د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دخپرونو لپاره موضوع څنګه پیداکړو؟

رحیم الله بشارت 25.05.2010 13:57

څه موده وړاندې راته دخپل دفتر له لوري دشمشاد تلویزوند پروډیوسرانو او د پروګرام جوړونې دنورو کارکوونکو د روزنې دنده راکړل شوې وه ـــ په دې لار کې ځینې ستونزې وې خو ګټې یې هم لرلې ـــ یوه ګټه یې داچې څېړنې ته یې اړکړم چې کتابونه او ویبپاڼې وګورم او د اړتیاوړ مالومات ترې راټول کړم او بیایې دوی ته وړاندې کړم. دا لیکنه هم د هماغه مهال لیکنه ده. چې ځینې برخه به یې کېدای شي کټ مټ هم له انګلیسي متن څخه ژباړل شوي وي خو ډېرې زیاتونې کمونې هم لري.

بشارت


ځینو نوو لیکوالو او پروډیوسرانو ته دخپلو خپرونو او لیکنو لپاره دموضوعګانو او ایډیاګانو پیداکول یوه ستونزه وي.له دې ستونزې سره یواځې دانه چې دفیچرونو او څېړنیزو خپرونو او لیکنو لیکوونکي مخ وي دډرامو ، طنزي خپرونو او ان تردې چې دتلوېزون دشوګانو لیکوونکي هم ورسره لاس او ګرېوان وي. خو که هڅه وکړو دا داسې ستونزه نه ده چې په اسانه یې اواره نه کړو. او ذهنونه دسپین کاغذ غوندې تش پاتې شي.
دخپرونو او لیکنو لپاره فکرونه او موضوعګانې هرچېرته شته. ددې لپاره لومړۍ سرچینه پخپله ستاسو فکرونه دي. ستاسو خپل فکرونه ، لږ خپل فکر ته فکر وکړئ ، تاسو دڅه په هکله سوچ کوئ. وګورئ چې همداستاسو خپل سوچ دخپرونې لپاره په یو فکر او موضوع نشي بدلېدای؟
خامخابدلېدای شي. ځکه تاسو ددې ټولنې غړي یاست دکومې لپاره چې لیکل کوئ . انسان دهغه څه په هکله سوچ کوي څه چې ترلاسه کول غواړي او یادهغه څه په هکله چې له ځانه یې لرې کول غواړي. کېدای شي ستاسو دټولنې ډېرغړي همدغه ستونزه ولري. له کومې چې تاسو ځان خلاصول غواړئ او یاکېدای شي همداڅه چې تاسو یې ترلاسه کول غواړئ دټولنې نور غړي یې هم ترلاسه کول غواړي خو خو څنګه چې یې لاره تاسو ته نه ده روښانه همداسې به هغو ته هم روښانه نه وي.
دهمدې لپاره څېړنه وکړئ. او باور ولرئ چې دڅېړنې پرمټ به یوه داسې موضوع پیداکړئ چې لیدونکي، اورېدونکي او لوستونکي به یې دخپل زړه ټاپی وګڼي او خوندبه ترې واخلي.
په لویه کې هغه پروډیوسران او لیکوالان دخپرونو او لیکنو لپاره دموضوع ګانو له کمښت سره مخ وي چې لاندې فکرونه او خویونه لري.
فکر کوي چې په ټولو ښو او په زړه پورې موضوعګانو باندې خپرونې جوړې شوې دي.
فکرکوي چې دخپرونو ټاپي هم لکه دغنمو کندوـــ چې یو وخت تشېږي.
څوک چې په خپل چاپېریال کې شته شیان عام ، واړه او ددې وړ نه ګڼي چې دی به پرې څه ولیکلی شي.
څوک چې یوه ایډیا(مفکوره) پیداکړي او فکر وکړي چې دی به یې یاده وساتي او اړتیایې نیشته چې وه یې لیکي.
څوک چې دځان په هکله داقضاوت کوي چې دی دپنځونې (تخلیق) دومره ځواک نه لري چې هر وخت یوه نوې موضوع او ایډیاپیداکړي.
ښه نو! کوم خویونه ولرو چې بې شمېره مفکورې او موضوعګانې ولرو؟ ددې لپاره ښايي چې لاندې ټکي په پام کې ونیسو.
