د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

۸۶٪ لوستونکي د سپانسرشپ او نړيوال جام په پيسو د کرکټ لوبغالي جوړېدل غواړي

کرکټ څانګه 19.05.2010 23:11

ټول افغان یوه اونۍ وړاندې لوستونکو ته یوه ټولپوښتنه وړاندې کړه چې په ترڅ کې یې له لوستونکو غوښتي وو چې د هغه ۷۸۰ زره امريکايي ډالرو د ويش په اړه نظر ورکړي چې د افغانستان د کرکټ بورډ له سپانسرانو اخيستي او د کرکټ نړيوالې شورا ورته د شل اورونو په نړيوال جام کې برخه اخيستنې لپاره ورکړي وو. په دې اړه د لوبغاړو او کرکټ بورډ ترمنځ د اند توپير و. کرکټ بورډ غوښتل لوبغاړو ته ۵ زره ډالر ورکړي او پاتې نور د کرکټ بورډ په پرمختګ ولګوي خو لوبغاړو بيا ډېرې پيسې غوښتلې او ځینو په کې ويل چې بايد ټولې پیسې دې په لوبغاړو وويشل شي. یو اند دا هم و چې ويسټ انډیز ته د کرکټ بورډ مامورينو ته دې هم په دې پيسو کې برخه ورکړل شي.

لوستونکو خپله اند ووايه او یو شمېر لوستونکو د پام وړ تبصرې هم وکړې چې ډېرې اغېزمنې وې. په يوه اونۍ کې په ټولپوښتنه کې تر ۴۵۰ زياتو لوستونکو رايې ورکړې. ۵۴٪ رايه ورکونکي په دې اند دي چې افغان کرکټ بورډ دې څه پيسې يواځې په لوبغاړووويشي او په پاتې پيسو دې په عاجله توګه دوه يا درې لوبغالي جوړ کړي. ۳۲٪ لوستونکي بيا په دې اند دي چې د کرکټ بورډ دې څه پيسې په لوبغاړو او ويسټ انډيز ته تللو مامورينو وويشي او په پاتې پيسو دې په عاجله توګه دوه يا درې لوبغالي جوړ کړای شي. ۱۰٪ لوستونکي په دې اندې دي چې ټولې پيسې دې په لوبغاړو او۳٪ په دې اند دي چې ټولې پيسې دې په لوبغاړو او ويسټ انډیز ته تللو مامورينو وويشل شي.

په دې ترتيب ۸۶٪ لوستونکي له کرکټ بورډ څخه په دې پيسو په عاجله توګه د لوبغالو د جوړولو غوښتونکي دي.

د کرکټ بورډ پرېکړه هم داسې برېښي چې د اکثره لوستونکو د خوښې سره سمه شوې ده. د کرکټ بورډ اجرايوي مشر ډاکتر ايمل شينواری وايي چې د سه شنبې په ورځ د نوموړي په شتون کې لوبغاړو د کرکټ بورډ مشر او ماليې وزير ډاکتر عمر زاخېلوال سره ناسته لرله. په ناسته کې لوبغاړو ومنل چې هر یو ته به ۵ زره ډالر ورکوي او ویسټ انډیز ته په تللو مامورينو کې به یو کس هم له دې پيسو څه نه اخلي، پاتې پيسې به د کرکټ په پرمختګ لګول کېږي.

ايا پيسې به رښتيا هم د لوبغالو په جوړولو مصرف شي؟

یو شمېر لوبغاړي او د کرکټ سره تړلي نور یو شمېر کسان - چې نه غواړي نوم یې یاد شي - دا وېره لري چې دا پيسې امکان لري د کرکټ بورډ د لوبغالو په جوړولو ونه لګوي. دوی وايي چې د کرکټ بورډ یو شمېر مامورينو ته له مارکيټ څخه پورته تنخواګانې ورکوي چې په کال کې دا تنخواګانې کابو درې لکه ډالرو ته رسېږي. دا ويره هغه وخت نوره هم زياتېږي چې د افغانستان د کرکټ بورډ لکه د نورې نړۍ د کرکټ بورډونو غوندې د کال په پای کې خپل مالي رپوټ نه خپروي چې رسنۍ او عوام یې وګوري او د دې حساب کتاب هم سختېږي چې د کرکټ بورډ پيسې په کومو مواردو مصرفېږي. یو شمېر د کرکټ سره تړلې کړۍ په کرکټ بورډ کې په جګو تنخواګانو نيوکې لري او غوښتونکي دي چې د کرکټ مصرفونه بايد راښکته کړل شي، ګنې په هېواد کې به د کرکټ مناسب لوبغالي جوړول یو خوب او خيال وي.

