د شمشاد تلويزيون به هره شپه د ولايتي سيالۍ حال خپروي
15.05.2010 22:46د شمشاد تلويزيون به هره شپه د نهو بجو څخه تر لسو بجو پورې په يو ځانګړي پروګرام کې چې شمس خليل یې چلوي د ولايتي سيالۍ د لوبو حال خپروي.
دا سيالي چې د دوشنبې په ورځ (د می په ۱۷مه نېټه) په کابل کې پيلېدونکي دي د ۲۴ ولايتونو ترمنځ ترسره کېږي. لوبه پنځوس اوريزه ده او هره ورځ به یوه لوبه ترسره کېږي چې د سهار په ۹ بجو به پيل کېږي.
د کرکټ بورډ اجرايوي مشر ډاکټر ايمل شينواري ټول افغان ته ويلي دي چې دا سيالي د کورني يا ډوميسټيک کرکټ بنسټ ايښودنه ده او له دې وروسته به هر کال د پنځوس اوريزه لوبو برسېره د هېواد په کچه شل اوريزه او درې ورځنۍ سيالي هم کوي. شينواری وايي چې د ولاياتو استازو ته یې لارښونه کړې ده چې په ولايتي کچه هم سيالۍ جوړې کړي.
په ولايتي ټورنامنټ کې به د هېواد نامتو کرکټران لوبه کوي چې د ملي لوبډلې لوبغاړي هم په کې شامل دي. د ملي لوبډلې تېز توپ اچونکی حميد حسن او پيلونکی کريم خان صادق به د ننګرهار له لوبډلې سره، افتاب عالم او هستي ګل د کابل د لوبډلې سره، او حشمت الله شهيدي د لوګر د لوبډلې سره لوبه کوي.
نور علي ځدراڼ او يامين احمدزي هم ټول افغان ته ويلي دي چې په ولايتي ټورنامنټ کې برخه اخلي.