د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خداي تعالى شتون

ساجدالله شوکت يعقوبي 13.05.2010 14:43

يو سړى د ويښتو اصلاح کولو لپاره سلماني ته ولاړ،د کار پر مهال د سلماني(( ارايشګر)) او دغه سړي تر منځ خبرې پيل شوې،پر بيلابيلو مسايلو سره وغږيدل، ان تر دې چې خبره د الله تعالى شتوالي او نشتوالي پورې ورسيده.
سلماني وويل: زه هيڅ نه باوروم چې ګواکې خداى شته .
سړي پوښتنه وکړه، ولې ؟
ځواب يي ورکړ: ښه ده چې دې مخامخ واټ ته لاړ شې،چې زما خبره درته ښه روښانه شي، تاسو راته وواياست که خداى تعالى واي نو ايا خلک به دومره رنځونو او کړاونو سره مخ واي؟ ايا دا دومره ماشومان به بې سرپرسته او بې کسه واي؟زه هيڅکله دا نه شم منلاى چې دغه بلا رنځونه او کړاونه د يوه مهربانه خداي تعالي په شتوالي کې موجود واى .
مشتري د يو څو شيبو لپاره فکر وکړ ،خو ځواب يي ورنکړ،ځکه نه يي غوښتل چې ورسره ناندرۍ ووهي .
کله چې کار يي خلاص شو،پيسې يي ورکړې او له سلمانۍ څخه ووت،خو چې څو ګامه وړاندې لاړ، نو يو ببر سرى سړى يي وليد،چې ګڼ ويښته ، ببره ږيره او څڼې يي يوې خوا او بلې خوا ته ګډوډ پرتې وې. مشتري سملاسي سلمانۍ ته راستون شو او سلمان ته يي وويل،پوهيږې چې څه دي، زما په اند له سره دلته سلماني شته نه .
سلمان ځواب ورکړ،ولې داسې وايي،زه نه يم ،همدا اوس مې ستا ږيره او ويښته اصلاح نه کړل.
مشتري د اعتراض په بڼه وويل : نه ، نشته، ځکه که سلماني واى،نو د دې سړي به دا حال نه واى .
سلماني وويل: نه داسې نه ده ، ستونزه دا ده چې خلک بايد موږ ته مراجعه وکړي.
سړي ځواب ورکړ: دقيقا همداسې ده ،الله تعالي هم شته خو خلک بايد ورته مراجعه وکړي،او چې ورته مراجعه نه کوي نو ځکه له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي .

ژباړن - ساجدالله شوکت يعقوبي