د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ بورډ: د ۱۶ کاله ټيټ لوبډلې لپاره د عمر معلومولو معاينات سم او باوري دي

کرکټ څانګه 18.05.2010 02:43

د کرکټ بورډ اجرايوي مشر د لوبغاړو معاينې سمې بولي.

د افغانستان د کرکټ بورډ هغه تور ردوي چې یو لوبغاړي لګولی او په کې راغلي دي چې په کابل کې د کرکټ بورډ معايناتو د نوموړي عمر ۱۸ کاله خو په پېښور کې معايناتو ۱۵ کاله او څلور مياشتې ښودلی دی.

د کرکټ بورډ اجرايوي مشر ډاکټر ايمل شينواري ټول افغان ته وويل چې د ۱۶ کاله ټيټ لوبډلې د ټاکلو په موخه یې د ټولو لوبغاړو د هډوکو معاينه په کابل کې په فرانسوي روغتون کې کړې ده او پوره باور لري چې معاينات سم دي. نوموړی وايي چې فرانسوي روغتون منل شوی روغتون دی او فکر نه کوي د چا له خاطره د ناسم رپوټ ورکړي او خپل اعتبار خراب کړي.

څو ورځې وړاندې یو لوبغاړي عزيز فضلي - چې په جلال اباد کې یې د ۱۶ کال ټيټ لوبډلې د ټاکلو په موخه په ترسره شوې ازموينه کې برخه اخيستي وه او لوبډلې ته بريالی شوی خو د عمر د ډېر والي له امله بېرته ويستل شوی و - دعوه کړې وه چې عمر یې کم دی او په کابل کې د کرکټ بورډ له خوا شوو معايناتو یې په ناسمه توګه عمر ۱۸ کاله ښودلی دی.

شينواری وايي چې د دې لوبغاړي دا ډول څرګندونې سمې نه دي او ورسره موافق نه دی.

عزيز فضلي ټول افغان ته ويلي وو چې په پېښور کې یې هم معاينات کړي دي چې په کې د نوموړي عمر ۱۵ کاله او څلور مياشتې ښودل شوی دی. ټول افغان ورڅخه د معايناتو کاپي څو ورځې وړاندې غوښتې ده خو فضلي تر اوسه ټول افغان ته په پېښور کې د شوو معايناتو ثبوت نه دی سپارلی.

د افغانستان د ۱۶ کاله ټيټ لوبډله به د جولای په مياشت کې ماليزيا ته ځې او د آسيايي شورا د ۱۶ کاله ټيټو لوبډلو په چيلنج کپ کې به برخه اخلي.

د عزيز فضلي پوره ليکنه دلته لوستلای شئ.