خپل چاپېریال ته وګورئ او هرڅه چې وینئ په هغو فکر وکړئ او هڅه وکړئ چې څه ترې ترلاسه کړئ.یانې دیوه پروډیوسر او لیکوونکي په سترګو او سترګیو ورته وګورئ.
بازار ته لاړشئ ، نوم دړویالوحو ته وګورئ ، دعام استعمال په شیانو باندې وړو لېبلونو او د لارښوونو ټکو او نښتو کاغذونو ته وګورئ. او فکر پرې وکړئ چې څه ترې ترلاسه کولی شئ.
ورځپاڼې او مجلې وګورئ او فکر وکړئ چې له کوم فکر نه څنګه یو ګټور فکر او مفکوره اخیستلی شئ.
له ځان سره یوه وړه کتابچه وساتئ او څنګه چې مو کومه مفکوره مغزو ته راشي سملاسي یې ولیکئ. په خپله حافظه هیڅکله داباور مه کوئ چې یاده به یې وساتئ ، ځکه چې حافظه که شیان یادساتلی شي نو هېرولی یې هم شي. وايي د ځواکمنې حافظې نه کمزوری رنګ(دقلم رنګ) زورور دی.
داخو لوی ټکي او لارښوونې وې راځئ وګورو چې په ځانګړي ډول له کومو لارو کاراخیستلی شو چې خپلو لیکنو او خپرونو ته پرې مفکورې پیداکړو.
له ځان سره مرکه: ددې لپاره یو لار داده چې خپل Audience مالوم کړئ . یانې تاسو دچالپاره خپرونه جوړوئ او یالیکنه کوئ. که دغه څوک ستاسو دکچې وي . له خپل ځان سره مرکه وکړئ او له ځانه هغه پوښتنې وکړئ چې تاسو غواړئ پرې وپوهېږئ. پخپله به درته څرګنده شي چې په کومو برخو کې مالوماتو ته اړیاست. نو بیافکر وکړئ چې په همدغو برخو کې دمالوماتو ورکړې ته ستاسو دټولنې ډېر وګړي اړدي او که په همدغې موضوع باندې ورته خپرونه جوړه کړئ ډېر خلک به یې هم واوري اوهم به یې وګوري.
که سیاسي خپرونې جوړوئ : نو له یوه لوی سیاستوال سره خیالي مرکه وکړئ او هغه چې کومې خبرې له تاسوپټوي ددې مانا داده چې تاسو په همدغو خبرو پوهېدل غواړې او ستاسودټولنې ډېر نور خلک هم ستاسو په څېر همدغو مالوماتو ته لېواله دي.
له تاریخي شخصیتونوسره مرکه : دخپرونو لپاره دموضوعګانو او ایډیاګانو دپیداکولو یوه لار د داسې تاریخي سټوسره خیالي مرکې دي چې له تاسو نه لسیزې یاسلیزې پخوا تېرشوي دي. دغه مرکه بیامه خپروئ خو که تاسو په دې بریالي شئ چې له دوی سره په خیال کې داسې مرکه وکړئ چې ځانونه مو ورته تیارکړي وي نو تاسو ته به دڅو خپرونو مواد په لاس درکړي. دبېلګې په ډول که زه غواړم چې یو پوهنیزه خپرونه جوړه کړم نو له کوم لوی شخصیت لکه افلاتون ، سقراط او نورو سره به مرکه وکړم او که غواړم چې ادبي خپرونه جوړه کړم نو له کومې سترې ادبې سټې سره به خیالي مرکه وکړم او که غواړم دافغانستان په سیاسي حالت باندې خپرونې جوړې کړم او ایډیانه لرم نو دافغانستان له ستر سیاسي شخصیت مېرویس نېکه سره به خیالي مرکه وکړم.. او دغه مرکه به داسې پیل کړم.
زه : بابازه د یویشتمې پېړۍ دافغانستان اوسېدونکی یم ، یو لیکوال یم او غواړم له تاسو سره خواله وکړم. که لږ غوندې وخت راکړئ نېکمرغي به مې وي.
