د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دشرک اوپه اسلام کي دخرافاتودپيداکېدلوعوامل

محمدوصيل پېروز 14.05.2010 19:15

ژباړه : محمدوصيل پېروز

الحمدلله رب العلمين والصلوة والسلام علی رسوله الکريم . امابعد:
اسلام ديونړيوال دين په توګه دنړۍ پرمخ وغوړېد،ډېری ملتونه داسلام په وړاندي سرټيټي شول د هغوئ سلطنت اوعظمت داسلام په عظمت کي محوه شوخوبياهم ځيني داسي کسان ووچي دهغوئ له زړونوڅخه لاکينه اوبغض نه وووتلی نولکه څرنګه چي دوئ دوسلې په زورداسلام مقابله نه شوای کولای، دخپل هدف دترلاسه کولوپه تکل يې اسلامي جامه په تن اوپه مکروحيلويې پيل وکړپه اصطلاح حزب المنافقين رامنځ ته شو،ددې حزب بنسټګرعبدالله بن ابی بن سلول دی .
منافقينوپه خپلوحيلواوتدبيرسره په اسلام کي دتېرومذاهبوخرافات اوباطلې عقيدې په نوي ډول ور ګډې کړې اوددې نسبت يې شارع ته کاوی،دې ډلې داسلام ثقافت په لاس کي ونيواوله څولورويې پر اسلام بريدوکړله دوئ څخه ځيني يې دحديثودراويانوپه کاروان کي شامل شول لکه کعب الحبرابوالاحباريهودي،ځيني يې مفسرين،واعظين،مورخين او... شول لنډه داچي هغوئ دحديثو،علوم تفسير،فقه،تاريخ په وسلوځان سمبال کړاوپراسلام يې يوهراړخيزبريدوکړ،هغه څه يې وکړل چي بايد نه وای شوي .
دمنافقينويومهم هدف داووچي اسلام ديومنکراوغيرمعقول دين په بڼه خلکوته وروپېژني چي ترڅه حده پکي بريالي هم شول،غوښتل يې هغه امتيازچي اسلام یې له نورودينونوسره لري هغه له منځه يوسي .
اسلام دعقل،منطق اوفطرت دين دی،اسلام دتوحيداودبتانوله منځه وړونکی دين دی،اسلام دفضيلت او اخلاقودين دی،اسلام دصبراوشجاعت دين دی،اسلام دعلم اوصالح عمل دين دی،اسلام دانسانيت شريعت دی،اسلام بشرته نفس،علم اوعقل ورکړ،اسلام بشردکاهنانوله منګولوراوايست،اسلام دخالق اومخلوق په منځ کي واسطه نه مني،اسلام قبرپرستي،بت پرستي اودغيرالله عبادت منعه اعلان کړ،څوک چي مسلمان شي اوقران ته پناه راوړي هغه دځان اوخالق ترمنځ واسطې ته اړنه دی،اسلام ړوندتقليدحرام وګرزاوی اوپرظن يې عمل کول منعه کړل . خوداسلام دښمنانوداسلام ددې عقايدودختمولوپه هدف احاديثو،تفسيراونوروعلوموته مخه کړه اوديهودانو،عيسايانو،صابئينواومجوسيانويوه بشپړه ډله په دې کاراخته وه،هغوئ له ځانه احاديث جوړول او په اسلامي نړۍ کي به یې خپرول که ددې ډلې بشپړحالات وليکل شي يوپنډکتاب به ترې جوړشي .
په دې ډول داسلام دښمنانودمسلمانانوعقايدله باطلومذاهبوسره مخلوط کړل اواسلام يې په بله بڼه خلکوته وروپېژاندی،که اوس موږپه خپله ټولنه کي سترګې واړوونودمسلمانانوعقایدله باطلوفرقوسره هیـــڅ توپيرنه لري .
صابئينوستوري سپېڅلي ګڼل اووروځوته په ښه اوبدقائل وو،همدارنګه داعقيده په ډېره تېزي سره په مسلمانانوکي خپره شوه اواوس هم دارواج لاپه مسلمانانوکي نه دی ورک شوی .
نصاری له مسيح اومريم څخه مرسته غواړي همدارنګه مسلمانان هم له نبيانواواولياؤمرسته غواړي .
يهودواونصاراوورهبان اواحبارپه رب نيولي ووهمدارازمسلمانانوهم وليان اومرشدان رب ګڼي .
مشرکين غيرالله ته قربانۍ کوي همدارنګه مسلمانان هم ديوه پيراوولي په نوم قربانۍ کوي .
مشرکين دډبرې اوبوت عبادت کوي مسلمانان هم له ډبرې اواوونوتبرک غواړي .
