د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د چاپي خپرونو تاريخي بهير

محمدظريف عنايت زی 18.05.2010 13:31

په نړۍکې دچاپي خپرونو تاريخي بهير

تحقیق اولیکنه : محمدظریف عنایت زی

له لرګي څخه دجوړشوي چاپ له ماشین وروسته په ۱۸۱۴ کال کې فردریک کونیګ دوه سلنډرلرونکی دچاپ لومړنی ماشین چې په بخارسره یې کارکاوه جوړاودلندن ټایمز ورځپاڼې په واک کې یې ورکړ،دغې ماشین په یوه ساعت کې د۱۱۰۰ پاڼودچاپ توان درلود ،له هغې وروسته داتومات ماشینونو دجوړولو هڅې پیل شوې .
په ۱۸۴۵ کال کې آګسبورګ فابریک ماشینmachine Augsburg fabric شرکت کار پيل کړاو تر۱۸۷۲ کال پورې یې ۷۵۰ دچاپ ماشینونه جوړاوپه جرمني اوله هغې بهر هیوادونو کې ترې کار اخيستل کيده . همدې شرکت په ۱۷۷۳ کال کې یوکوچنی ماشین جوړکړچې د برتانوي جان والترله ماشینه یې ښه کارکاوه اوپه یوه ساعت کې یې دوولس زره پاڼې په دواړومخونوکې چاپولې .
دچاپ په ډګرکې دپراخې ودې له امله همدا شرکت په ۱۸۹۷ کال کې د رول په بڼه دچاپ د ماشین په جوړولوبریالی شوخوپه ۱۹۱۲ کال کې دغې شرکت چې اوس دمان رولندپه نامه دی درول آفست ماشین جوړکړ چې دغه ډول ماشینونه دچاپ په ډګرکې ډیرکارنده اوښه کارکوي اونن سبادنړۍدوه په دریمه برخه ورځپاڼې دآفست مان رولندپه ماشینونوچاپیږي.

لومړنۍ ورځپاڼې :
داوولسمې پیړۍترپایه دچاپ دلومړنیوماشینونوپه پړاوکې په جرمني کې کابواویا ورځپاڼې خپریدې چې په ټوله اروپاکې لوي شمیرګڼل کیده ددغوورځپاڼوتیراژ یاچاپګڼه له ۳۰۰ تر۴۰۰ پورې وه . په دې پړاوکې له یوې خوا اقصادي حالت ښه نه و او له بله پلوه د لوستیو کسانوشمیرلږ و یوازې ښوونکو،زده کوونکواوحکومتي کارکوونکو به ورځپاڼې پيرلې اوښوونکوبه په تدریس کې اوسیاسي شخصیتونو به په ویناووکې له هغې استفاده کوله .
په ۱۸۰۰ کال کې کورسپاندنت هامبورګرانپاردیسکcorrespondent hamburger unpartheyische ډیرشهرت ترلاسه کړاوددغې ورځپاڼې څلورزره ګڼې به شاوخوا اروپايي هیوادونوته لیږل کیدې .
دلندن ټایمزورځپاڼه په ۱۷۸۵ کال کې ، دایټالیا کوریه ره دلاسراپه۱۸۷۶ میلادي کال کې،
دمصرالاهرام ورځپاڼه په۱۷۹۹ میلادي کال کې ، دامریکا نیویارک ټایمزورځپاڼه په ۱۸۵۱ کال کې اوفایننشل ټایمز په هغه وخت کې په تقریبا لوړتیراژسره چاپیدلې .
خوپه نولسمې پیړۍکې په نړۍکې دورځپاڼوشمیرډیرزیات شواو دکاغذ جوړولود فابریکوپه رامنځته کیدواو د تجارتي اعلانونو په خپرولوسره دې بهیرډیره وده وکړه ،د ورځپاڼوبیه راټیټه شوه اوهرچا ددې توان پیداکړچې ورځپاڼه وپيري ،له بلې خوادچاپي تکنالوژۍوده هم ددې ډګر د پرمختګ لامل شو.

په نړۍکې دورځپاڼوارزښت:
په هرهیواد کې د ورځپاڼو د چاپګڼو(تیراژ)لوړوالی دهغه هیواد د ادب ، كلتوراوسواد دكچې دلوړوالي اوپراختیانښه ګڼل کیږي اوتیراژ د اعلانونو،مالي ګټې اودپیسود سپماپه برخه کې مهم عامل دی ،ځکه هر څومره چې دیوې ورځپاڼې تیراژلوړوي اوډیرخلک یې وپيري په هماغه کچه سوداګر، تجارتي شرکتونه اونورد کاروبارمرکزونه په هغې کې داعلانونو خپرولوته ګروهنه پیدا کوي .
نن سباچین ،هند،جاپان ،امریکا،جرمني،برتانیه،فرانسه، روسیه، برازیل، اوایټالیا د نړۍترټولولوړتیراژلرونکې ورځپاڼې لري .
دورځپاڼودنړیوالې تولنې (WAN)د وروستي راپورپراساس په ټوله نړۍکې دورځې کابو يو میلیارد کسان ورځپاڼې پيري ،په دې توګه نن سبا په منځني ډول دورځې تقریبایونیم میلیاردکسان په نړۍکې ورځپاڼې لولي اوپه تیروڅوکلونوکې له جنوبي افریقاپرته په ټوله نړۍکې د ورځپاڼو شمیرنورهم زیات شوی دی .
ددې موسسې له راپورسره سم په جاپان کې دورځپاڼو د لوستونکو شمیر د نړۍله بل هر هیواده زیات دی یعنې۶۴ سلنه د نړۍورځپاڼه لوستنه په همدې هیواد کې ده اود نړۍ تر ټولولوړ تیراژلرونکې ورځپاڼې هم په همدې هیوادکې خپریږي .
هره ورځ ۸۵ میلیونه چینایان ،۷۲ میلیونه هندیان ،کابو اویامیلیونه جاپانیان او۵۷ میلیونه امریکایان ورځپاڼې پیري .
دورځپاڼود نړیوالې ټولنې د راپورله مخې په تیرو دوو کلونو کې دورځپاڼو داعلانونوله لارې ګټه زیاته شوې ده چې علت یې دورځپاڼو د تیراژلوړیدا ده .
دا هم باید ووایوچې په تیروڅوکلونوکې په اروپا اوامریکا کې کابو دوولس سلنه ورځپاڼو خپل پخوانی تیراژله لاسه ورکړی چې دویبلاګونو، راډیوګانواوټلویزیونونو سیالۍد ورځپاڼو د چاپیدو د ځوړتیا لامل شوی دی . نن سبا یوازینۍلاره چې د ورځپاڼو د لاځوړتیا مخنیوی کولای شي داده چې نوښتګراوتجربه لرونکي کارکونکي دې ډګرته جلب کړاي شي ځکه اوس دژورنالیزم دڅانګې اکثره وړکسان په راډیوګانواوتلویزیونونوکې په ښو مالي امکاناتو په دندو ګمارل کیږي چې په دې برخه کې د ورځپاڼو د مسوولینولازیاته بې پامي د چاپي خپرونو د کرارکرارځوړتیاسبب کیږي او په ټول کې داسې ښکاري چې ورځپاڼې نورنو د انټرنټ ،راډیو او ټلویزیون په وړاندې د پخواپه شان مقابله نشي کولاي .

نوربيا