د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لغمان پکتيکا ته په ۳۹ منډو ماته ورکړه او نيمه پايلوبې ته بريالۍ شوه

کرکټ څانګه 28.05.2010 10:15

نن سهار د اتصالاتو په کورنۍ سيالۍ کې لسمه لوبه د ب ګروپ د دوه بهترو لوبډلو پکتيکا او لغمان تر منځ ترسره شوه. لغمان په ۳۹ منډو وګټله او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله. لغمان دويمه لوبډله ده چې نيمه پايلوبې ته لار مومي. تر دې مخکې پنجشېر له الف ګروپ څخه نيمه پايلوبې ته لار موندلې ده. نن د کرکټ بورډ مشر او د ماليې وزير ډاکتر عمر زاخېوال هم د لوبې سيل ته لوبغالي ته راغلی و. ټول افغان ته سرچينو وويل چې سره د دې چې نوموړي ته ويل شوي و چې په لوبغالي کې یې ورتګ ته امنيتي تدابير نه دي نيول شوي خو نوموړي بيا هم غوره وګڼله چې لوبه له نږدې وګوري.

د لوبې غوره لوبغاړی د لغمان فضل خان شو چې ۴۶ منډې یې جوړې کړې و ۲ ويکټې یې واخيستې.

لوبډله منډې اورونه سوځېدلي
لغمان ۲۱۱ ۴۶،۳ ۱۰
پکتيکا ۱۷۲ ۴۵ ۱۰

د لغمان د توپ وهنې حال:

پچه لغمان وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه. د ملي سرود له غږولو وروسته - چې ټول لوبغاړي ورته لاس په نامه ولاړ و - لوبه پيل شوه او په لومړي توپ لغمان خپل پيلونکی له لاسه ورکړ چې بې شکه ستر تاوان و.

دويمه ويکټه تر پنځوسمې منډې ودرېده خو په یوولسم اور کې وغورزېده. دريمه ويکټه د کپتان پامير حسيني او مجتبی وه چې تر ډېره ودرېده. پامير حسيني نن د دې سيالۍ ښکلې شپږيزې ووهلې. پامير د ملي لوبډلې په احتياطي لوبغاړو کې هم شامل دی چې د ملي لوبډلې سره یې سريلانکا ته د تمرين لپاره سفر کړی و.

په ۱۳ اور کې د لغمان ۷۳ منډې وې چې کپتان پامير حسیني وسوځېد.

لوبغالي ته په زرګونو سيل کونکي راغلي دي. دا لوبه د دوه داسې ولايتونو ترمنځ ده چې کرکټ په کې په ستره کچه مينه وال لري. سيل کونکي په لوبغالي کې نه ځايېږي او له لوبغالي بېرون ولاړ دي او له جاليو د لوبې سيل کوي.

په ۲۲م اور کې لغمان څلورمه ويکټه مه له لاسه ورکړه. دا مهال د لغمان منډې ۹۴ وې. منډې ورو شوې وې او د ۱۳م او ۳۰م اور پورې (په ۱۷ اورونو کې) لغمان ټولې ۶۶ منډې ترسره کړې.

په دېرشم اور کې د لغمان پنځمه ويکټه هم په کيچ وسوځېده. په لوبغالي کې ډېری سيل کونکي د لغمان لوبډلې و خو په دې سوځېدنو خوښ نه ښکارېده.

د ننۍ لوبې سيل ته د ملي لوبډلې لوبغاړي کريم خان صادق، شاهپور ځدراڼ او پخواني لوبغاړي ریس احمدزی او هستي ګل عابد هم راغلي وو.

د دېرشم او ۳۳م اور کې لغمان دوه نورې ويکټې هم له لاسه ورکړې او منډې یې ۱۴۹ ته پورته کړې وې. په لغمان ډېر فشار و چې ويکټې وساتي او منډې روانې ولري.

د لغمان اتمه ويکټ ۸ اورونه ودرېده او د لغمان منډو ته یې يواځې ۱۷ منډې ورزياتې کړې. دا مهمه ويکټ په ۴۱م اور کې وغورزېده. نهمه ويکټ هم ډېره ونه درېده او به ۴۳م اور کې هغه مهال وغورزېده چې د لغمان منډې ۱۷۰ وې.

د لغمان اخري ويکټه په ۴۷م اور کې هغه مهال وغورزېده چې وتوانېد منډې ۲۱۰ ته ورسوي. لغمان ښه توپ اچونکې لرل او دنده یې درنه وه چې پکتيکا پرېنږدي د ۲۱۲ هدف پوره کړي. لغمان ته اړين و چې د پکتيکا اسدالله او احمدشاه احمدي زر بېرلته له لوبغالي وباسي.

