د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نجيب زراب د ښارګوټي د شخړې په اړه کرزي کميسيون جوړ کړ

کمال الدين رنځور 16.05.2010 17:18

د ولسمشر حامد کرزي د کميسيونونو لړۍ لا روانه ده. نوی کميسيون یې په ننګرهار کې د روداتو په ولسوالۍ کې د سوداګر نجيب زراب له خوا د امان الله خان په نامه د ښارګوټي د جوړولو په سر د روداتو د ولس سره د راولاړې شوې شخړې په اړه دی.

دننګر هار ولايت د رو دا تو په ولسوالۍ کې دنجيب زرا ب ښارګو ټي پر سر د شاو خوا سيمو د ولسونو او د ښارګوټي د څښتنانو ترمنځ د ښارګوټي په ملکيت ستونزه راولاړه شوې ده. پخوا هم خبره اخ او ډب ته رسېدلې وه او پوليسو په کې په ولسي وګړو ډزې کړې وې چې یو شمېر ولسي وګړي په کې شهيدان شوي وو.

ويل کېږي چې د نجيب زراب سره په دې ښارګوټي کې لوړپايه دولتي چارواکي شريک دي چې د ننګرهار د والي ګل آغا شېرزي او د پخواني وزير یوسف پښتون نوم هم په کې اخيستل کېږي. ځيني په کې پخپله د ولسمشر کرزي نوم هم اخلي چې په دې پروژه کې شريک دی.

 د ګل خانې ماڼۍ وايي چې ولسمشر د ننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې  دنجيب زرا ب ښار ګوټي د مالکانو اود بړو کلي د اوسيدونکو ترمنځ د ښارګوټى د مځکې د ملکيت پر سر د ستونزو د لاپراختيا د مخنيوې او هوارۍ په موخه د جمهور ي رياست د سلا کار وزير اسد الله وفا په مشرۍ ا ود مشرا نو جرګې د لومړي مرستيال فضل هادى مسلميار ، د ملي شورا د ولسي جرګې د غړي محمدهاشم پولاد ، د ملي دفاع و زارت د استازي جنرال دين محمد ، د کورنيو چارو وزارت د استازي سمونوال نثار احمد ، د ملي امنيت دلوی رياست د استا زي ډګر وال سيد اسرار سعيدي، د سيمه ييزو ارګانونو دخپلوا کې ادارې داستازي شاد محمد نيکزاد په ګډون د هيئت ټا ګنه منلې ده او دنده یې ورکړې ده چې د سيمې د دولتي چاروا کو، ولايتي شورا، ديني عالمانو ، سپين ږيرو او مخورو سره په ګډه او تفاهم پيښه په هراړ خيزه تو ګه وڅيړي، عوا مل يې پيدا اود حل بنيادي لارې چارې يې ولټوي او په اړه يې غوڅ تد بيرونه خپل کړي.

په نوي فرمان کې راغلي دي چې هيئت دې د خپل کار رپوټ د يوې اونۍ په ترڅ کې د جمهوري رياست مقام ته وړا ندې کړي.

د يادونې وړ ده چې د نجيب زراب د ښارګوټي معامله په خپله د جمهوري رياست په مقام کې شوې ده. د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې ولسمشر کرزي په غير قانوني توګه د روداتو زرګونه جريبه ځمکه نجيب زراب ته ورکړې او دا کار د اساسي قانون مخالف بولي.

ډېره تمه نشته چې نوی کميسيون دې ولس ته انصاف ورکړي. پخوا هم دا ډول کميسيونونه جوړ شوي دي خو ګټوره پايله یې نه ده لرلې او که ګټورې مشورې یې ولسمشر ته وړاندې کړي دي، په خپله ولسمشر پرې نه دی ودرېدلی.