انار ګله نور مه غوړېږه
02.06.2010 07:24زما کندهـــــــــــــاره د زمرو وطنه
زما د سرکښــــــــــو شازلمــو وطنه
څونه ياغي يې صــدقه دي سمه
د نافرمانه جنګيالـــــــــــــــــــو وطنه
اې د انار سور او تنکى ګله ته خبر يې چي نن زموږ سپېڅلي وياړلي او تاريخي کندهار ته څه ورپېښه ده زه پوهېږم نه يې خبر همغه پخوانى کيسه يوځل بيا ورپېښ سوې هغه پخوانى کيسه ستا ياد ده په دې هم پوهېږم چي نه دي ده ياد زما پر نازولي کندهار يوځل بيا يوه لويه بلا روږده سوې پوهېږې دا بلا څه غواړي د ځوانانو ويني د پښتون قام اختتام او د پښتو مرګ .
ستا نو نه دي ياد مګر زموږ ښه ياد دي له نن څخه يوازي اته کاله پخوا د همدغه کندهار په زرو ځوانان د شمال پر هر تاق باندي يو يو شهيدان سول مګر چا يې پوښتنه کدري هم وه نه کړل چي څوک شهيدان سول او چا شهيدان کړل او اوس دا دى يوځل بيا د همدغه باتور او قهرمان قام هرځوان د مرګ لاري څاري چي کله به د توپک مرمى او يا د بم کومه پرزه د ده ځيګر و څري او په سبا به يې د ناټو ځواکونه اعلان وکړي چي په مخامخ جګړه کي د ترهګرو څو غټ کسان ووژل سول.
نو د انار ګله پوهېږې ولي بايد ته نور و نه غوړېږې ځکه نور دلته تا ته اړتيا نه سته اوس شاعران ستا د سره رنګ پر ځاى د ويني سور رنګ کاروي او نن ستا د ښکلي او سنګين مخ پر ځاى د ونو پر څانګه څانګه د وينو سور او بې ډوله مخ ځان ښکاره کړى نو اې سپېڅلې ګله هيله کوم نور مه غوړېږه په دې ملک کي نور يوازي ته سپېڅلى پاته يې خداى نکرده ستا پر سپېڅلى مخ هم د ويني څاڅکي و نه شيندل سي او ته د خوښى سموبل د تل لپاره د کرکي سمبول نه سې.
او اې تنکى ګلاه ته خبر يې ستا سپېڅلي کورګى او نړۍ باغ چي شاعر ان به يې په صفتونو نه مړېدل ، په ستايونه به يې نه ستړي کېدل او ويل به يې:
ښايسته کندهار ډېر ډېــــــر يادومه
نه هيريږي که هرڅو يې هېره ومه
خصوصاً د ارغنداو بــــــاغ ولو ته
د اوبو ږغ يې مدام پــــــــر زړه لرم
اوس پوهېږې هلته څه تيريږي او هلته اوس حالت څنګه سوي اوس که هلته ولاړ سې له بيري به دي ژبه و تړل سي او له ترحم به دي اوښکي و څاڅي ښايسته کندهار اوس د دېوان په يوه مدفن بدل سوى دى اوس هغه خلګ نه سته چي د کندهار د ياد ساتلو کوښښ کوي بلکي خلګ د هغه د هېرولو کوښښ کوي او خبره ستا د کورګي ارغندا وه د هغه ولې چي پخوا به يې توت او مېوې راوړلې اوس مړي او ويني راوړي او اوس هلته د چا د اوبو ږغ ته نه دى فکر بلکي اوس ټول له بيري په غوږو کي ګوتي نيسي چي د ټانکونو او توپونو د وحشتانکه غړمبيو څخه يې زهره و نه چوي.
نو اې سپېڅلې ګله! ته په کومو سترګو او کوم زړه غوړېږې ستا ستايونکي ټول ولاړل ستا ستايونکي يو يو په دار سو ل څوک د دوست په نوم زيندى کيږي او پر چا د دښمن په نوم مرمۍ اورول کيږي اوس ته د ټولو هېر يې اوس که ته وه هم غوړېږې ښايي د کوم ناځوانه تر پښو لاندي چيت پيت سې.
