د ولايتي سيالۍ د سترګو ليدلی حال: له دې نه خو شمشاد ښه و
29.05.2010 10:22تیره ورځ یانی دجمعی په ورځ زه دکرکټ لوبغالی ته دخپلو دوو خوریونو چی عمرونه یی 7 او اته کلونه دی په ډیره غوښتنه لاړوم ترڅو د لوبی سیل وکړم او هغو می هم بیولی وو.
کله چی د لوبغالی دروازی ته ورسیدو نو اول خو یی دورازه بنده کړی وه او یوازی هغه کسانوته یی اجازه ورکوله چی په 50 افغانی به یی ټکټ اخستلو په داسی حال کی چی ماپه خپله دا اعلان اوریدلی و چی د لوبی سیل کوم ټکټ ته ضرورت نه لری. کله می چی ټکټ واخستلونو له ننوتلوسره یی رانه دواړه خوریونه په دراوزه کی ایسارکړل ویل یی چی دوی خو ټکټ نه دی اخیستی، په هرصورت لوبغالی ته ننوتلو او یوځای کی چی د ګوتو په شمیر چوکی پرتی وی ورغلو د کیناستلو لپاره مو چوکی پیدانه کړی.
په داسی حال کی چی تیزبادلګیدلو په خاورو او دوړو کی ورته ولاړ وو ترڅو دلوبی نه خوند واخلو خو د لو بی خوند ته تماشه چیانو نه پریښودو، کله به چی بال مس شو نو د هغی لوبډلی چی بال یی کو تماشه چیانوبه په لوبغالی ورمنډه کړه او کله چی به مقابلی لوبډلی یومنډه واخیسته نو د تماشه چیانو به یی لوبغالی ته منډه کړه په عینی وخت کی دغه لوبه دشمشادتلویزون له پردی څخه په ډیرو بهرنیوهیوادونو کی خپریدله له لږسیل وروسته بیرته خپل کورته راغلو او هغه هیله چی مو زړونو کی دلوبی دنږدی لیدلو لپاره وه په داسی حال کی پوره شوه چی له هغی نه راته هماغه دتلویزون لیدل بهتره وه.