دمنافقينويوبل تکتيک داووچي په رسول الله صلی الله عليه وسلم اوددين په امامانوپسي يې له ځانه خبرې جوړولې اوډېرموضوعي احاديث يې رامنځ ته کړل ،په خپل دې تکتيک سره وتوانېدل چي دځينومسلمانانوله فکره داصل اسلام رڼاختمه کړي . دبېلګي په ډول هغوئ له ځانه داموضوعي احاديث جوړکړچي " زه سيدالانبياء يم،اوبه سيدالمشروبات دي اوبانجړسيدسبزيات دی ." دنبي کريم صلی الله عليه وسلم په ځانګړنوکي يې وليکل چي يوه ځانګړتيايې داوه کومې ښځې ته به يې چي وکتل اوخوښه به يې شوه هغه پرمېړه حرامېده . درسول الله صلی الله عليه وسلم په معجزوکي يې وليکل چي له پيدايښت وروسته رسول اکرم صلی الله عليه وسلم اووه ورځې دابوطالب له تيوشيدې وخوړې ځکه نودی اوعلی رضی الله عنه سره رضاعي وروڼه دي . درسول الله صلی الله عليه وسلم په ويناووکي يې وليکل چي ځمکه دغوايي پرسره ولاړه ده،غوایی ديوه ماهي پرنس ولاړدی چي په درياب کي حرکت کوي کوم وخت چي غويی خپل سروښوروي نوزلزله رامنځته کېږي .
همدارازدې منافقانوددين په امامانوپسي هم داسي ورته چټيات ليکلي دي لکه ددوئ په ويناحضرت صادق وايي : داپراسمان چي کوم شفق ښکاري دادحسين رضی الله عنه وينې دي .
له دې ټولوسره سره ددروغواوکفريوغټ کتاب ضياء عيون الناظرين دی چي دصفويانوپه وخت کي ليکل شوي دی اوڅوځله په تهران کي ترچاپ هم تېرشوی دی . داکتاب له اسلام سره بالکل ټکراومخالف دی . محتوی يې دنبوي مهرپرځانګړنواودنعل مبارکوپرشکل چي ديهودومجعولات دي راڅرخي .
عجيب اوغريب شکلونه له پيغمبرصلی الله عليه وسلم اوددين له امامانونقلوي چي داسلام اومسلمانانود عزت دله منځه تلوسبب کېږي . مثلاًديوه شکل دځانګړتياپه بيانولووړاندي کاږي : له اميرالمؤمنين علی کرم الله وجهه څخه نقل شوی دی چي که چايوځل دې انځورته وکتل نوداوياووکلونوګناه به وروبخښل شي اوکه يې دويم ځل ورته وکتل دموروپلارګناهونه به وروبخښل شي اوکه يې درېيم ځل ورته وکتل الله جل جلاله به ددې امت ټول ګناهونه وبخښي .
که ځيرشوداهغه چاجوړکړی چي هم داسلام اوهم داميرالمؤمنين علی کرم الله وجهه سخت دښمن دی،څوک چي دذرې په څېرعقل ولري ددې موضوعي حديث په ليدلوبه بې اختياره خنداورشي .
همدارازيوبل نقش وړاندي کوي اوپه دروغوله علی کرم الله وجهه بل روايت نقلوي :
" هرچاکه دسهارله لمانځه وروسته دې شکل ته وکتل نولکه دادم عليه السلام په څېرچي يې پنځوس حجونه ترسره کړي وي،که يې دماپښين ترلمانځه وروسته ورته وکتل لکه دابراهيم عليه السلام په شان چي يې درې سوه حجه کړي وي لنډه داچي له هرلمانځه وروسته همداسي لوړخېژي . "
همدارازنورډېرموهومات اوکفريات په دې کتاب کي راغونډشوي دي .
له دې پرته نورهم ډېرداسي له ځانه جوړشوي روايات شته چي داسلام سرسختودښمنانوله ځانه جوړکړي دي اوغواړي په دې ډول اسلام تخريب کړي،که زه داټول رانقل کړم نوممکنه ده چي په زرګونوپاڼې ډکې کړي . لنډه داچي داپه بشپړډول داسلام،شريعت اوسيدالمرسلين سپکاوی .
(( اَللهُ يَسْتَهْزِئُ بهم وَيَمُدُّهُمْ فِی طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُوْنَ )) (البقره / ۱۵)
ژباړه : الله جل جلاله په دوئ ټوکي کوي اوددوئ په سرکښۍ کي وخت ورکوي څوسرګردانه وي .
اې مسلمانانو! سترګې خلاصې کړئ اودغفلت له خوبه رابيدارشئ،دباطلواوحقوډلوترمنځ توپيروکړئ، حقيقي اسلام وپېژنئ څواسلام يوځل بياخپل پخوانی برم خپل کړي .
خلک به ولي له دينه نه وزي هغه دين چي له خرافاتواووهمياتوډک وي،خلک به څرنګه له دې لارې حقيقت ته ورسېږي؟؟؟،ترڅوچي په دين کي داټګماران وي چي موږته يې دمسلمانۍ په جامه کي ځان راپېژندلی هيڅکله به عام خلک له دې لارې حقيقت ته ونه رسېږي !!! .
دخلاصون لاريوازي دالله جل جلاله په کتاب اودرسول الله صلی الله عليه وسلم په سنتوکي ده که څوک دادوه مشالونه په لاس کي ونيسي ډېرژربه داتيارې څيري اونېکمرغي به ترلاسه کړي،که نه دغولان اوشيادان ښکاربه شي چي وروستۍ پايله به يې هلاکت وي .
وصلی الله تعالی علی خيرخلقه محمدواله واصحابه اجمعين