د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د يتيمانو حقوق

الحاج فضل الله رشتين 30.05.2010 12:23

يتيم هغه چاته وايي چې په ماشومتوب يعنې د بلوغ عمر ته له رسيدو د مخه يې پلار مړ شوى وي . په اسلام كښې يتيم ډير حقوق لري چې هغه په لاندې ډول ښودل كيږي.
* له يتيم سره خواخوږي او همدردي :
يتيم زمونږ ورور دى نو ځكه ښايي چې د هغه سره خواخوږي او همدردي وشي.
خداى پاك په قرآن شريف كښې فرمائي:
( و يسئلونك عن اليتمى . قل اصلاح لهم خير . و ان تخالطوهم فاخوانكم. )
( البقره 220)
او نور خلك له تا څخه ( اى محمده ) د يتيمانو په باره كښې پوښتنه كوي ، ته ( اى محمده ) دوي ته ووايه چې د هغوي اصلاح كول او خير خواهي بهتر كار دى ، او كه تاسو دوي له خپل ځان سره يوځاى كړى نو هغوي ستاسو وروڼه دى.

* د يتيم د مال ساتنه :
د يتيم د مال ساتنه او اداره بايد په ښه ډول سره وشي او هغه ضايع نه شي .:
خداى پاك فرمائي:
و لاتقربوا مال اليتيم إلا بالتي هي احسن حتى يبلغ اشده ( الاسراء (34)
او د يتيم مال ته مه نژدې كيږئ ، بغير له هغې طريقې نه چې ډيره ښه او بهتره وي تر هغه وخته پورې چې هغه ( يتيم ) د بلوغ عمر ته رسيدلى نه وي .
د پورتني آيت مانا داده چې د يتيم مال د هغه تر بالغ كيدو پورې په داسې طريقه استعمال كړئ ، چې هغه ته ګټه ورسي - داسې نه شي چې د هغه مال په داسې كار او بار ولكول شي چې هغه ته پكښې تاوان او خساره ورسي او هر څه له لاسه لاړ شي. .
ډير داسې خلك شته چې بې له پوښتنې او تجربې د يتيم په مال تجارت يا بل څه كار كوي او بيا خساره وكړي او په دې ډول د يتيم مال ضايع شي . دا كار سم نه دى او ښايي چې له دې كار څخه ډه وشي.
خداى پاك بيا فرمائي :

ان الذين ياكلون اموال اليتمى ظلما انما ياكلون في بطونهم نارا . ( النساء ) (10)
هغه خلك چې د يتيمانو مال په ظلم سره خوري هغوي خپلې خيټې د جهنم په اور ډكوي يعنې خپلو خيټو ته د جهنم اور اچوي .
د يتيم په مال كښې خيانت كول ستره او كبيره ګناه ده. او ښايي چ ې هر مسلمان بنده د يتم د مال له خوړلو څخه ځان وژغوري .
دا څومره سخته خبره ده چې د سړي خيټه د جهنم له اور څخه ډكه شي ،ځيني خلك چې د يتيم مال خوري ، هغوي بايد په دې پوه شي چې ددوي خيټې به د جهنم له اور څخه ډکيږي او بيا به دوي ته ډيره سخته وي چې ددې جهنمي اور تودوښي ته تاب راوړى .

* د يتيم عزت كول :
هر مسلمان بنده ته ښائي چې ديتيم عزت وكړي او هيڅكله يې ونه رټي او نه يې سپګاوى و كړي.
خداى پاك فرمائي :

فاما يتيم فلا تقهر ( الضحى : 17)
نو ته هم په يتيم باندى سختي مه كوه .
دپورتني آيت مانا داده چې هيچا ته نه ښائي چې په يتيم باندې سختي ، ظلم ، ستم او زياتى وكړي بلكې برعكس له يتيم سره بايد له نرمئ څخه كار واخلي او له هغه سره ښه چلند او برخور د وكړي..
خداى پاك د سوره البقره په 83 آيت كښې فرمائي :
( و بالوالدين احسانا و ذي القربى و اليتمى و المسكين )
او له مور پلار سره ښه سلوك ( احسان ) وكړئ او همداشان له خپلوانو ، يتيمانو او له مسكينانو سره.
په پورتني آيت كښې خداى پاك والدين ، خپلوان ، يتيمان او مسكينان يادكړي دي.
له مور او پلار سره احسان ، له خپلوانو سره احسان ، له يتيمانو سره احسان او له مسكينانو سره احسان دا څومره ارزښت لري كه څوك دا كار ونكړي نو خامخا به د الله پاك د رحمت له فيض څخه بې برخې پاتې وي.
د دې د پاره چې د يتيمانو حقوق پر ځاى شوي وي نو ښايي دا لاندنئ خبرې په نظر كښې ونيول شي.
* د يتيم عزت او احترام كول.
* له يتيم سره خواخوږي او همدردي ودل ..
* د يتيم زړه لاس ته راوړل.
* د يتيم زړه ساتل .
* د يتيم اوښګې پاكول.
* يتيم ته سپګې سپپورې نه ويل.
* يتيم ته د يتيمئ احساس نه وركول .
* يتيم ته نوې جامې اخستل او تحفې وركول.
* يتيم ته د خپل اولاد خطاب كول.
* د يتيم مال ساتل او هغه نه ضايع كول.
* له يتيم سره احسان كول.
* د يتميم د درس او تعليم غم خوړل.
* د يتيم احتياجات پوره كول.
* د يتيم خير غوښتل
* په يتيم ظلم زياتى نه كول.
* له يتيم سره له نرمئ او لطف څخه كار اخستل.
* د يتيم په مال خيټه نه اچول.
* يتيم ته ډاډ او تسل وركول .
* يتيم ته د اميد نه ډكې خبرې كول .
* د يتيم د مال خيال ساتل او د بلوغ نه پس يې هغه ته سپارل.
او داسې نور ډيرې د خير خبرې دي چې ښائي هر مسلمان بنده يې په پام كښې ولري.
كوم مسلمان بنده چې يتيم لوى كړي ، د بلوغ سن ته يې ورسوي چې بيا هغه يتيم وكولاى شي خپلې چارې پخپله پر مخ بوځي نو هغه مسلمان بنده ته د خداى پاك له خوا ډير اجر او ثواب وركول كيږي او دهغه پر مخ د جنت دروازه پرانيستل كيږي. دا څومره لوى نعمت دى چې خداى پاك يې خپل مومن بنده ته وركوي.
نو راځئ چې مونږ ټول د يتيمانو حقوق پر ځاى كړو او د خداى له ستر نعمت څخه برخوردار شو !