د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د امریکا مالیه ورکوونکو ته د افغانستان د جګړې بیه

جاويد صبوري 11.05.2010 10:53

د امریکا مالیه ورکوونکو ته د افغانستان د جګړې بیه
سوسان كورنوېل، روېټرز
ژباړن: جاويد صبوري

ولسمشر اوباما په فبرورۍ كې د افغانستان جګړې تمويلولو لپاره د لا زياتو پيسوغوښتنه وكړه. د هغه دغه غوښتنه لا تراوسه په دې خاطر نه ده منل شوې چې قانون اېښودونکي (وكيلان) پر نورو لومړيتوبونو كار كوي.

كله چې د افغانستان ولسمشر حامد كرزى واشنګټن ته د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ كې د امريكايي قانون اېښودونکو سره وويني نو هغوى به ترې يو ځل بيا وغواړي چې ولسمشر هغوى ته ډاډ وركړي چې د فساد پر وړاندې مبارزې كې متعهد دى او دا چې د امريكايي ماليه وركوونكو پيسې بې ځايه نه لګول كېږي.

اوباما د هغه ۳۰۰۰۰ سرتيرو تمويلو لپاره چې ټاكل شوې سږكال افغانستان ته واستول شي د نورو ۳۰ مليارد ډالروغوښتنه كړې. هغه همدارراز په عراق او افغانستان كې د ملكي چارو پرمخ بیولو لپاره نور څلورنيم مليارده ډالرغواړي. له دغه ۴.۵ ملياردو څخه كابو نيمې يې افغانستان ته ځانګړې شوي.

تمه كېږي چې د امريكا كانګرس به دغه غوښتنه ومني، خو داسې ښكاري چې په دې اړه كوم تلوار نه لري. لاندې شمېرې هغه پيسې دي چې امريكايي ماليه وركوونكو تر اوسه وركړي او ښايي په راتلونكي كې يې هم وركړي.

ترسره شوي لګښتونه

د ۲۰۰۱ سپتمبر ۱۱ نېټې بريدونو وروسته كله چې متحدو ايالتونو د القاعدې ځپلو او د طالبانو ړنګولو لپاره پر افغانستان يرغل وكړ، له دغې نېټې راپدېخوا د امريكا كانګرس د افغانستان جګړې پرمخ وړلو لپاره ۳۴۵ مليارده (درې سوه پنځه څلوېښت زره مليونه) ډالره ځانګړي كړي دي. دا شمېرې د كانګرس له هغه دفتر څخه خپرې شوي چې نظامي چارو سره كار نه لري، چې د دې دفتر په وينا له دغې کچې څخه ۲۲ مليارده يې د افغانستان د جګړې په تړاو په نورو هېوادونو كې لګول شوي.

عراق سره پرتله

د دې کچې كابو دوه چنده يعنې ۷۰۸ مليارده ډالر تراوسه عراق كې د جګړې پرمخ وړلو لپاره لګول شوي. خو له هغه ځايه چې په عراق كې د امريكا نظامي ښكېلتيا په كمېدو ده او په افغانستان كې په زياتېدو، افغانستان د جګړې په مصرفي ډګر بدلېږي. د ملي لومړيتوبونو پروژې په نوم يوه ناپوځي څېړنيزه ډله چې د كانګرس لپاره كار كوي وايي، روان مالي كال چې د سپتمبر په ۳۰ مه پاى ته رسيږي، لومړنې كال دى چې افغانستان ته(۷۲،۳ )مليارده ډالر د عراق ((۶۴،۵ مليارد)) پرتله زياتې پيسې ځانګړې كېږي.

د پوځ او پوليس ځواكونو پيسې

د افغانستان بيارغونې د ځانګړي څارونكي په وينا په هغه پيسو كې چې پر افغانستان لګول شوي، ۲۵ مليارده ډالر يې د افغانستان د پوځي ځواكونو (اردو او پوليس) پرروزلو او سمبالولو لګول شوي. اوباما په روان كال او راتلونكي كې د دغې چارې پرمخ وړلو لپاره د ۱۴،۲ مليارده ډالرو غوښتنه كړې. له دې كار څخه موخه د داسې امنيتي ځواكونو شاته پرېښودل دي چې د امريكايي ځواكونو د وتلو پېلېدو سره وكولاى شي د طالبانو پر وړاندې د جګړې مسووليت پر غاړه واخلي.

راتلونكي پوځي لګښتونه

راتلونكي لګښتونه به له دې كبله يوه پوښتنه پاتې شي چې د سرتېرو شمېره ناڅرګنده ده. اوباما ويلي چې هغه به د ۲۰۱۱ كال په نيمايي كې له افغانستان څخه د سرتېرو وېستل پيل كړي، البته دا كار د هغه مهال وضعيت او شراېطو سره هم تړاو لري. د وتلو وروستۍ نېټه تر اوسه نه ده ټاكل شوې.

په افغانستان كې د يوه سرتېري كلنى لګښت له ۵۰۰۰۰۰ تر يو مليون ډالرو پورې توپير لري. دا لګښت دې سره تړاو لري چې آيا د سرتېرو مېشت ځايونه، سامان آلات او تنخوا، ډوډۍ او تيل په كې شامل دي او كه نه؟ د ټپي شويو سرتيرو درملنه او د پخوانيو سرتېرو غرامت هره ورځ لكه پوكڼۍ پړسيږي.

بهرنۍ مرستې او ملكي كارپوهانو زياتېدنه

د كانګرس څېړنېزو اسنادو او د بهرنيو چارو وزارت په وينا د خوراكي توكو او پرمختيايي مرستو په ګډون، له ۲۰۰۲ كال راپدېخوا افغانستان سره بهرنۍ مرستې ۱۷ مليارده ډالرو ته رسيږي.

په دې برخه كې راتلونكي لګښتونه به هم يوه پوښتنه پاتې شي، ځكه ملكي فعاليتونه به د نظامي فعالیتونو پاى ته رسېدو سره سره روان وي. د بهرنيو چارو وزارت د خپلې سږنۍ بودجې توجيه كولو لپاره وايي "څرنګه چې ولسمشر اوباما روښانه كړې، په افغانستان او پاكستان كې زموږ ملكي ښكېلتيا به تر هغه وروسته هم دوام وكړي چې زموږ پوځونه كورته راستانه شوي وي."
په غوښتل شوې بودجه كې ۲ مليارده ډالر په ۲۰۱۰ كال كې د "ملكي استحكام ستراتيژۍ" پلي كولو لپاره غوښتل شوي، تر څو افغانستان ته اقتصادي مرستې په ځانګړې توګه د كرنې په برخه كې وشي. د دې پروګرام يوه برخه د كاري زمينې رامنځته كول دي تر څو وسله وال د جګړې له ډګر څخه بهر كړي.