د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امريكا ولې په افغانستان د سولې پروسه شنډوي ؟

عبدالرحمن فرقانی 22.05.2010 08:29

له انصافه به لرې وې که د ولسمشر ښاغلي کرزي ورستۍ هلې ځلې د ملي روغې جوړې اړوند له پامه وغورځوو ، چې د دولت له مخالفينو سره يې دافغانستان د سياسي ثبات او استقرار لپاره په لاره اچولی ، داسي بريښي چې د افغانستان ولسمشرښاغلي کرزي غواړي د سولې د پروسې اړوند ريښتني ګامونه پورته کړي ، او د افغانستان کړيدلي او ځوريدلي ملت د پرديو له جبر او ظلم نه چې دوي یې نور نشي زغملی وژغوري . دا چې د ښاغلی ولسمشر کرزي سره دا انګيزه ولي پيدا شوي ده او عوامل يي څه دي ، زموږ د بحث موضوع نده ، خو دا خبره به پر ځاي وي چې دا دسولې پروسه حتما د ملت په ګټه ده ، او لدې لارې ممکنه ده ، چې د ملت اعتماد تر لاسه شي ، او دا تګلاره کولي شي هغه فاصله چې د حکومت او ملت تر منځ د يرغلګرو خپل سرانه اعمالو ايجاد کړی ده ، لنډه شي ، د دې ترڅنګ دا تصوراو حقيقت هم شته دی ، چې د ناتو د پيمان ځينې هيوادونو هم غواړي د افغانستان له ګرادب څخه ځان وژغوري ، نو لدې ځايه د سولې د دغې پروسې چې د افغانستان دولت په لاره اچولی ده ملاتړ کوي .

که د ناتو د تړون ځني غړي هيوادونه او د افغانستان دولت او دافغانستان د دولت مخالفين د سولې د پروسې ملاتړ کوي ، او غاړه ورته ايږدي ، تر څو دافغانستان سياسي کشاله د خبرو له لارې اواره شي ، نو بيا ولي د امريکا هغه اداره چې دانتخاباتي کمپاين شعار يي دا و، چې شخړې به د خبرو له لارې اواروي په افغانستان او په ټوله اسلامي نړۍ کې د روغې جوړې مخالفت کوي ، او دشنډولو لپاره يي زيار باسي ؟ دا هغه پوښتنه ده چې د ډيرو خلکو په ذهن کې مطرحيږي .

د افغانستان د سياسي وضعيت څارونکي شاهدان دي ، چې د سولې د پروسې په وړاندې هغه کړۍ چې په روښانه توګه خنډ شوې په سرکې يي امريکايان دي ، که يوه لوری ته په افغانستان کې د سولې پروسه اعلان شوه ، خو بل لوری ته ورسره امريکې پر مارجه باندې د جګړی اعلان وکړ، او سربيره پدې يي هغه عناصر له منځه يوړل چې د سولې مقدماتي خبرې ورسره پيل شوي وي .

د امريکا دا راز تصرفات په روښانه پدې دلالت کوي چې دا طاغوتي قوت نه غوړي په اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان کې ثبات اوسياسي استقرار پلئ وي ، اودا ډول سياست د امريکا په تاريخ کې اوږده سابقه لري ، يوله هغو عواملو چې د امريکا دولت نه حاضريږي چې په اسلامي نړۍ کې سياسي ثبات او پرمختګ وي ، هغه د محدودو کسانو مادي او شخصي مصلحتونه دې ، هغه کسان چې د امريکا په لويو اقتصادي شرکتونو ، د رسنيو په شبکو او د تصميم ګيرۍ په مرکزونو باندي حاکم دي ، دا کسان د امريکا دولت دې ته مجبوروي ، تر څو د اسلامي نړۍ هيوادونه له هر راز بشري حقوق او پرمختیا نه محروم کړي ، پداسي حال کې چې په خپلو هيوادونو کې د بشر د حقوق او ديموکراسۍ څخه ساتنه کوي .

ددې سره سره که په اسلامي نړۍ کې د هغو هيوادونو د ولسمشرانو تاريخ په ځيروګورو، چې د امريکا په رکاب کې يې پښه يښيې وه ، او په خپله سياسي پاليسې کې يې د امريکا مصلحتونو ته پوره پاملرنه کړې وه ، نولږترلږه به د پورتنۍ پوښتنې ځواب وموندلی شو. هغه دا چې کله هم د دې ولسمشرانوسره د امريکا له ارادې څخه د خپلواکۍ خيال په سر کې پيدا شوی دی ، نوپه داخلي سطحه امريکا شخړي ورته را ولاړې کړي آن تر دې چې د حکومت له واږو يي په هر ډول چې ممکنه شوي ګوښه کړي دي .

