په پرمختګ لګوي. ښکاري چې لوبغاړي د کرکټ بورډ په دې پرېکړه هم خفه دي چې دوی سره یې ومنله چې د نړيوال جام برخه اخيستنې او سپانسرشپ پيسې به د کرکټ په پرمختګ لګوي خو وروسته یې بيا ويسټ انډيز ته تللي اداري غړو ته دوه دوه زره ډالر ويشلي دي.

د خپه لوبغاړو درېمه نيوکه دا ده چې د دوی په اند د هالينډ لوبو لپاره سم غوراوی نه دی شوی. نوروز منګل وايي چې د غوراوي کميسيون په لوبډله کې درې ويکټ ساتونکي شامل کړي دي. یو شمېر لوبغاړي یې په امتحاني توګه شامل کړي دي. منګل وايي چې د هالينډ لوبې د امتحانولو سيالي نه ده. محمد نبي وايي چې که نوموړی یې د کپتان له مرستيالۍ لرې کاوه نو بيا حق د حميد حسن او نورو لوبغاړو و. نوموړی وايي چې ميرويس اشرف بايد نه واي مرستيال شوی. د يادونې ده چې ميرويس اشرف د محمد نبي پر ځای د کپتان مرستيال ټاکل شوی دی.

نوروز منګل دا ګيله لري چې د ده او روزونکي کبيرخان سره د هالينډ لوبو لپاره د لوبډلې په غوره کولو کې مشوره نه دی شوې، غوراوی سم نه دی شوی او وايي چې نه یې مني. منګل وايي که د دې لوبډلې سره هالينډ ته ولاړ شي نو ((موږ بدنامېږو، نو ځکه نه ځو)).

د کرکټ بورډ مشر غوره کونکی حامد شينواری بيا وايي چې په لوبډله کې يواځينی ويکټ ساتونکی شهزاد محمدي دی او د یو بل ويکټ ساتونکي روزل د افغان ملي لوبډلې لپاره ډېر اړين دي. حامد وايي چې کريم صادق پخوا ويکټ ساتونکی و خو اوس توپ وهنه او اچونه کوي. د نوي ويکټ ساتونکي مراد علي په اړه حامد وايي چې په ۱۹ټيټ لوبډله کې یې ښه ويکټ ساتنه کړې وه او ښه توپ وهونکی هم دی. نوموړی وايي چې مراد علي به د لوبډلې سره د احتياطي ويکټ ساتونکي په توګه لوبه کوي.

مشر غوره کونکی حامد شينواری د محمد نبي پر ځای د ميرويس اشرف د مرستيال کپتان په توګه ټاکل پر ځای پرېکړه بولي. نوموړی وايي چې له کله راهيسې چې محمد نبي مرستيال کپتان ټاکل شوی دی، دده په لوبه یې منفي اغېز کړی دی. حامد وايي چې محمد نبي تکړه لوبغاړی دی او بايد وخت ولري چې خپلې لوبې ته پام وکړي. حامد شينواری وايي چې ميرویس اشرف یې ځکه غوره کړ چې ميرويس اشرف د رهبرۍ صلاحيت او استعداد لري چې په نړيوال جام کې یې وښودل. مشر غوره کونکی وايي چې حميد حسن ښه توپ اچونکی دی او بار یې دروند دی او نورې دندې بايد ورونه سپارل شي. حامد وايي چې ميرويس اشرف د کپتان په مرستيالۍ خوښ دی او تيار دی چې دا دنده ترسره کړي.

ډاکتر حامد شينواری چې د درې نورو غوره کونکو سره یې يو ځای د هالينډ لوبو ته لوبډله غوره کړې ده وايي چې د نړۍ په هر ځای کې د روزونکي او کپتان سره مشوره کېږي خو غوره کول نه کوي. حامد وايي چې د نوروز منګل سره یې مشوره کړې ده ((نصرت الله، دولت احمدزی او شفيق الله شفق د نوروز منګل مشوره وه چې په لوبډله کې یې شامل نه کړو)). حامد زياتوي چې نوروز منګل ورته ويلي و چې که دا لوبغاړي په لوبډله کې وي نو دی به یې ونه لوبوي. حامد وايي چې کبيرخان ويلي و چې بايد ځوانو لوبغاړو ته وخت ورکړو چې افغانستان په راتلونکي کې ښه لوبغاړي ولري ((او په ځانګړې توګه د ۲۰۱۵ ز کال نړيوال جام ته بايد لاره ومومو او که تر هغې ځوان لوبغاړي ونه روزو نو یو شمېر لوبغاړي به تر هغې وخت د تقاعد عمر ته رسېدلي وي، چې ستر زيان به وي)).

