د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي لوبډله - شعر

رحيم رېشا 12.05.2010 09:29


غوړېدلی نوی ګل دی دا ملي ټيم د افغان دی
دثمر وخت یې دی پاته خو پياوړی پر ميدان دی

زړه مي غواړي ور پغاړه دګلانو سرې غونچې کړم
که نوروز دی که شاهپور،که نبی او يا ځدران دی

حق دی ټولو ادا کړی که بېټسمين او يا بالر وی
نورعلی،شهزاد ځغستاکي د حسن بيا پوخ نښان دی

نړيوال يې ټول خبر کړل چي موږ نه يو دجنګ خلګ
ښه دميني لوبې وکړې خو حريف ورته حيران دی

دې اتلو ،باتورانو تاريخونه خپل را ياد کړل
تور او سور،زرغون بيرغ يې رپولی پر جهان دی

زړه خوړلی،غمزده ملت پر شونډويې موسکاسوه
اوس دلخوشه غم يې هېر، وايی اتل زموږجانان دی

غيرتي وهمتي دی ،ده کی ننګ او هم يې رنګ سته
دی با عزمه ، محنتي اوباتنظيمه دخپل پلان دی

د منزل لوری دي پاته نور به ډېر ګالې زيارونه
که دا ځل ته اتل نسوې نوی کال دي جاويدان دی

د لوړ نوم ګټي لپاره وړاندي ځه مخ ته بری دی
پېروزي دي نصيب غواړم د رحيم همدا ارمان دی

رحيم رېشا