د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دانګلستان ددفاع وزیر دوروستیو څرګندونوپه هکله!

شاهد غزنیوال 30.05.2010 10:19

په دې وروستیوکې دیوشمیر دولتي چارواکو اوځینوکورنیو رسنیو دانګلستان د دفاع وزیر لیام فاکس دهغو څرګندونوپه هکله چې دافغانستان په هکله یې کړې وې یوشمیر حساسیتونه او غبرګونونه ښودلي دي.
دانګلستان د دفاع وزیرچې دروانې میاشتې په ۲۳ نیټه ددغه هیواد دبهرنیو اونړيوالې پرمختيا د وزیرانوپه ګډون کابل ته راغلی وو ترسفر مخکې یې له ټایمز ورځپاڼې سره په خپلې مرکې کې ویلي وو چې افغانستان یومات ګوډ هیواد دی او په دغه هیواد کې زموږ موجودیت د دې لپاره ندی چې د دیارلسمې پېړۍ دا مات ګوډ هیواد اودهغه خلک ورسوو،بلکې موږهلته د دې لپاره حضور لرو چې د بریتانیا د خلکو ګټې خوندي اوهغوﺉ ته ورپیښ ګواښونه له منځه یوسو.
د لیام فاکس ددغو څرګندونو په مقابل کې افغان دولت توند عکس العمل وښود دبهرنیوچارو وزیر زلمی رسول دیولړ څرګندونوپه ترڅ کې وویل : دانګلستان ددفاع وزیرپه دې ندی خبرچې زمونږهیواد اوس یوپرمختللی اساسي قانون لري چې له مخې یې دلته اوس دښځوحقوق خوندي اوهرچاته دبیان دازادي حق ورکړل شوی دی.
همداراز دټایمز ورځپاڼې دیوه لوړپوړي دولتي چارواکي چه نه غوښتل نوم یې واخیستل شي له خولې لیکلي چې ولسمشر کرزی هم د لیام فاکس دغوڅرګندونو ناراضه کړی .
دافغانستان دسناجرګې دنړیوالوچارو دکمیسیون مشر محمد علم ایزدیارهم د فاکس څرګندونې دافغان ولس او دولت سپکاوی بللې او دهغه په غبرګون کې یې داویلي چې انګریزان هغه څوک دي چې دتاریخ په اوږدوکې یې کله هم افغانانوته سم نیت دی لرلای . ښاغلي ایزدیار دافغانانو په اړه یواځې انګریزان په بد نیتۍ نه کړل تورن بلکې هغه ټول هغه بهرنیان چې په افغانستان کې پوځي حضورلري غرضي ځواکونه وبلل او ویې ویل چې هغوﺉ ټول دخپلو شخصي ګټو دترلاسه کولو لپاره دلته راغلي نه دافغانانو دسوکالۍ لپاره.
له دې نه علاوه یوشمیر رسنیو هم دانګلیسي چارواکي دغه څرګندونې غندلې او ځینوخویې لاداهم ویلي چې مونږ بالکل دانګریزانو مرستې اوپه افغانستان کې دهغوﺉ پوځي شتون ته هیڅ اړتیا نه لرو.
ماچې کله په ټایمزورځپاڼه کې دلیام فاکس دغه څرګندونې وکتلې اوبیامي هغه دګارډین (The Guardian) ورځپاڼې له هغې سرمقالې سره مقایسه کړې چې په کال ۲۰۰۹ کال دجولای دمیاشتې په لسمه دجمعې په ورځ خپرې شوې ګڼې کې یې دافغان چارواکو په هکله تر لاندې سرلیک لاندې لیکلې وه :
Afghanistan: Led by donkeys (په افغانستان کې دخرو واکمنۍ ) نوپه دې سوچ کې شوم چې یاره دازمونږدولتي چارواکې اودهغوﺉ ځیني پلوي رسنۍ ولې دلیام فاکس په دغو وروستیوڅرګندونو دومره په قهرشوي دي ؟
داچې فاکس دافغانستان اوسنی وضعیت دمنځنیو پیړیو له حالت سره پرتله کړی شاید دهغه پرتله د نسبي مقایسې له مخې وي په دې مانا چې نوموړي دلندن اوکابل اوسنی وضعیت سره مقایسه کړی وی چې لایې هم دچلستون ،شاشهید اوکمپنۍ غوندې پښتون میشتې کنډوالې دژوند له ډیرو ضروري اړتیاوو داوبو اوبریښنا له شتون نه محرومې دي ... اوداخوهغه واقعیت دی چې تر فاکس له مخه خپله دهمدغوسیمو بدمرغه حالت ورباندې شاهدي وایې.
اصلا دحساسیت اوتوندوغبرګونونو موقع خو هغه وه چې همدغو بدنیتوانګریزانو دګاردین غوندې معتبرې ورځپاڼې په سرمقالې کې په واضحوتوروسره مستقیمادافغانستان زعامت (Leadership) ترتوهین لاندې راوستی وو.
خو هغه مهال زما ښه یاد دي چې هم دولتي چارواکو اوهم دهغوﺉ پلوي رسنیو ټولو دبدغرضو انګریزانو ددغو توهین آمیزه څرګندونو په هکله غوږونه کاڼه واچول او هیچاهم دا غبرګون نه وښود چې ولي انګریزان د داسي توروپه کارولو سره زمونږ دقیادت سپکاوی کوي.
وروسته مي دې ټکې ته پام شو چې هغه مهال دافغانستان لیډرشیف اودهغوﺉ غوړمالان ټول دټاکنیز کمپاین هواداسې سربداله کړی ول چې یواځې هغه څوک یې ترپام ښه ورتلل چې له دوﺉ سره یې په دغه غوبل کې په مرسته لګیا اویایې د دوﺉ لپاره دزعامت مستقبل تضمیناوه اوپه دغه چوپړکې خونو ترامریکایانو راوروسته دوهم لوی لاس دانګریزي اشرباڼو وو چې له ډیره اخلاصه یې دجولای په ټکنۍ ګرمي کې ډیر سپین غاړې پوځیان دتب جن هلمند په سپیرو دښتو کې دانګلیسي دیموکراسي دپلې کولو قربانیان شول ، نوپه هغه مهال کې که انګریزانو په افغاني زعامت باندې دخروپه شمول بل هرنوم ښود هغه دوﺉ دخپل ځان لپاره ویاړباله نه توهین .
او اوس خو دویلیام فاکس خبري ځکه توهین آمیزه بلل کیږي چې په هغوﺉ کې نور دافغان زعامت دملاتړپه ځای له هغوﺉ نه دپریکون اوانګلیسي پوځیانو دپرشاکولو التیماتوم ځای پرځای شوی وو اوداهغه څه دی چې د ارګ واکداران یې په هیڅ صورت منلوته زړه نه ښه کوي ځکه هغوﺉ دانګلیسي ځواکونو دغسې ناڅاپي پرشاتګ دخپلو ټولو مادي هوسونو اونه پوره شویو هیلوپه اوبولاهوکیدل بولي.


نوټ: درانه لوستونکي کولای شي په لاندې لینک کې دګارډین ورځپاڼې نوموړې سریزه ولولي !
http://www.guardian.co.uk/commentisfree/2009/jul/10/afghanistan-british-soliders-editorial