پوهېږې ستا کورګي ته اور چا در اچولى ستا خپلو بچو ستا هغه بچي چي نړۍ به ترې بېريدله ستا هغه بچي چي د برم او باتورى نوم يې د نړۍ تر ګوټ ګوټه رسېدلى وو اوس هغه ننګيالي او باتوران په خپلو کي سره نښتي دي يو دوست او بل دښمن ګرځېدلى اوس يو دبل هغه مخونه چي سره مچول به يې په مرميو ولي راځه چي زه او ته په پټه خوله دې زوى مړو ته ورسو او لمن ورته غوړو او په زاريو زاريو د خپلي تور سري او بوري سوي مور پوړنى د خپلي بې چاره او ژړېدونکي وراري سوي خور اوښکي د خپلي کونډي سوي ورېنداري بچي او د خپل ميرات سوي بابا لنګوټه و نيسو او نور د دغو ځوانانو د وينو نه تويولو خيرات ځني و غواړو او هغه ځوانان چي په سنګر کي لاس په ماشه ولاړ دي د شاعر داخبره ور و رسو:
ځوانه دا څوک يې چي ګولى اوروې
د خپل نيکه او د بابا پر کلــــــــــــــــــــــــــي
دې هديره کي دي خپلوان پراتــــــــــــه دي
څوک يې پرون څوک يې پخوا ويشتلي
د خداى لپاره ځوانه مـــــــــــــــــــــــه اوره وه
د خپل بابا پر مېنه ســـــــــــــــــــــــــــره اورونه
پرېږده وراره دي د ابى په غېږ کــــــــــــــــي
وويني ګرم او ماشوم خوبونــــــــــــــــــــــــــــه
له هري لويشتي جنازې را پاڅـــــــــــــــــــي
د مرګي چغو کلى کور اخستــــــــــــــــــــــــى
پر شنو جلګو باندي دودونه ګرځـــــــــــــــي
ځوانه خبر سوې کابل اور اخستـــــــــــــــــــى
دلته چي ته پر ماشه ګوته ايـــــــــــــــــــــــــــږدې
هلته له مځکي نه دودونــــــــــــــــــــــــــــه خيژي
ستا د ګوليو د باران له وهمــــــــــــــــــــــــــــــــــه
اوس پر دښتونو غوټۍ نه سپړيــــــــــــــــــږي
پريږده چي بيا دا سوځېدلي دښتـــــــــــــــــي
د پيغلو څوڼو ته ګــــــــــــــــــــــــــــــــولنه راوړي
د غم له ساند ستړي سوي کــــــــــــــــــــــــوڅې
بيا اتڼونو ته ډولــــــــــــــــــــــــــــــــــــــونه راوړي
بلادي واخلم مېړنيه ځوانــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
پرېږده مرچل دا د خونيانو زالــــــــــــــــــــــــى
دا ستا د پلار ستا د ټبر قاتـــــــــــــــــــــــــــلان
دا د رهزنو لوټمارنو ټولـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــۍ
ستا د ښادۍ د غليمانو زړونــــــــــــــــــــــــــــه
په تباهيو باندي نه سړيـــــــــــــــــــــــــــــــــــــږي
دا د پرديو پر کاسو لوى ســــــــــــــــــــــــــــــوي
ستا په سپېڅلو وينو نه مړيـــــــــــــــــــــــــــــږي
پرېږده چي سره کي د قدرت ليونـــــــــــــــــــي
په بې ګناه وينو خيرن لاسونــــــــــــــــــــــــــــــــــه
ته له مرچله ګولۍ مـــــــــــــــــــــــــــه اوره وه
لاليه جار دي سم نازک بريتــــــــــــــــــــونه
ځوانه دا څوک يې چي ګولى اوره وې
د خپل نيکه او د بابــــــــــــــــــــــــا پر وطن
او ها دا خبره مي بايد هيره نه وي چي له دې سورمخو او تور مخو څخه زموږ ځکه ګيله نه سته چي نه مو په ژبه پوهيږي او نه په وينه راګډ دي نو اې سور د انار ګله راځه چي دې خپلو ته خو و ژاړو مګر پام چي ته و نه غوړېږې زه ستا پر ځوانۍ سخت ډارېږم نو همداسي غلى او ارم اوسه.

