د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر کرزی: کوچيان خپلو څړځايونو ته د تګ حق لري

کمال الدين رنځور 18.05.2010 20:22

ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې یو رسنيز کنفرانس ته وويل چې کوچيان حق لري خپل مالونه خپلو څړځایونو ته یوسي.

ولسمشر دا خبرې د دايميرداد ولسوالۍ دقادور دښتې کې د کوچيانو سره د سيمې د هزاره ګانو د تېريو په اړه کولې. ولسمشر زياته کړه چې اساسي قانون کوچيانو ته حقوق ورکړي دي چې بايد ورکړل شي.

ولسمشر د خپل دويم مرستيال د څرګندونو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه او ویې ويل چې د کوچيانو او هزاره ګانو لانجه ټولنيز اړخونه لري. ولسمشر دا رد کړه چې ګنې د دې لانجې شاته دې د بهرنيانو لاس وي.

دوه ورځې وړاندې د ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي له تعصبه ډکو څرګندونو کې کوچيان پړ بللي وو او ويلي یې وو چې بايد د ددايميرداد ولسوالۍ دقادور له دښتې دې ووځي. د نوموړي دا ډول غيرملي څرګندونو افغانان هک پک کړل چې د ولسمشر په خپل دفتر کې د توکميز تعصب په اساس دريځونه غوره کېږي او د ولسمشر مرستيال ځان د ټول ولس استازی نه بولي بلکې ځان یواځې د خپل هزاره قوم په چوپړ کې بولي.

ولسمشر کرزي پخوا هم په ورته لانجو کې کوچيانو ته له انصاف ورکولو ډډه کړې وه او د واک د ملګرو د خوښولو لپاره یې د کوچيانو په حقوقو پښې ايښي وې چې دا دی پايله یې بيا د بلې لانجې په بڼه کې څرګنده شوه.

ولسمشر کرزي تېره ورځ ددايميرداد ولسوالۍ ته د شخړې د حل په موخه د کريم خليلي په مشرۍ یوه جرګه ولېږله. په داسې حال کې چې پخپله کريم خليلي کوچيان پړ بولي. د نن ورځې کوم بيان چې د ولسمشر دفتر د لانجې د حل په موخه رسنيو ته ورکړی دی په کې د کوچيانوحقوق په ښکاره د پښو لاندې شوي دي او د کريم خليلي ډنډوره یې غږولې ده چې د ولسمشر د ننیو څرګندونو سره په روښانه توګه په ټکر کې دي.

افغانستان کېدای شي یواځينی هېواد وي چې ولسمشر یو څه او د دفتر بيانې یې بل څه وايي او ولسمشر په کې د لانجې د حل لپاره یوه خوا قاضي ټاکي.