له کله راهيسي چې ډاکتر عمر زاخېلوال او ډاکتر ايمل شينواري د کرکټ مشري په غاړه اخيستې ده د کرکټ بورډ تر ډېره بريد منظم شوی دی خو د مصرفونو ګراف يې د پخوا په پرتله په حيرانونکي توګه پورته ختلی دی. یو شمېر لوبغاړي او د کرکټ سره تړلې کړۍ وايي چې که د کرکټ بورډ د سپانسرشپ او نړيوال جام ټولې پيسې په لوبغاړو نه ويشي نو بيا دې سمدستي د کرکټ په لوبغالو جوړولو مصرف کړي او په هيڅ مورد کې دې نه مصرفوي. د نورو مصارفو لپاره نورې سرچينې هم شته لکه د افغان حکومت او نړيوالې شورا له خوا د کرکټ بوديجه. د کرکټ نړيواله شورا وايي چې په ۲۰۱۰ کال کې که افغان کرکټ بورډ د دوی شرطونه پوره کړي نو له یو مليون زيات ډالر به ورته ورکړي.

د ځینو لوستونکو د تبصرو برخې:

میرویس عمرخیل:  ۱ - لوبغاړو ته باید په دغه ورلډکپ کې د ګډون له امله باید حدلاقل سر لوبغاړی ته ۵۰۰۰ زره ډالره او یا هم ۶۰۰۰زره ډالر ورکړل شی .۲ - نورو هغو کسانو ته چې له دوی سره تللی او د کرکټ بورډ له سلا وروسته که مسحق وګڼل شی دوی ته باید ۱۰۰۰ او یا هم ۱۵۰۰ ډالره ورکړل شی . ۳ ـ کرکټ بورډ کولای شی په ولایتی کچه د کرکټ د ودی لپاره مرستی وکړی .  او له ټولو سره په دقیقه توګه حساب وشی او دمالی چارو شفافیت ترټولو مهمه خبره ده .
۴ - زاخیلوال صیب دی لطفا په کرکټ بورډ کې د خپلو خپلوانو او ملګرو لپاره د ددوې پرمعاشونو تجدید نظر وکړی . زما په اند په بورډ کې د یو کس لپاره د ۲۰۰۰ زره ډالرو ورکول له مظلوم ملت سره جفا او نه بښونکی تیروتنه ده .
۵ - په عاجل ډول دی د څو لوبغالو پر جوړولو اقدام وشی . ۶ - دملی ټیم د روزنی لپاره دی د بل روزنکی په لټه کی شی که چیری روزنکی د هندوتسان ، سری لانکا ، بنګله دیش له هیوادونو څخه وی ډیره ښه خبره ده . ۷ - په بورډ کې باید له هر چا سره په مالی چارو کی بشپړ حساب وشی او یوه روپی د لګولو اسناد او مدرک باید روښانه وی .

مسعود کمال: وروستی نظر می دادی چې له جمهور ریس څخه هیله کوم چې هغه مامورین چې له لوبډلی سره ځی او راځی ایا دوی د ۵۰۰۰ یا ۲۵۰۰ یا ۳۰۰۰ امریکای ډالرو وړ دی او که نه حال دا چې زموږ لوبغاړی ۳۰۰ یا ۴۰۰ ډالره میاشتینی معاش اخلی او هغه هم دری یا څلورمیاشتی نه ورکوی

فيضان وطن دوست له دوبۍ: پردي کټ دنيمو شپودي//دشارجي ميدان زمونږ لپاره دنيمو شپو دي که سبا يی بند کړ نوبيا دهغي نه دا ښه دي چي اوس نه سوچ وکو

رفيع الله نيازی: له هر څه کې بايد احساساتي پرېکړې ونه شي، په نړې کې ډېر ملکونه شته چې دکرېکېټ په برخه کې ډېرې تجربې، وړتياوې لري او شونې ده چې له دغه ډول حالاتو سره به هم مخامخ شوي وي لکه نن چې افغانستان ورسره مخامخ دی ، افغانان دې د هغوی له تجربو ، د کريکېټ له قوانينو او د کريکېټ د نړۍ والې شورا له قوانينو ګټه واخلي او دغه ستونزه د ې حل کړي.

