په پکتيا کې د کرکټ سيالي روانه ده
16.05.2010 19:25د پکتيا ولايت د کرکټ د لوبو په دوام پرون د يونين ټيم خپل سيال ته ماتې ورکړه.
دپکتيا ولايت ورزشي آمر حنيف افضلي باختراژانس ته وويل: په دغو لوبو کې د يونين لوبډلې لومړی بيټنګ وکړ او يو سل او درې پنځوس منډې یې تر لاسه کړې. په مقابل کې یې د ډاکتر نجيب ټيم يو سل او شل منډې جوړې کړې او لوبه د يونين لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
ده زيا ته کړه ټاکل شوې ده را تلونکي لوبه د پکتيا پوهنتون او د افغان د ټيمونو ترمنځ وشي.
دا سيالي د پکتيا ولايتي سيالي ده او شپاړس ورځې مخکې د دولسو لوبډلو ترمنځ پيل شوې ده.