په تاريخ کې دا ډول پيښې ډيرې زياتې دي چې له نويو پيښو نه د عراق د ولسمشر صدام حسين له مصيرنه يادونه کولی شو ، دا خو ټولو ته څرګنده ده چې صدام حسين د امريکا د استخبارتي شبکود همکارۍ په پايله کې د عراق په سياسي سرنوشت حاکم شو ، په عراق او سيمه کې د عراق دولت د صدام حسين په مشرۍ د امريکا مصلحتونو ته پوره پاملرنه کوله ، خو کوم مهال چې د صدام حسين سره د امريکا له سياسي ارادې نه د خپلواکۍ خيال پيدا شوو، نو بيا په ترورزم او آن تر دې چې د اټمي وسلې په توليد تورن شو ، د همدغه بې اساسه تورونو په پايله کې امريکا نړيواله ټولنه وغولوله ، تر څو پر عراق باندې دنظامي يرغل ملاتړوکړي ، د هغه هيواد په حکومت باندې نظامي يرغل وشو ، چې د امريکا د حکومت سره يې د دوستۍ اوږده سابقه لرله ، په امريکا کې د څو محدودو کسانو د مادي مصلحت په خاطر په يوه خپلواک هيواد باندې نظامي تيری تر سره شو ، او ټولې مادي او معنوي شتمنۍ يې غارت شوې ، په هغه هيواد کې چې د نړۍ په کچه دپټرولو د توليد اړوند دريم يا څلورم هيواد دی ، د هيواد عام وګړي د يوه ليتر پټرولو د لاسته راوړنې لٰپاره څلور تر پنځه ساعته په کتار کې انتظار باسي ، چې یو لیترپټرول تر لاسه کړي ، دا دامريکا د ديموکراسۍ ارمغان دی چې د عراق خلکو ته يي راوړی دی !!!
د بوش او صدام حسين ترمنځ د اختلاف انګيزه پرته له مادي او شخصي مصلحتونو نه بل څه نوه ، خو د دې لپاره چې امريکا خپل يرغل ته د حقانيت بڼه ورکړي وي ، نو خپل يرغل ته يې د فکري او ايديالوژيک بدلون نوم ورکړ، په دې نامه يې پر عراق يرغل تر سره کړ چې ګواکې هلته خلک د يوه ديکتاتور او مستبد حکومت نه ژغوري ترڅو د ديموکراسۍ حق چې دوی ورنه محروم دي ورکړي .

خو د عراق دترخې تجربې له کبله د امريکا سره دا باور پیدا شو، چې د دوی لپاره په اسلامي نړۍ کې د صدام په څيرد ديکتاتورو حکومتونه بدلون ګټور کار ندې ، او په سيمه کې دا راز بدلون هغه مقاومت را ژوندی کولي شي چې دوی له ريښتنی ګواښ سره مخ کړي اوپه راتلونکي کې به يې مخنوي ګران وي ، او دا هم شوني ده چې امريکا هغه له لري حاکميت هم پدغوهيوادونو باندې چې حکومتونه يې د دوی سره ملګري دي له لاسه ورکړي ، نوځکه په اسلامي نړۍ کې د دغه راز بدلونونو(دیموکراسي) لړۍ شنډه شوه او وځنډول شوه .

همدا راز په افغانستان باندې هم د ديموکراسۍ دپلې کولواو دترورزم د ځپلود پلمې تر پوښښ لاندې يرغل تر سره شو ، او کومه ديموکراسي چې د اته کالو په دوران کې دوی د افغانستان ځوريدلی ملت ډالۍ کړی ده ، ټوله نړۍ ېې نندارې ته ګوته په غواښ ده ، دبوش په قول " موږ به افغانستان نړۍ ته د تمدن او ترقي د نمونې په ډول وړاندې کړو ... !!" نن له اتو کالو نه وروسته نړۍ هغه تمدن او ترقۍ چې امريکا د لويديځ په مشرۍ افغانستان ته ورپه برخه کړی دی ليدلی شې ...!! د افغانستان د ملت د مادي او معنوي شتمنيو د غارت پرته بل هیڅ څه نه ښکاري ، د ښځو، اطفالو، سپینږیرو اوبې ګناه خلکو له وژنې او ځورولو پرته بل څه نه لیدل کیږي ، د عامو خلکو ژوند هره لحظه دکواښ سره مخ دی .

پداسي صورتحال کې به دافغانستان دولت د ښاغلي کرزي په مشرۍ وتوانیږي چې دملت او حکومت ترمنځ ایجاد شوی فاصله لنډه او د ملت اعتماد ترلاسه کړي ، اوپه واقعي ډول پر ملت باندې د یرغلګرو تجاوز ته دپای ټکې کیږدي ، او د افغادستان په تاریخ کې هغه پاڼه له سره ولیکي چې د افغانستان پر ملت باندې د تجاوز ، ظلم ، وحشت ، چور اوچپاول مسولیت د همدې دولت پر غاړه اچوي ؟ .