نور محمد:  ۱ .  د اتصالاتو شرکت د افغانستان کرکټ سپانسر کړی دی نه د افغانستان یواځی د کرکټ ملی ټیم چی مونږ دا پیسی ټیم ته ورکوو هیڅکله داسی هم نده.۲. د سپریم سپانسر هم د کرکټ بورډ سره د داخلی کرکټ د پرمختګ لپاره شوی دی نه دا چی پیسی دی لوبغاړی یا اداری په جیبونو کښی واچوی۳. هغه پیسی چی داسیایی شورا څخه ورکړل شوی دی هغه د ټورنمنټ کښی د اشتراک فیس دی ... د افغانستان ملی ټیم اشتراک.۴. لوبغاړی هم ماشونه لری او ددی نه علاوه دوی د کرکټ بورډ څخه daily allowance هم اخلی ، ددوی په سپانسرو کښی هیڅ کار نشته ځکه که دوی ووایی چی سپانسرشپ زمونږ په نوم راځی نو بیا تاسو دچا په نوم تر دی ځایه رارسیدلی یاست د افغانستان په نوم ، کچیرته افغانستان نه وی نو چا به تر اټکه هم نه وی بیولی.خو بیا هم د لوبغاړو په ټورنمنټ کښی د اشتراک فیس حق کیږی چی ور یی کړی، صرف لوبغاړو ته نه اداری کسانو ته ، که هغه هر څومره وی.

ضيالرحمن: زما په اند د كركټ بورډ و ظرفيتونو او امكاناتو ته په كتلو سره بايد داسي يو فيصله وكړو چي نه سيخ وسوځي او نه كباب كه د كركټ بورډ مشرتابه لوبغاړو خپل حق د نړيواولو قوانينو په ړنا كښي وركؤي دا به ډير ښه وي او پاته نوركسان ... تر سياسي مصلحتونو تير سي او د افغانستان د كركټ په اړه فكر وكړي دا به ښه وي.

محمدولي مینه ناک: تر ټولو لومړي باید دری لوبغاړي جوړي شي چې مونږ یو ګام نور هم ور نژدي شو د دایمي غړیتوب لپاره ځکه که مونږ associate membership ترلاسه کړو، مونږ به ډیر نور امتیازونه هم ولرو، که چیرې مونږ دویمه درجه غړیتوب ترلاسه کړو نو حتمي کلنۍ بودجه هم اضافه کیږي.

ستانكزى: لوبغاړي دې يوازې خپلې تنخواوې او د جايزې په توګه پنځه پنځه زره ډالر واخلي، دا ددوى لپاره كافي دي. پر پاتې پيسو دې درې لوبغالي جوړ كړي، چې د آى سي سي غړيتوب ترلاسه كړي. دغسې د يو كال لپاره دې له جنوبي افريقا يا بل هېواد نه د بېټنګ په برخه كې روزونكى راونيسي او له همدغو پيسو دې د هغه لپاره د پوره كال معاش جلا كړي.  هغه كسان، چې اختلاف ته لمن وهي او د كركټ لوبډله بدناموي، يا يوازې د پيسو لپاره لګيا دي، هغوى دې تنبيه شي او كه په دې ونه شي، نو له لوبډلې دې د شپږو مياشتو په مخه و اېستل شي او كه بيا ونه شي، بيخي دې لرې شي. د كركټ بورډ په سر كې دې داسې كس راشي، چې د مسلكي توب ترڅنګ د خپلوۍ پالنې حس پكې نه وي او معيار وړتيا وټاكي. ټول هغه كسان، چې خپل خپلوان سره كيږي او د خپلويو پر بنسټ ګومارل شوي، د ولسمشر كرزي نوى فرمان دې پرې تطبيق شي او ګوښه دې شي.

تاج ملوک عالم: د ټول سکواډ حق دی چې پيسې واخلي ... تاسو د ۱۹ کالو لوبډله وليدله چې له نړيوال جام څخه راغله نو بورډ د برخه اخيستنې پيسې ورکړې نو اوس ولې [دې لوبغاړو ته] نه ورکول کېږي؟ ... د لوبغالو لپاره نو بيا حکومت څه کوي؟ دا خو د حکومت دنده ده چې لوبغالي جوړ کړي او هغه د کرکټ د نړيوالې او اسيايي شوراګانو روپۍ چې زيادتره یې د ګرونډ لپاره راځي بايد چې مصرف شي.

 احمدشاه پاڅون ( هلمند افغانستان ):  (( ايا په نورو هيوادونو کي هم پر سپانسرشيب دومره مسلې راپور ته سوي ، په کار خو دا وه چي دا د پيسو خبره بيخي ميډيا ته نه واى وتلې او هلته سره غوڅه سوې واى ... کريکټ ډير پر اصولو ټينګه لوبه ده نو دې شي ته ولي هيڅ قانون او ترتيب نسته )).

ټولې تبصرې دلته لوستلای شﺉ.