د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل کرکټ لوبغالی به سټيډيم شي

کرکټ څانګه 29.05.2010 16:32

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په کابل کې د کرکټ لوبغالی به ډېر ژر په سټيډيم واړوي چې د لوبغالي تر څنګ به کرکټ اکاډيمي ، د سيل کونکو د ناستې ځای او د کرکټ بورډ دفتر هم ولري.

د کرکټ بورډ اجراييه مشر ډاکتر ايمل شينواري له کابل څخه د تيلي فون په ليکه ټول افغان ته وویل چې د USAID په مرسته د Care International په نامه یو مرستندویه موسسه د دې سټيډيم مصرف ورکوي. شينواری وايي چې د لوبغالي سروی بشپړه شوې ده او یو څنګ ته یې کار هم روان دی چې په لسو نورو مياشتو کې به بشپړ شي.

 په دې پروژه یو مليون او دوه لکه ډالر مصرف راځي. لوبغالی به د ځمکې لانډې د موټرو پارکينګ، مشرانو ميلمنو ته ځای، او د کرکټ بورډ لپاره پنځلس کوټې دفترونه هم ولري. دا مهال د کرکټ بورډ په شش درک کې دفتر په کرايه نيولی دی.

د اوسني لوبغالي مځکه کمه ده او د دې لپاره چې یو معياري لوبغالی ولري او د دفترونو لپاره هم ځای ولري، د اوسني لوبغالي خوا کې د ماليې وزارت مځکه (چې دا مهال په کې یو شمېر مهاجرين اوسېږي) په نظر کې نيول شوې ده او د کرکټ بورډ مشر او ماليې وزير ډاکتر عمر زاخېلوال منلې چې دا مځکه د سټيډيم پروژې ته ورکړي.

ډاکتر ايمل شينواری وايي چې د لوبغالي په مځکه کې د کرکټ اکاډيمي نه ځاېېږي نو ځکه به یې په یوه نږدې مځکه کې جلا جوړه کړي.

ډاکتر شينواری وايي چې د جلال اباد د سټيډيم د سروی او ډيزاين خبره یې هم د يو پاکستاني شرکت سره چې د کرکټ لوبغالو په جوړولو کې پراخه تجربه لري کړې ده او ډېر زر به یې ډېزاين کړي چې کار يې پيل شي. شينواری وايي چې په دې سټيډيم ۵ مليونه ډالره مصرف راځي چې دوه مليونه یې لري د ماليې وزارت يې ورکوي او يو څه پيسې ورته د امريکې سفارت او د بيا رغاونې ډله يا PRT منلي دي.

نوموړی وايي چې په نږدې راتلونکې کې په خوست، کندهار، لوګر، کندز او مزار شريف کې هم د لوبغالو جوړولو هوډ لري.

د کابل لوبغالی په سټيډيم اړول به ګټور وي. دا مهال دا لوبغالی د سيل کونکو د ناستې لپاره مناسب ځای نه لري او نه هم له لوبغالي ګېرچاپېره جال لري چې سيل کونکي لوبغالي ته له کوزېدو منع کړي.