د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښاغلي عنايت زي (د نړۍ مشهوري ور ځپاڼي) د «تېر پسې» ليکني په هکله!

هدايت الله هدايت 26.05.2010 19:36

د ټول افغان د شننو په برخه کي  مي تازه  (۲۵/۵/۲۰۱۰) د ښاغلي محمد ظریف عنایت زي  په نامه په يوې ليکني چي عنوان يې « دنړۍمشهورې ورځپاڼې»  وو، جلب سو .  څرنګه چي ددې برخي پر شننو باندي ما څه ناڅه يونيم کال کيږي ډير کار کړی او تر اوسه پوري مي   د رسنیو او ورځپاڼو د پېژندني شل برخي د ټول افغان په ګډون په تل افغان، دعوت، لروبر، افغان جرمن، سپرغۍ ویب پاڼو کي خپرې سوي دي . د تل افغان  درنې ويب پاڼي ان و دغه ليکنو ته (د ټوليزي رسنۍ يا Mass Media ) تر نامه لاندي جلا خونه ورته پرانيستې ده، او تازه ددې لړۍ کتابي چاپ هم  تر لاس لاندي دئ چي ډېر ژر به د ناخپاره سوو برخو سره به يو ځای خپور سي ؛ نو مي دهغه سره علاقه وښودله  او داسي فکر مي وکړ چي ښايي دغه عنایت زي صیب به زما پر شننو کوم نظر څرکند کړی وي، یا به يې ستايلی او يا به يې غندلی وي  او یا کوم بل  اصلاحي  نظر به يې څرګند کړی وي ، نو ځکه  مي هغه ليکنه  په ډېر شوق او بېړه و پرانیستله .
 خودلیکني د پورته عنوان ( د نړۍ مشهوري ورځپاڼي)  په سر کي مي ولیدل چي :
 « په تېرپسې» !!!
 ما چي هر څه فکر وکړ تر دې عنوان لاندي  مي تر اوسه پوري  په هيڅ يوې پاڼي يا ورځپاڼي يا مجله کي ددې لړۍ  يعني د نړۍ مشهوري ورځپاڼي  «په تېر پسې» څه نه وه لیدلي او يقین دئ چي هيچا به نه وي ليدلي ، نودا پوښتنه مي په زړه کي را وګرځېدله چي ښاغلی عنایت زی صیب  بايد تر هر څه لومړی دا خبره سپينه کړي چي د هغه  دا «په تېر پسې» د نړۍ د مشهورو ورځپاڼو ليکني چيري  دي؟!
زه چي  ددغه لیکني اصلي متن ته   ور ننوتم ، په حيرانتيا سره مي د ښاغلي عنايت زي  په ليکنه کي ډېر داسي څه وليدل  چي لا پخوا زما په پورته ليکنو کي  منعکس سوي وه  . تازه د جاپان د آساهي شيمبون او يوميوري شیمبون  د ورځپاڼو د پېژندني په هکله زما ليکنه  همدا دوې درې اوونۍ مخکي په تفصیل سره په همدې ټول افغان، تل افغان، لر او بر  او نورو پاڼوکي خپرې سوي وې  دهغه څخه کټ مټ ارقام او معلومات نقل سوي وه. زه و نه پوهېدم چي ښاغلي عنایت زي صیب ته څرنګه دغه شوق پيدا سو چي په دغه لنډ وخت کي يو ځل بيا   هغه څه وليکي چي ما د موثقو منابعو په يادولو سره ليکلي وه خو نوموړی هغه  د خپلي ليکني په نامه يادکړي دي! . البته زه ددې ادعا نه لرم چي دغه عرصه  يوازي په ما پوري اړه لري  .  و خپلي ژبي او خپلو وطن والو ته به د رسنيو او ورځپاڼو ددې عرصې د پېژندني د لومړني خدمتګارانوپه  جمله کي به ښايي زما هڅي يادي سي چي د رسنيو ماهیت او د هغوی د پېژندني کار مي په پښتو ژبه را پيل کړ.  کېدای سي هر څوک ددې برخي پر نورو اړخو باندي پرېمانه تحليلي، انتقادي، علمي ليکني وکړي او دغه کار ته لا نور هم پراختيا ورکړي، ولي د  عنایت زي صیب دغه  لیکنه ځکه  بې خونده او بې رېخته وه   چي د نورو په زحمت يې شخوند وهلی   او په ناځواني سره  يې کلمې او جملې  ایسته او دوري  کړي، يوڅه تصرفاتو او اضافاتو يې پکښې را وستلي ، ځای په ځای کړي او وروسته يې بيا وځانته منصوب کړي دي  او جالبه يې لا دا چي هغه ته يې بيا د « په تېر پسې»  نوم هم ورکړی دئ !!
په هر حال په پښتو ژبه چي ددې ژبي د لا غنا دپاره  هر څومره کار وسي ښه او وياړمن کار دئ ، خو دغه پورته شاني کار ته  زه نه  بلکه بل هر څوک چي وي   هغه ته مطبوعاتي غلا او  ادبي بې ادبي وايي !
کله چي زما «د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه » کتاب  چي ډېر ژر به چاپ سي ، چاپ سو نو ضرور به يې يو ټوک د همدې يادوني سره و ښاغلي محمد ظريف عنايت زي ته  د ټول افغان د لاري ولېږم .
په درناوي
هدايت الله هدايت
۲۶/۵/۲۰۱۰