د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان ته پر خپلو مرستو د متحده ايالتونو بيا كتنه

جاويد صبوري 11.05.2010 12:04

په يوه تازه خپاره شوي راپور كې د افغانستان د بیا رغونې د لګښتونو او مالي چارو کنټرول د خاص پلټونکي مرستیال جان برومیټ وایي، د امریکا د متحده ایالاتونو كانګرېس د ۲۰۰۲ زېږديز كال راپدېخوا افغانستان سره شاوخوا يو پنځوس نيم مليارد ډالره مرسته كړې. د افغانستان لپاره د امریکا د لګښتونو بودجه چې د ۲۰۱۱ مالي کال او دغه راز د روان ۲۰۱۰ کال اضافي لګښتونه هم په کې شامل دي، د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د موجودې بودجې په سلو کې ۳۸ زیاته ده.
د افغان حکومت ونډه زیاتیږي
د ولسمشر اوباما اداره غواړي د افغانستان د حکومت د ظرفیتونو لوړولو په مقصد د دې نوېو پیسو زیاته برخه په مستقیم ډول افغان حکومت ته ورکړي.
له تيرو شاوخوا نهه كلونو راپدېخوا د نړېوالې ټولنې د مرستو زياته برخه د ناحكومتي موسسو يا انجوګانو او په سر كې يې نړېوالو انجوګانو او موسسو لخوا لګول شوې. كومې پيسې چې افغاني انجوګانو او يا هم دولتي ادارو ته وركول شوي هغه هم د بهرنيو ارګانونو او موسسو له لارې تيرې شوې دي. اوس مهال يوازې شل سلنه نړېوالې مرستې د افغان دولت له لارې لګول كېږي او دا هغه څه دي چې افغان حكومت يې په اړه تل شكاېت لرلى دى. د افغانستان حكومت كه څه هم په فساد تورن دى، خو له دې سره سره له هغه ځايه چې په مالي فساد تورن كسان كه افغانان وي، نو افغان حكومت كولاى شي هغوى ته لاسرسى پيدا كړي او له هغوى څخه پوښتنې او ګروېږنې وكړي.
ملكي مرستې د پوځي مرستو تر سيوري لاندې
د افغانستان لپاره د امریکا د ۲۰۱۱ مالي کال په بودجې کې یو اعشاریه ۶ ملیارده ډالر د امنیتي ځواکونو د روزنې او سمبالولو لپاره او ۳ اعشاریه ۳ ملیارده ډالر د حکومت د پراختیایي پروګرامونو لپاره بیل شوي دي.
په مجموعي ډول د افغانستان لپاره د امریکا د نوي بودجې په سلو کې اویا یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره لګول کیږي. كه څه هم اوس مهال پر پوځي مرستو زيات ټينګار ځكه كېږي تر څو افغان ځواكونه د ۲۰۱۱ كال په جولاى كې د امريكايي ځواكونو د وتلو پېلېدو تر مهاله پياوړي شي.
خو په تيرو نهه كلونو كې ډير لږ په ملكي برخه كې مرسته ترسره شوې. كومې مرستې چې په ملكي برخه كې ترسره شوي، هغه هم زياتره د حكومت جوړونې او همداراز د مامورينو تنخواوو ځانګړې شوي. په ملكي بيا رغونه كې ښايي تر ټولو لویه برخه چې له مرستو برخمنه شوې وي، هغه سركونه وي. خو تر اوسه د اقتصادي زيربنا جوړولو په برخه كې نورې د پام وړ لويې پروژې نه دي پلې شوي. د برېښنا توليد، توليدي فابريكو، كرنې، د اوبو بندونو او نهرونو، ترانسپورت، پوهنه، روغتيا او داسې نورو برخو كې هومره چې پوځي برخې ته پاملرنه شوې، دې برخو ته پاملرنه نه ده شوې.
له تيرو نهو كلونو راهيسې تر اوسه د يوه برېښنا توليدونكي بند بنسټ نه دی اېښودل، سلما بند چې پنځوس سلنه كار يې څو لسيزې پخوا بشپړ شوې و، په دې نهه كلونو كې لا تراوسه نه دى بشپړ شوى. همدا راز د كرنې عصري كولو، د اوبو سيستم... كې د پام وړ كار نه دى شوى. كه څه هم چې د پوهنې په برخه كې څه ناڅه كار شوى، خو لا اوس هم د هيواد په كچه زرګونه ښوونځي بې ودانۍ دي، په كليو او بانډو كې ښوونكي له كافي سواد څخه بې برخې دي او داسې نورې ګڼې ستونزې د پوهنې په برخه كې شته دى.
لنډه دا، هغسې چې پوليسو او ملي پوځ ته زرګونه رېنجر موټرې چې ويل كېږي د هر يوه بيه ۳۵ زره ډالرو شاوخوا ده او هموي موټرې چې لږ تر لږه ۶۰ زره ډالر بيه لري، زغروال ګاډي او نور محاربوي توكي وركړل شوي، هغسې د بندونو، كانالونو، كليوالو سركونو، كرنې... چې د هيواد اقتصادي زيربنا او ملكي برخه ده، مرسته نه ده شوې. آيا د دوه هموي موټرو په بيه په يوه كلي كې د څښاك اوبو سيستم نه جوړېدو، او يا هم د دوه رېنجرو په بيه د يوه ښوونځي ودانۍ نه جوړېده؟
ملياردونه ډالر په بډه وهل شوي
د امریکا د مالي کنټرول عمومی رییس ارنولد فیلدز په وينا د یوه سم او جدی مراقبت او څار پرته به د افغانستان د بیا رغوونې لپاره زموږ مرستې په ډېرې اسانۍ ضایع او بې ځایه مصرف شي.
د امریکا د مالي کنټرول په وروستیو څیړنو او پلټنو کې دا هم ښودل شوى چې د ولسمشر بوش د حکومت په مهال په عراق کې هم د جدي مراقبت او څار د نشتوالي له امله د امریکا د مرستو ملیاردونه ډالر ضایع شوي وو.
د امریکایي پلټونکو په راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې یي د امریکا د خلکو د مالیو د پیسو د لګښتونو د څیړنو په نتیجه کې تر اوسه ۱۹ جنایي دوسیې جوړې کړې او ۲ ملیارده ډالر یي له اختلاس کوونکو څخه بیرته تر لاسه کړي دي. دوی وایي، نورې ۴۲ جنایي دوسیې تر څیړنو لاندې دي.
پورتنۍ مسئله هغه څه دي چې د افغانستان حكومت پرې تل ټينګار كوي. په فساد كې يوازې افغانان او افغان دولت ككړ نه دي، بلكې بهرنيان هم د پېسو وهلو، فساد ترسره كولو او هغې ته په وده وركولو كې پوره مهارت لري. كله چې له ۱۹ دوسيو څخه ۲ مليارډ ډالر بيرته ترلاسه كېږي، نو ښايي په پاتې ۴۲ دوسيو كې لږ تر لږه څلور نيم مليارده ډالر اختلاس شوى وي. مطلب دا چې شپږ نيم مليارده ډالر پرته له دې چې افغانستان ته راورسيږي، په بډه وهل شوي او پړه يې پر افغانانو اچول شوې.
كه چيرې د نړېوالې ټولنې مرستې د افغان دولت له لارې ترسره شي، نو له يوې خوا به مرستې د افغانان لومړيتوبونو سره سمې ولګول شي او له بلې خوا به د اختلاس او فساد په صورت كې افغان حكومت وكولاى شي چې تورن كسان ډير ژر د قانون منګولو ته وسپاري.