د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټولپوښتنه: د سپانسرشپ او په نړيوال جام کې د برخه اخيستو پيسې (۷۸۰ زره ډالر) د چا حق دی؟

کرکټ څانګه 12.05.2010 10:23

د کرکټ د شل اوريز نړيوال جام ته له تللو مخکې د اتصالاتو او سوپريم شرکتونو د افغان ملي لوبډلې سپانسرشپ د افغان کرکټ بورډ سره لاسليک کړ. اتصالاتو د درې لکه دېرش زره امريکايي ډالر او سوپريم د دوه لکه امريکايي ډالر سپانسرشپ تړون لاسليک کړ. په نړيوال جام کې د برخه اخيستو په انعام کې د کرکټ نړيوالې شورا هم افغانستان ته دوه لکه پنځوس زره ډالر ورکړي دي. چې ټولټال د سپانسرشپ او انعام پيسې اوه لکه اتيا زره امريکايي ډالر کېږي. لانجه په دې ده چې دا پيسې د چا حق دی.

ټولټال پيسې: ۳۳۰۰۰۰ + ۲۰۰۰۰۰ + ۲۵۰۰۰۰ = ۷۸۰۰۰۰ زره امريکايي ډالر

د افغانستان د ملي لوبډلو د لوبغاړو، روزونکو، او ويسټ انډيز ته د لوبډلې سره تللي نور کسان د دې پيسو په ويش او لګونه بېلابېل اندونه لري.

لوبغاړو په لومړي سر کې اصرار کاوه چې دا پيسې بايد یواځې په نړيوال جام کې برخه اخيستونکي ۱۵ لوبغاړي واخلي. يانې هر لوبغاړی بايد ۵۲ زره ډالر ( که د اتصالاتو سپانسرشپ ورسره حساب کړو) او يا ۳۰ زره ( که د اتصالاتو پيسې ورسره حساب نه کړو) واخلي. خو وروسته لوبغاړي له خپل اصرار څخه نرم شول او دوه نورو کسانو (کبيرخان او بشير ستانکزي) ته یې هم برخه ورکول ومنل. بيا وروسته نور هم نرم شول او ټولې تللې ډلې ته (لکه سلاکار وزير شهزاده مسعود، مرستيال روزونکی تاج ملوک، د کرکټ بورډ اجرايوي مشر ډاکټر ايمل شينواري ته ) یې هم د برخې ورکول ومنل. يانې ټول ۲۲ کسان او هر یو کس بايد ۳۵۴۵۴ ډالر ( که د اتصالاتو سپانسرشپ ورسره حساب کړو) او يا ۲۰۴۵۴ ډالر ( که د اتصالاتو پيسې ورسره حساب نه کړو) واخلي.

معلومه نه ده چې د پورته ياد شوو کسانو برسېره د لوبډلې فيزيو عظيم ملک او د آسيايي شورا له خوا د لوبډلې سره مل د رسنيو مدير شهريار خان هم د ۷۸۰ زره ډالرو په کېک کې برخه لرله او که نه خو د بورډ اجرايوي مشر ډاکټر ايمل شينواري اصرار کاوه چې په دې اړه به پرېکړه په کابل کې کېږي ځکه چې نوموړي غوښتل د بورډ د مشر ډاکتر عمر زاخېلوال نظر هم واخلي. ډاکټر زاخېلوال په کاناډا کې دی.

په کابل کې ډاکټر ايمل شينواري د سپانسرانو سره هم خبرې وکړې او امکان لري نوره مشوره یې هم کړي وي خو لوبغاړو ته یې خبر ورکړ چې د کرکټ بورډ تيار دی چې لوبغاړو او ورسره تللو نورو کسانو هر یو ته پنځه زره ډالر ورکړي او نورې پيسې په هېواد کې د کرکټ په پرمختګ (وسايلو، تنخواګانو، لوبغالو جوړولو) ولګوي.