نوروز منګل او محمد نبي دا نيوکه هم کوي چې که لوبغاړي د ښې لوبې له امله د هالينډ په لوبډله کې شامل کړای شوي وي نو ((خالقداد نوري چې پخوا یې هم ښه لوبه نه ده کړې ولې په لوبډله کې شامل کړای شوی دی)).

نوروز منګل د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا ريس احمدزی چې تر اتم ټولګي پورې یې ښوونځی ويلی د دې استعداد او تجربه لري چې د کرکټ بورډ اجراييه مشر شي وويل چې ((ريس احمدزي اته کاله کرکټ کړی، د کرکټ په اصولو پوهېږي، د کرکټ اسيايي شورا او نړيواله شورا یې پېژني، ټورنامنټونه جوړولی شي او پوهېږي چې د کرکټ لپاره څه کول په کار دي)).

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د کرکټ آسيايي شورا پخوا د کم تعليمه مشرانو په شتون کې د کرکټ بورډ څخه شکايت کاوه چې ورسره سم کميونيکشن نه لري او کله کله ورته غير مسلکي او بې ادبه برېښناليکونه استوي، که د کرکټ بورډ په سر کې د کم تعليم څښتن شتون ولري نو ايا دا ستونزه به به بيا راولاړه نه شي نوروز منګل وویل چې ((د کرکټ اوسنۍ اداره د کرکټ په اصولو نه پوهېږي او ټول د طب ډاکتران دي.)) د ټول افغان د باوري معلوماتو په اساس د آسياي شورا د ايليټ جام په مهال د کرکټ لوبډلې ځينو کسانو آسيايي شورا ته د ريس احمدزي د اجرايوي مشر کولو په اړه ويلي و خو آسيايي شورا ورته ويلي و چې لوبغاړی د کرکټ د ادارې په سر کې نه غواړي.

د کرکټ بورډ اجراييه مشر ايمل شينواری وايي چې د لوبغاړو سره د ستونزو د حل لپاره ډاکتر نور محمد ، ولي امين او محمد طيب اخونزاداه د لوبغاړو سره خبرې کوي او وايي چې لوبغاړو ته یې د خالي تر ورځې (جون ۵مه) وخت ورکړی دی چې د کرکټ بورډ اطاعت وکړي.

ايمل شينواری وايي چې لوبغاړي دې ورسره خبرو ته کيني ځکه دوی ورته د ټولو نيوکو ځوابونه لري.

د لانجې دواړه خواوو د افغانستان د ګټو لپاره خپلې هڅې اړينې بولي. د کرکټ بورډ وايي چې د افغانستان ګټه په دې کې ده چې د افغان کرکټ کارونه بايد د قانون په چوکاټ کې منظم شي او مسوليتونه بايد معلوم او مسلکي شي. خپه لوبغاړي بيا وايي چې د افغانستان ګټه په دې کې ده چې د کرکټ بورډ پخواني لوبغاړي چې په کرکټ پوهېږي وچلوي او اوسني بورډ تورنوي چې د کرکټ تجربه نه لري.

خو که لانجې ته په ځير وکتل شي، افغانستان په دې لانجه کې دومره مهم نه برېښي. دواړه خواوې کوښښ کوي چې په افغان کرکټ کې لاس بري واوسي. جګړه تر ډېره د واک او ځواک جګړه ده. د کرکټ بورډ غواړي چې د کرکټ د پيسو د مصروفولو، لوبغاړو غوره کولو، او راتلونکو پلانونو په اړه پرېکړې دوی وکړي او لوبغاړي یواځې لوبه وکړي. خپه لوبغاړي چې د کرکټ بورډ له مصرفونو او د دوی د لوړو تنخواګانو څخه خوښ نه دي بيا غواړي د کرکټ بورډ د دوی ملګری ريس احمدزی او نور لوبغاړو له خوا وچلول شي چې د همدې لپاره یې له کرکټ څخه تقاعد اعلان کړی دی.