د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لغمان کاپيسا ته په ۹۳ منډو ماته ورکړه

کرکټ څانګه 24.05.2010 10:18

نن د ولايتي سيالۍ په ترڅ کې د ب ګروپ لوبډلو لوبه پيل کړه. لومړۍ لوبه د لغمان او کاپيسا ده. لوبه د شمشاد له تلويزيون څخه په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي. ټول افغان ته هم د شمشاد تلويزيون شمس خليل له لوبغالي د ټيلي له لارې تازه حال ورکوي. کور یې ودان.

شمېرنپاڼه:

لوبډله منډې اورونه  سوځېدلي
لغمان ۲۶۹ ۵۰ ۹
کاپيسا  ۱۷۶   ۱۰

د لغمان د توپ وهنې حال:

لومړی لغمان توپ وهي . تر اتم اور پورې یې یوه ويکټه له لاسه ورکړې وه او ۲۳ منډې یې جوړې کړې وې. خو د اتم او ۲۲م اور په منځ کې یې د ۵۳ منډو په مقابل کې درې نورې ويکټې له لاسه ورکړې.

د لغمان لوبډلې په توپ وهنه کې د ځلېدو هوډ لرلو او تر ۳۰م اور پورې یې یوه ويکټه هم له لاسه ورنکړه او منډې یې ۱۱۶ ته پورته کړې. دې منډو ته په کتو داسې ښکارېدل چې لغمان به کاپيسا ته د ۲۰۰ منډو هدف وټاکي.

لغمان د ۳۰م او ۴۰م اورونو منځ کې دوه ويکټې له لاسه ورکړې خو ښکلې ۵۵ منډې یې خپل شميرنپاڼې ته ورزياتې کړې چې له امله یې منډې ۱۷۱ ته پورته کړې.

لغمان په دې بسيا ونه کړه او پوهېده چې که چېرته لوبه وګټي او د منډو اوسط یې ټيټ وي نو بله لوبه هم امکان لري چې وکړي نو ځکه یې پاتې لوبغاړو توپ وهنې ته زور ورکړ او په پاتې لسو اورونو کې یې ۹۸ منډې جوړې کړې چې په دې سيالۍ کې یې ساری نه ليدل کېږي. لغمان د ۹ کسانو په سوځېدو ۲۶۹ منډې وکړې او کاپیسا ته یې د ۲۷۰ منډو ستر هدف وټاکه. د لغمان په لوبه کې نه یواځې دا چې پوره پنځوس اوره لوبه یې وکړه خوندور و بلکه د لغمان د ضيالحق په ۴۱ توپونو ۴۷ منډې او د فهيم ۴۷ منډو بې ساری خوند لاره چې په لوبغالي کې یې ټول سيل کونکي په جذبه راوستي وو.

لغمان تر اوسه لومړۍ لوبډله ده چې دومره ستر هدف یې ټاکلی دی.

د کاپيسا د توپ وهنې حال:

کاپيسا هم په پيل کې تېزې منډې جوړې کړې خو خو په ويکټو ساتلو کې پاتې راغی. په لومړي ۱۲ اورونو کې یې ۸۹ منډې جوړې کړې او ۴ کسان یې له لاسه ورکړي وو.پنځمه ويکټه یې په ډېره ودرېده خو ورسره یې منډې هم ودرېدې. په ۲۳م اور کې کاپيسا ۹۱ منډې جوړې کړې وې او پنځمه ويکټه یې له لاسه ورکړه. يانې په ۹ اورونو کې کاپيسا دوه منډې واخيستې.

کاپيسا ته ګټل ورو ورو سختېدل. په ۳۰م اور کې یې ۸ ویکټې غورزېدلې وې او ۱۲۱ منډې یې جوړې کړې وې. کاپيسا ته مشکله وه چې د سيالۍ تر ټولو لوړ هدف پوره کړي. کاپيسا خپله اخري خواري وکړه او په پای کې یې ۱۷۶ منډې جوړې کړې خو پاتې دوه ويکټې یې هم له لاسه ورکړې او لغمان ته یې په ۹۳ منډو بايلوده.

د لوبې غوره لوبغاړی د لغمان فهيم شو چې درې ويکټې یې واخيستې او ۴۷ منډې یې جوړې کړې.

 ب ګروپ: په دې ګروپ کې شپږ لوبډلې لومړی درې لوبې کوي. د درې واړه لوبو بريالۍ لوبډلو کې به د منډو د اوسط په اساس دويمه او درېمه لوبډله په خپل منځ کې لوبه کوي چې بريالۍ لوبډله به یې د منډو د اوسط په اساس د لومړۍ لوبډلې سره سيالي کوي او بريالۍ لوبډله به نيمه پايلوبې ته ووځي. د ب ګروپ د لوبو مهال ويش په لاندې ډول دی:

 لومړۍ لوبه: لغمان - کاپيسا ۲۴ می

دويمه لوبه: پکتيکا - بدخشان ۲۵ می

دريمه لوبه: ننګرهار - هرات ۲۶ می

څلورمه لوبه: دويم ګټونکی - درېم ګټونکی ۲۷ می

پنځمه لوبه: لومړی ګټونکی - د څلورمې لوبې ګټونکی ۲۸ می