د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راشد لطیف د ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکی وټاکل شو

کرکټ څانګه 02.06.2010 18:16

راشد لطیف د پاکستان د ملي لوبډلې کپتاني هم کړې ده.

د افغانستان دکرکټ بورډ ټول افغان ته ويلي دي چې د پاکستان پخوانی توپ وهونکی راشد لطيف به د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ وهنې يا بيټنګ روزونکی وټاکل شي.

د کرکټ بورډ اجراييه مشر ډاکتر ايمل شينواري ټول افغان ته وويل چې نوموړی به د جون په ۱۵مه نېټه کابل ته ورځي او ټاکل شوې ده چې تړون ورسره لاسليک کړي.

دا څو ورځې کېدې چې د کرکټ بورډ د راشد لطیف سره خبرې روانې کړې وې چې د افغانستان توپ وهونکو ته روزنه ورکړي. راشد لطيف به د اوسني روزونکي کبيرخان ترڅنګ کار کوي.

کبير خان دوه ورځې وړاندې ټول افغان ته په يوه مرکه کې وويل چې افغانستان بايد استرالوي او يا هم د سويلي افريقا کوم روزونکی د توپ وهنې لپاره وټاکي ځکه د پاکستان او هندوستان بيټنګ پخپله ستونزمن دی او یواځې په آسيا کې ښه دی.

ډاکتر ايمل شينواری وايي چې ټاکل شوې ده راشد لطیف موده وروسته په کابل کې استوګنه غوره کړي.

د يادونې ده چې د افغانستان امنيتي وضعيت ته په کتو کېدای شي دا وخت له پاکستاني او هندي روزونکو بل څوک په افغانستان کې استوګنې او يا هم تګ ته زړه ښه نه کړي. کېدای شي همدا وجه وي چې افغان کرکټ بورډ د نړۍ د نورو هېوادونو پر ځای پاکستان روزونکی غوره کړی وي.

بله ستونزه د ژبې ده. د افغانستان ډېری لوبغاړي په انګليسي خبرې نه شي کولای. کېدای شي راشد لطيف د همدې لپاره غوره کړای شوی وي چې لوبغاړي کولای شي ورسره په اسانه خبرې وکړي او په لارښوونو یې پوه شي. راشد لطيف په اردو خبرې کوي او ډېری افغان لوبغاړي په اردو خبرو پوهېږي.

۴۲ کلن راشد لطيف د پاکستان پخوانی ويکټ ساتونکی او ښي لاسی توپ وهونکی دی. راشد لطیف په ۱۹۹۸ او ۲۰۰۳ کلونو کې د پاکستان د ملي لوبډلې کپتاني هم کړې ده.