بابا:(ددې په اورېدو باباله ژور فکر نه ډکه څېره او له برمه ډکې سترګې راواړولې او وې ویل : بچیه ! زماوخت ، زماژوند او زمافکر ټول زمادبچو لپاره دی. ته پخیر راغلې .
زه: باباتاسو فکر من او خپه غوندې مالومېږئ.
بابا: (مسکی شو) فکر کول او دفکر په پرانیستو لارو تګ خو زماپخوانی عادت دی او پاتې شوه دخپګان خبره نو ماچې تاسو ته کومې لارې پرې ایښې وې په هغو مو تګ ونه کړ. او له بدمرغیوسره مخ شوئ. او دچابچي چې بدمرغه وي ، رټل کېږي ، وهل کېږي ... نو هغه به څنګه خوشحاله شي.
زه : باباتاسو دکومو لارو خبره کوئ.
بابا: مادګرګین سره دمقابلې لپاره له کومو لارو کارواخیست؟ خو تاسو هېرې کړې دي ځکه ؟ ماله زورور او مکار دښمن نه خپله خاوره او خپل ولس دفکر په زور خلاص کړ. تر هغو پورې مې کوم قدم نه اخیسته چې دهغوی په خویونو، کمزوریانو او ځواکمنتیاوو مې ځان پوه نه کړ. او چې کله پوه شوم او خپل فکرونه او تدبیرونه مې ښه وتلل نوبیامې لومړی کار داوه. چې خپل ولس مې له ځان سره ملګری کړ. لویه جرګه مې جوړه کړه. او دپښتونخوا دلر،بر هر یو یوه خوله او یوه خبره شوه نو هله مې بیاتورې ته لاس کړ.
زه: تاسو اوس زمونږ له حاله خبر یاست؟
بابا: ولې نه یم خبر ؟ زه پوهېږم چې تاسو په خپلو کې یوبل ته په بېخ کندنه بوخت یئ، له یوه بل سره سلا، مشورې او جرګه کېدل مو پرېښي دي. او ددې سزا هره ورځ وینئ، ټول ژوند مو له تاوتریخوالي او جګړو ډک دی یابه خپل وروڼه وژنئ او یابه مو نور وژني.
زه : بابا! نو مونږ اوس څه وکړو؟ ځان له دې بوختې او ستونزمن حالت نه څنګه وباسو؟
بابا: که فکر وکړئ ددې لاره اسانه ده. لومړی خو یومشر پیداکړئ داسې مشر چې له هېواد او ولس سره رښتینې مینه ولري.
زه : او بل ؟
بابا: بل داچې له خپلو خلکو سره کېنئ ، تاسو له ګاونډیانو او د نړۍ له نورو خلکو سره په خبرو او ان تردې چې په چاپلوسئ کې هم کوم شرم نه ګڼئ ،خو له خپلو خلکو سره خبرې دخپل پوچ غرور ماتېدل ګڼئ. که له خپلو ورونو سره دغسې چلند کوئ نو همدابدبختي به وي او ستاسو په تندو به لیکل کېږي.
زه: بابا! نو خبرې څنګه وکړو؟ مونږ یې په چل نه پوهېږو، ددولت پر ضد ولاړخلک په غرونو کې دي. هغوی دخبرو لپاره داسې شرطونه ږدي چې دمنلو نه وي نو مونږ څنګه خبرې کولی شو؟
بابا: ( موسکی شو) په دې خو پخپله فکر وکړئ ، مادفکر لپاره دپردیو د دربارونو سره روغې او جوړجاړي ومنل چې ځان په دې پوه کړم چې له خپل ولس سره څه وکړم . او دچا له کومې کمزورۍ نه څه ډول ګټه واخلم؟
زه : بابا! خو دلته اوس ستونزه داده چې یواځې خپل خلک مو نه دي نور پکې هم لاسوهنې لري.
بابا( بیاموسکی شو) بهر لاسونه هغو ګرېوانونو ته لوېږي چې له تن نه جلاوي. که ګرېوان دې له تن سره ټینګ وي پردي لاسونه پرې خویېږي. بیادې ګرېوان ته نشي لوېدلی .
زه: بابا! نو داخو هم یو څه ګونګه خبره ده. څنګه دغه خلک ځانته راټول کړو چې بهرنۍ لاسوهنې له مینځه لاړې شي؟
بابا: لاړشه او پدې فکر وکړه چې دغه ګونګې خبرې څنګه ځانته روښانه کړې.
