د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوست بلخ ته په ۱۱ منډو ماته ورکړه

کرکټ څانګه 22.05.2010 09:08

د لوبې لنډه شمېرنپاڼه:

لوبډله منډې اورونه سوځېدلي
خوست ۱۱۰ ۲۵ ۸
بلخ ۹۹ ۲۵ ۸

د بلخ او خوست لوبه پيل شوه. پچه د بلخ کپتان عبدالله مزاري وګټله او خوست ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

 د منډو د اوسط په معلومولو نن بلخ، پنجشېر او خوست لوبډلې یوه خوله نه وې. د لانجې له امله لوبه کابو څلور ساعته وروسته پيل شوه او په نتيجه کې لوبه ۲۵ اورونو ته راښکته کړای شوه. داسې پتيل شوې وه چې بلخ او پنجشېر شايد د منډو اوسط په پايله کې لوبه وکړي خو نن د خوست لوبډلې د دې سيالۍ په قوانينو نيوکې وکړې او ملاتړ کونکو یې مظاهرې وکړې چې په پايله کې په کرکټ بورډ د وزيرانو او قومي مشرانو له خوا فشارونه راوستل شول، کرکټ بورډ ورته تسليم شو او خوست ته یې په سيالۍ کې برخه ورکړه.

په دې اړه به بشپړ رپوټ دلته ولولئ.

د خوست د توپ وهنې حال:

خوست ښه پيل درلود. په لومړي درې توپونو یې ۱۳ منډې واخيستې خو لومړۍ ويکټه (رشيد ځدراڼ)  یې په ۵م توپ له لاسه ورکړه. څغاستځای کې توپ ډېر جګېده يانې باونس یې کاوه چې د تېزو توپ اچونکو لپاره ډېر مناسب و.

ىويمه ويکټه په ۵م اور کې په ۲۶ منډو لاړه. دريم لوبغاړی په ۸م اور کې په ۳۸ منډو وسوځېد. په ۱۲م اور کې په ۵۷ منډو ۵ ويکټې غورزېدلې وې. محمد کيف پنځم لوبغاړی و چې د عبدالله مزاري په توپ ال بي ډبليو شو. مزاري ورپسې د خوست شپږم لوبغاړي هم وسوځاوه. ويکټې یې ورته وويشتې.

د کرکټ بورډ رسنيز مدير فريد هوتک وايي چې د دې لوبې ګټونکی به د پنجشېر سره لوبه کوي. د دې دا مانا ده چې د دې سيالۍ پخوانی قانون چې د دې لوبې ګټونکی به په نيمه پايلوبه کې لوبه کوي بدل شوي دي.
۵۱م اور ۶۴ منډې.

د خوست د لوبډلې ۷م لوبغاړی په ډېر ښکلي قف یا کيچ د عبدالله مزاري په توپ وسوځېد. ۸م لوبغاړی په ۱۸م اور کې په ۶۸ منډو وسوځېدو. د پاڼۍ لومړۍ شپږيزه په ۲۱م اور کې خوست ووهله.

۹مه ويکټې د ۹ منډو ملګرتيا وکړه.

خوست په ۲۵ اورونو کې ۱۱۰ منډې وکړې او بلخ ته یې د ۱۱۱ منډو هدف وټاکه.

د بلخ د توپ وهنې حال:

د بلخ لومړی لوبغاړ په ۶ منډو په درېم اور کې وسوځېد. د ويکټه د پياوړي نور محمد لالي وه چې په تېره لوبه کې یې ۵۱ منډې کړې وې.

۵م اور ۱۵ منډې یو کس سوځېدلی. په ۶م اور کې د بلخ دويمه ويکټه هم وغورځېده، دا مهال د بلخ منډې ۱۶ وې.

د بلخ درېمه ويکټه (شايق) په ۷م اور کې وغورځېده. د بلخ منډې دا مهال ۲۲ وې.  د بلخ د لوبډلې کپتان عبدالله مزاري په ۱۹م اور کې هغه وسوځېد چې د خپلې لوبډلې منډې یې ۷۲ ته ورسولې. د خوست د لوبډلې ملاتړي خوښ شول او ډېر یې په ګډا لوبغالي ساحې ته ننوتل. د خوست پلويانو چې نن د ډېرې بد اخلاقۍ ښکارونه وکړه او نن سهار یې مظاهره هم وکړه د لوبې په منځ کې لوبغالي ته ننوتل.

د بلخ پنځمې ويکټې ۱۱ منډې مقاومت وکړ او محمد اصف پنځم لوبغاړی و چې په ۲۳م اور کې وسوځېد. شپږمه ويکټه د ادريس وه چې د خوست کليم الله خان ورته وويشته او ویې سوځاوه. په ۲۳م اور کې د بلخ منډې ۸۹ وې.

په بلخ فشار ډېر و چې اوم کس ادريس خان یې په ۲۴م اور کې په منډه وسوځېد. په لسو توپونو اتلس منډې پاتې وې چې بلخ یوه څلوريزه ووهله. بله یوه منډه یې واخيسته. بيا یې دوه منډې واخيستې. خو خوست ورته اتمه ويکټه وويشته.

شپږ توپونه او ۱۳ منډې پاټې وې. د بلخ لوبډلې سره دوه ويکټې پاتې وې. یو توپ یې ونه واهه. بل یې ونه واهه او پ څلورو توپونو ۱۳ منډې پاتې شوې. د بلخ لوبغاړي شفيع د شاهد دريم توپ هم ونشو وهلی، یوه منډه یې واخيسته. په دوه توپونو ۱۲م منډې پاتې شوې. بلخ یوه منډه واخيسته. په اخري توپ ۱۲ منډې پاتې شوې خو د بلخ توپ وهونکی پرې قف شو.

د خوست په سلګونو ملاتړي لوبغالي ته ننوتل او د خوست لوبغاړي یې په اوږ کينول.  خوست په پاي کې یوه داسې لوبه وګټله چې دوی ورته د سياسي او قومي فشار په نتيجه کې راننويستل شول. بلخ به تل دا سيالي غير عادلانه بولي او دا به نه هېروي چې دوی بايد خوست پر ځای د پنجشېر سره لوبه کړې وای.

سبا به پنجشېر او خوست لوبه کوي. ټول به هيله مند وي چې د خوست لوبډلې ملاتړي د نن پر پرتله د ښو اخلاقو مظاهره وکړي.

ـــــــــــــــــــــــــ

مخکيني رپوټ:

د منډو د اوسط غير رسمي شمېرنه ښيي چې د افغانستان په ولايتي سيالۍ کې به نن بلخ او پنجشېر نيمه پايلوبې ته د رسېدو په موخه لوبېږي.

د کابل په وخت د سهار لس نیمي بجې دي او د پنجشېر، خوست، او بلخ لوبډلې د سپورت په جامو کې چمتو ولاړ دي خو لا د منډو اوسط نه دی معلوم چې مخکښې دوه لوبډلې وپېژندل شي. په لوبغالي کې د افغان کرکټ بورډ مسولين د منډو د اوسط په معلومولو لګيا دی.

د ټول افغان غير رسمي شمېرنه ښيي چې د بلخ او پنجشېر لوبډلو د منډو اوسط د خوست تر هغې پورته دی.