د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دننګرهار ویرجنه پیښه د کرزي دسفرلومړنۍ لاسته راوړنه !!!

شاهد غزنیوال 14.05.2010 09:56

تیره شپه یوځلې بیا افغانستان ته دسولې ،ترقۍ اونیکمرغۍ په نوم راغلیو مدعیانو دننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ د "رباط" په کلي کې پر هغو خلګو چې ريبل شوي غنم يې د تريشر په واسطه پاکول راکټونه وويشتل چې له امله يې ديارلس (13) تنه بیوزله اوستومانه کروندګر په شهادت ورسيدل .

تردې خونړۍ پیښې تقریبا یوه نیمه اونۍ مخکې همدغو سوله ایزومدعیانودهمدغې ولسوالۍ دنظره آباد په کلي کې دپارلمان دوکیلې دکورپه شمول په څونوروکورونو چاپه واچوله چې دیوه تن په وژلوبرسیره یې یوزیات شمیر نورولسي وګړي په خپلوکورنوکې ووهل اودکورسامانونه یې ورځینې غلاکړل.

د دغو دواړوخونړیوپیښو په غبرګون کې دسیمې ځوریدلي اوسیدونکي له وژل شویو کسانوسره دکابل جلال آباد لویې لارې ته راووتل اومرګ په امریکا ،مرګ په کرزي ویلویې خپلو ویرجنو زړونوته تسلي ورکړه .

ترکومه ځایه چې دنومړې زړه دردوونکې تکراري پیښې په اړه خبره د بیواکواوپردي پالو چارواکوپه غبرګون پوري ده نوهغوﺉ ته خوهمدغه یوه پلمه اوکړنه پاتې ده چې دمعلومې پیښې په اړه دپلټنولپاره پلاوی سیمې ته ولیږي اودهماغوپلټونوپه ترڅ کې لاس ته راغلې پایلې بیاهمداسې داهمال اوفراموشۍ په ډیران کې ورخطاکړي.

دیرغلګرو امریکایانو په لاس دننګرهار دسره رود د۱۳ تنو بیوزله کروندګرو دشهادت دغه مظلومانه پیښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې تردې یوه ورځ وړاندې په واشنګټن کې دکرزي اواوباما ترمنځ په افغانستان کې دولسي خلګو دتلفاتو دمخنیوي په اړه تودې اودکرزي په اصطلاح زغرده خبرې هم وشوې ، خو دکرزي دزغردو خبرو پایله داشوه چې امریکايي ځواکونو دخبروپه لومړۍ شپه په یوې ولسوالۍ کې ۱۳ تنه بزګران ووژل دهغو ولسي بیوزلانوخولاشمیر ندی مالوم چې په کندوز،غزني هلمند اوکندهارکې له مخالفینوسره دتړاوپه تور په دې دریو څلوروشپوکې وژل شوي .

کرزی چې له امریکایي کورنیوسره دغمشریکي په نیت دامریکاپه ویرجنیا ایالت کې د ارلینګټن هدیرې ته په افغانستان کې دوژل شویو عسکرو هدیرې ته ورځي اوهالته په داسې حال کې چې په همدغو وژل شویو عسکرو تر امریکایې رابرت ګیتس اومایک مولن ځان ډیرخپه بولي دهغوﺉ په قبرونودګلانو ګیدۍ ږدي، دهمدغو وژل شویو عسکرو له کورنیو اویادهغوﺉ له پوځي چارواکوڅخه ددې پوښتنې جرأت نشي کولای چې ورته ووایي چې تاسو ولي زمونږ بیوزله ولسي وګړي داسې په بیرحمۍ شهیدانوۍ؟

که څه هم چې ولسمشر کرزی دنرم زړه څښتن دی اوڅوځلې یې دامریکایانوله لوري دولسي افغانانو په وژل کیدو اوښکې توﺉ کړې مګرهغه په خپل ولس دخواخوږۍ اوزړه سوي له امله نه بلکې دامریکایي بدماشانوپه مقابل کې په خپلې بیوسۍ باندې دناهیلۍ اومایوسۍ ترخې اوښکې بهولې.

په هرصورت پښتنانه متل کوي چې پک مې لیدونو نه ترمرکنډۍ پوري ! بیغیرتي ،بي ننګي ،پردي پالنه خو هم یوسرحد لري ،خودیرغلګرو امریکایانوپه مقابل کې دکرزي اودهغه ګوډاګۍ ادارې دټولوپوځي اوسیاسي چارواکو بیغیرتي او سپیتانه خوولا نوره ترمرکنډۍ څه چې تر.....نې هم ورواوښته.

ولس مشر کرزي چې دخپلې نه کلنې واکمنۍ په دورې کې افغان غیور اواتل ولس ته دبیواکې ،پردي پالنې ، بي مروتي اوبي ننګې کوم ویاړ!!! پري ایښی هغه دده لپاره داسې اختصاصي ریکارډ دی چې باید په نړیواله کچه دده ښاغلي په نوم دثبتونوپه کتاب کې ثبت شي .

اوداهم دده د(۹)کلنې واکمنۍ هغه یواځنۍ لاسته راوړنه ده چې باید هم دی اوهم دده دګوډاګي حکومت پردي پال چارواکي ورباندې وویاړي!!!