زه: باباډېره مننه چې دومره وخت موراکړ.
بابا: زما وختونه ستاسو لپاره دي خو لږ فکر وکړئ او دفکر لپاره لومړی ځانونه په مسئلو پوه کړئ چې فکرونه ګټور وي او یوې پایلې ته مو ورسوي.
دې وړې مرکې چې له مانه یې لس دقیقې وخت وغوښت. ماته دافغانستان دستونزو د اواري لپاره لږ ترلږه دڅلورو خپرونو ټاپي راکړل. که څه هم داټاپي بشپړ نه دي او نه دټاپو په بڼه دي بلکې دپوښتنو په بڼه دي او پوښتنې دخبرو اترو او ویناوو هغه برخې دي چې پکې له خبرو نه خبرې زېږي او پروګرامونه نور څه غواړي؟
همداغواړي چې له خبرو نه خبرې وزېږوه په دې کې به دکارخبرې پیداشي او دغه دکارخبرې اورېدونکو او لیدونکو ته ورسوه.
ښه نو هغه څلور لویې خبرې دڅلورو پوښتنو په بڼه کومې دي. هغه دادي.
1. دملت جوړونې لارې څه دي او اوس مونږ له کومو لارو کاراخیستلی شو چې ملت مو یوه خوله او یوه خبره شي.
2. څنګه کولی شو چې یو ملي مشر ولرو داسې مشر چې ټول ولس پرې راټول شي.
3. څنګه کولی شو ددولت پر ضد د ولاړو خلکو سره خبرې وکړو.؟
4. بهرني لاسونه څنګه لنډ کړو چې زمونږ ترګرېوانونو را ونه رسېږي.
همداسې نورې ډېر لارې شته لکه کتابونه لوستل او هغه څه چې درته په زړه پورې ښکاره شي دهغې په هکله نوره څېړنه کول او ځان پوهول او بیاپرې دنورو دپوهولو او خبرولو هڅه کول.
په انټرنیټ کې څېړنې کول : بلاګونو ته تلل او لوستل کول هم ګټور دي خو له دې ټولو نه هغه وخت ګټه اخیستلی شو چې همداسې ورته ځیر اوپه څوــ کې ناست یو لکه له چانه چې په ګڼ ځنګل کې مالونه ورک وي او رو ـــ یې ورته نیولی وي چې څنګه یې په خوا راشي دی بیاانتظار نه کوي سملاسي ورپاڅې او له غړوندي یې رانیسي.
یوه بله ګټوره لار دسرخلاصي فایل جوړول دي. دیو داسې فایل چې په هغې کې دخپلې خوښې او دخپرونې له تن او ارواسره جوړې لیکنې پکې وساتئ او کله ناکله یې په وزګارو وختونو کې په بیابیاګورئ . دا هم درته نوي فکرونه درکوي خو هڅه داوکړئ چې دافکرونه نوي او په نوې بڼه جوړشوي وي چې نقل او کاپي پکې نه وي. هرکله چې ایډیاپیداکوئ بیایې دهمدغه فایل په یوه ځانګړې پاڼه کې ولیکئ او داړتیاپروخت ترې کارواخلئ.
دکلیز ساتل او دکلیز دهرې ورځې او یالږ ترلږه دملي ، نړیوالو ورځو او رخصتیو په هکله مالومات ترلاسه کړئ او له هغې ورځې سره یې ولیکئ داهم درته ښه فکرونه او نوي ټاپي درکوي.
هرسهار دلویو نړیوالو راډیوګانو او هره شپه له یوه نه د ډېرو لویو سیمه ییزو او نړیوالو ټلویزوني چینلونو خبرونه واورئ او په دې نیت یې واورئ چې ستاسو دخیر او ګټې یانې ستاسو دپروګرم لپاره به پکې څه خامخامومئ.
یادساتئ چې هر پروګرام ښايي دیوه مقصد دترلاسه کولو لپاره جوړشي . بې مقصده پروګرام لکه بې پروګرامه (بې پلانه) ژوندبې مقصده وي، نه به پرې تاسو ویاړ وکړئ او نه به نورو ته ارزښت ولري.