د پکتيکا د توپ وهنې حال:

پکتيکا ښه پيل درلود. ارامه لوبه یې پيل کړه خو سره په سر یې منډې جوړول پيل کړل. په لومړي درې اورونو کې یې ۱۶ منډې وکړې او پيل کونکي يې تر ۸م اور پورې ودرېدل خو لومړۍ ويکټه یې په ۲۵ منډو په ۸م اور کې له لاسه ورکړه.

د پکتيکا دويمه ويکټه په ۹م اور کې د دويمې پسې زر ولوېده او په پکتيکا یې فشار زيات کړ خو فشار هغه نور هم زيات شو چې لغمان وکړای شول د پکتيا درېمه ګرانبيه ويکټه هم به ۱۲م اور کې واخلي. په درې ښو ويکټو د لاسه ورکولو د پکتيکا لوبډله مجبوره شوه چې لوبه ورو کړي او د ويکټو د ساتلو تر څنګ ورو ورو منډې واخلي.

پکتيکا یو څه ځکه مطمئنه وه چې لا حاجي احمدشاه احمدي او مراد علي ولاړ و او سوځېدلي نه و. احمدشاه د ملي لوبډلې او مراد علي د ۱۹ ټيټ لوبډلې لوبغاړي پاتي شوي او ډېر ښکلی مسلکي لوبه کوي. پکتيکا ته لوبه ځکه نوره هم سخته شوې وه چې تېز باد لګېده. 

حاجي احمدشاه په ۲۱م اور کې توپ ته ليکي ته رسولو په هيله سخت ګوذار ورکړ خو په cover کې افضل ځاځي کيچ کړ او پکتيکا دا ارزښتناکه ويکټ واخيسته. لوبغالي ته یو شمېر احساساتي سیل کونکي هم راښکته شول خو بېرته زر ووتل. دا مهال په منډو کې ډېر توپير نه و راغلی او پکتيکا ۶۵ منډې لرلې. پنځم لوبغاړی یې هم له يوې منډې جوړولو وروسته په ۲۲م اور کې وسوځېد.

د پکتيکا شپږمه ويکټه په ښه ملګرتيا جوړولو کې پاتېر راغله. پکتيکا ۷۱ منډې لرلې چې شپږمه ويکټ (ايوب معروف خېل) یې هم د لغمان د تېز توپ اچونکي سرور په توپ کيچ وسوځېد.

لوبه کابو یو ساعت د تېز باد د چلېدو له امله ودرېده خو چې پيل شوه پکتيکا منډو جوړول تېز کړل. ۱۰۶ منډو ته په رسېدو یې په ۳۶م اور کې ۷مه ويکټه هم له لاسه ورکړه. اتمه ويکټ د مراد علي وه چې په ۱۱۴ منډو په منډه وسوځېد.

دا مهال د ماليې وزير او د کرکټ بورډ مشر هم لوبغالي ته راورسېد چې لوبه له نږدې وګوري.

لوبه بېخي تېزه شوه او پکتيکا منډې ګړندۍ کړې. یو څو څلوريزو ورسره مرسته وکړه چې منډې په ۴۰م اور کې ۱۳۰ ته ورسولې. د ګل خان څلوريزو او یوې شپږيزې د شېردل سره په ملګرتوب دا منډې په ۴۲م اور کې ۱۴۵ ته ورسولې. ګل خان په دې بسيا ونه کړه. د ۴۳م اور په لوموړي توپ چې د لغمان تېز توپ اچونکي ضياالحق کاوه ګل خان توپ له لوبغالي بېرون وارتاوه او ښکلي شپږيزه یې ووهله چې خپلې منډې یې ۱۵۴ ته لوړې کړې. ورپسې یې بيا Deep Mid Wicket خواته توپ وواهه او بيا يې توپ له لوبغالي وويست.

ګل خان اخر په ۴۴م اور کې د یوې بل ستر ګوذار په هڅه له ۳۳ منډو جوړولوو ورسته د فضل په توپ وسوځېد. ويکټه یې ولګېدله. د لغمان لسمه ويکټه هم په ۴۵م اور کې وغورزېده او په ۱۷۲ منډو یې ټوله لوبډله وسوځېدله.

لغمان په ۳۹ منډو وګټله او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله. لغمان دويمه لوبډله ده چې نيمه پايلوبې ته لار مومي. تر دې مخکې پنجشېر له الف ګروپ څخه نيمه پايلوبې ته لار موندلې ده.

سبا به د جيم يا C ګروپ لومړۍ لوبه تر سره کېږي چې د لوګر او جوزجان تر منځ ده.