د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولايتي ټورنامنټ د می ۱۷ ته وځنډول شو

کرکټ څانګه 12.05.2010 11:28

د افغان کرکټ بورډ د رسنيو چارو مسوول فريد هوتک وايي چې د کابل ولايتي سيالي به د می په ۱۷م پيل کېږي.

مخکې داسې پتيل شوې وه چې دا سيالي د پنجشنبې په ورځ د می په ۱۳مه نېټه پيل شي.

په دې سيالي کې به ۲۴ ولايتي لوبډلې برخه اخلي چې په ۴ ګروپونو ويشل شوي دي. له هر ګروپ څه به یوه لوبډله نيمه پايلوبې ته وځي.

د ملي لوبډلې او د ۱۹ کاله ټيټ ملي لوبډلې لوبغاړي به په بېلابېلو لوبډلو کې لوبېږي. ټول افغان د ۱۹ کاله ټيټ لوبغاړي حشمت الله شهيدي سره خبرې کړي دي. نوموړی وايي چې د لوګر ولايت له لوبډلې څخه به لوبېږي. همدا راز هستي ګل عابد او افتاب عالم به د کابل په لوبډله کې او کريم خان صادق د ننګرهار په لوبډله کې لوبېږي.

د سيالۍ مخکېنی مهال ويش چې اوس بدل شوی په لاندې ډول دی چې د ۱۳م مي پرځای به په ۱۷م می پيل کېږي: