د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پنجشېر د هلمند ارمان ته د پای ټکی کېښود، په ۵ ویکټو یې وګټله

کرکټ څانګه 19.05.2010 10:02

نن د افغانستان پنځوس اوريزه ولايتي سيالي چې د اتصالات سيالۍ په نامه يادېږي له دوه ورځې ځنډ څخه وروسته پيل شوه. سيالي د باران د اورښت له کبله دوه ورځې ځنډول شوې وه.

د لوبو مهال ويش بدل شوی او په پخواني ترتيب به د لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره کېږي. نن لومړۍ لوبه هلمند او پنجشېر کوي.

د افغان کرکټ بورډ د رسنيزو چارو مسوول فريد هوتک ټول افغان ته وويل چې د پنجشېر لوبډلې پچه وګټله او فيلډ کول یې غوره کړل. د هلمند بيټنګ په ۹ بجې پيل شو او تر ۷م اور پورې یې دوه ويکټې له لاسه ورکړې او ۴۰ منډې یې کړې وې.

پنجشېر وکړای شول چې د هلمند ټول لوبغاړي په ۱۲۶ منډو وسوځوي.

په ځواب کې پنجشېر د ۱۲۷ منډو هدف په ډېره اسانۍ په ۱۹م اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او هلمند یې له ولايتي سيالۍ څخه وويست.

پنجشېر لا په سيالۍ کې شته او هلمند به په کابل کې د هوټل کوټې خالي کوي.

له پنجشېر او هلمند برسېره په A ګروپ کې وردګ، خوست، بغلان، او بلخ هم شامل دي. هره لوبډله یوه لوبه کوي چې په مجموع کې په هر ګروپ کې درې لوبې ترسره کېږي. د دريو برياليو لوبډلو څخه د منډو د اوسط د لوړوالي په اساس دوه مخکښې لوبډلې به په خپل منځ کې لوبه کوي چې بريالۍ لوبډله به په نيمه پايلوبه کې لوبه کوي.

شمشاد تلويزيون نن د پنجشېر او هلمند لوبه په ژوندۍ بڼه د کابل د کرکټ له لوبغالي څخه د کرکټ مينه والو ته وړاندې کړه چې په تاريخ کې لومړي ځل و یو افغاني تلويزيون يوه سيمه ييزه لوبه په ژوندۍ بڼه په افغانستان کې د کرکټ مينه والو ته وړاندې کوي.