لانجه لا روانه ده او ستونزه حل شوې نه ده. ستاسو څه نظر دی چې څوک د دې پيسو مستحق دي؟

۱. ايا ټولې پيسې بايد يواځې لوبغاړو ته ورکړل شي؟

۲. ايا د پيسو په ويش کې داسې خلک چې تنخوا اخلي لکه روزونکی کبيرخان (۵ زره ډالر)، سلاکار وزير شهزاده مسعود (۲ زره پنځه سوه ډالر)، اجرايوي مشر ايمل شينواری (۲ زره پنځه سوه ډالر)، تاج ملوک (۸ سوه ډالر)، د لوبډلې مدير بشير ستانکزی(؟)، فزيو عظيم ملک (؟)، د رسنيو مدير شهريار خان (نوموړی د لوبډلې سره رضاکار و) هم شامل کړای شي؟

۳. ايا د پيسو یوه برخه يواځې په لوبغاړو وويشل شي او پاتې په هېواد کې د کرکټ په پرمختګ ولګول شي؟ په عاجله توګه دوه يا درې لوبغالي جوړ کړای شي.

۴. ايا د پيسو يوه برخه په لوبغاړو او ورسره تللو مامورينو وويشل شي او پاتې په هېواد کې د کرکټ په پرمختګ ولګول شي؟ په عاجله توګه دوه يا درې لوبغالي جوړ کړای شي.

د ټول افغان ټکی کام په لومړي مخ او د کرکټ په څانګه ټولپوښتنه پرته ده. برخه په کې واخلئ. که وړانديز لرئ او يا د ويلو څه لرئ نو لاندې د تبصرو په خونه کې خپله تبصره وليکئ. د کرکټ بورډ او لوبغاړي ستاسو تبصرې لولي او موږ به هم کوښښ وکړو چې ستاسو له اندونو څخه یې خبر کړو. که په تبصره کې خپل پوره نوم او ځای وښاياست اغېزمنې به وي. هغه تبصرې چې په مستعار نوم ليکل کېږي عموما ورته د پروپاګند په نظر کتل کېږي.لاندي ټکي کولای شي تاسو سره په اند جوړولو کې مرسته وکړي:

۱. د لوبغاړو د خوارۍ پايله ده چې دا پيسې د کرکټ بورډ لاس ته ورغلي دي. لوبغاړي تنخوا هم لري.

۲. که چېرته پيسې یواځې د ملي لوبډلې اوسني لوبغاړو ته ورکړل شي نو هغه لوبغاړي هيڅ هم نه اخلي چې دې ځای ته یې د ملي لوبډلې په رسولو کې پخوا لوبې کړي دي او اوس په لوبډله کې شامل نه دي.

۳. ويسټ انډيز ته د کرکټ لوبډلې سره مامورين هم تللي دي. او ځينو یې لوبډلې سره له پخوا په پرمختګ کې ډېره خواري کړې ده خو دوی تنخواګانې هم لري.

۴. اتصالات د سپانسرشپ له پيسو برسېره هر لوبغاړي ته مياشتې زر ډالره تنخوا هم ټاکلې ده.

۵. هر سپانسر کونکی شرکت د پيسو لګولو حساب کتاب غواړي او امکان لري د پيسو لګولو شرطونه هم ولري.

۶. د آسيايي شورا د معلوماتو په اساس په هندوستان کې د سپانسرشپ ۳۰٪ او په یو شمېر نورو هېوادونو کې چې د سپانسرشپ پيسې کمې وي ۵۰٪ په لوبغاړو او پاتې نورې د کرکټ په اداري کارونو مصرفېږي.

۷. په افغانستان کې یو لوبغالی په دوه لکه ډالر جوړېږي. د درې لوبغالو په لرلو افغانستان کولای شي د کرکټ نړيوالې شورا سره له افيليټ (Affiliate) يا درېمې درجې غړيتوب څخه (Associate) يا دويمې درجې غړيتوب تر لاسه کړي چې ورسره به یې د دې شورا له خوا د افغان کرکټ بورډ کالنۍ بوديجه هم لوړه شي.

د پام وړ تبصرې:           نور محمد            محمدولي مینه ناک         ضيالرحمن      تاج ملوک عالم