د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لوګر جوزجان ته په ۱۰ ویکټو ماته ورکړه

کرکټ څانګه 29.05.2010 10:03

د اتصالاتو په ولايتي سيالۍ کې نن د جيم په ګروپ کې لوګر او جوزجان لوبه وکړه. که په فيس بوک کې اکاونټ لرئ نو کولای شئ چې هلته د ټول افغان د کرکټ په پاڼه توپ په توپ احوال تر لاسه کړئ.

په فيس بوک د ټول افغان د کرکټ پاڼې پته په لاندې ډول ده:

http://www.facebook.com/pages/The-Cricket-Post/126551630696102

لوبډله منډې اورونه سوځېدلي
جوزجان ۹۵ ۲۵ ۱۰
لوګر ۹۷ ۱۰،۴  ۰

د جوزجان توپ وهنه:

پچه د لوګر کپتان معروف شاه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. د جوزجان لومړي او دويمه ويکټ په دويم اور کې د ګلبدين نايب په توپ وغورزېده چې منډې یې ۸ وې. او درېمه ويکټه یې په ۴م اور کې وغوزېده چې منډې یې ۱۲ وې. څلورمه ويکټه یې په ۱۶ منډو وغورزېده چې ګلبدين نايب واخيسته.

ګلبدين نايب په ملي لوبډله کې په ډويژن ۵ کې لوبه کړې وه او ځلېدلی و خو وروسته په ملي لوبډله کې ونه نيول شو. د نوموړي یو ورور زرد علي  -چې د ۱۹ ټيټ لوبډلې سره کاناډا ته تللی و او هلته پټ شو او بېرته هېواد ته راستون نه شو - له کاناډا څخه موده مخکې ټول افغان ته وويل چې نوموړی په ملي لوبډله کې د سياست او خپلولۍ پاللو له کبله ونه نيول شو ځکه چې تېز توپ اچونکی دی او که نوموړی نيول شوی وای نو بل کوم تېز بالر بايد له لوبډلې ويستل شوی وای خو د کرکټ سره تړلو کړیو ټول افغان ته ويلي و چې نوموړی د پخوا په شان ښه لوبه نه شي کولای. دا سيالي د نوموړي لپاره ښه چانس دی چې خپله وړتيا په زبات ورسوي. خو د نوموړي اعتبار په دې خراب شوی چې یو ورور یې په بهر کې پټ شوی دی او افغانستان یې د یو ستر خجالت سره مخامخ کړی دی.

د لوګر په لوبډله کې د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلې ښه توپ وهونکی حشمت الله شهيدي، نجيب ځدراڼ هم شامل دي.

د جوزجان پنځمه ويکټه په منډه په پنځم اور کې وسوځېده. شپږمه ويکټه یې په ۳۹ منډو او اومه ويکټه په ۴۵ منډو په ۱۵م اور کې له لاسه ورکړه. جوزجان تر ډېره منډې اخيستلو سره ستونزه لرله. اتمه ويکټ یې هم په ۱۷م اور کې له لاسه ورکړه چې منډې یې ۶۰ وې.

د جوزجان اتمه ويکټه ښه وه او تر ۹۳ منډو ودرېده چې ۳۳ منډې یې جوړې کړې خو په ۲۵ اور کې په منډه وسوځېده. لسمه ويکټ هم ورپسې له دوه نورو منډو جوړولو وروسته وغورزېده او د جوزجان ټول لوبغاړي په ۲۵ اورونو کې په ۹۵ منډو وسوځېده.

د لوګر توپ وهنه:

لوګر ښه پیل درلود. په لومړي درې اورونو کې یې ۲۳ منډې جوړې کړې او ټولې ويکټې یې پ لاس کې لرلې. لوګر يو څو ښکلې څلوريزې ووهلې او په ۸ اورونو کې یې خپلې منډې ۶۸ ته ورسولې.

لوګر منډې په ډېر اسانه په ۱۱م اور کې پوره کړې او لوبه یې په خپله ګټه پای ته ورسوله. لوګر له جوزجان څخه په ۱۰ ويکټو وګټله.