د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په خوست کې دقومي ستونزو په تړاو غونډه

فاروق جان منګل 11.05.2010 11:40

د۱۳۸۹ کال دغويي ۲۰مه
فاروق جان منګل دخوست درسنيوکور
دخوست پرقومي سونزو خبرې وشوې.

ددوشنبې په ورځ سهار مهال دخوست ټولنيزمرکز ميديوتيک دغونډو اوکنفرانسونوپه خونه کې ديوې درنې ناستې په ترڅ کې پرقومي ستونزو ،دخوست دخلکو اساسي غوښتنو اوملي برنامو کې دخلکو دپراخ ګډونه په تړاو خبرې وشوې.
په غونډه کې ،چې ديوشمېر حکومتي ادارومشرانو،دولايتي شورا استازيو، دمدني ټولنې دبنسټونواوشوراګانونماينده ګانو،قومي مشرانواوځايي اوسيدونکو برخه اخيستې وه ،په سرکې دپاک قران مبارک ايتونه تلاوت شول.
وروسته دټولنيز مرکز مشرنجيب الله الوخېل دغونډې پيليزې خبرې وکړې اودقومونوپه روان حالت يې رڼا واچوله .
ده وويل،چې اوسمهال قومي جوړښتونه له دوه ډوله چالشونواوننګونوسره مخامخ دي اول داچې قومونويوځل بيا خپل تاثير ،باوراواعتماد لاسته راوړی اودويم داچې هغه تاريخي ستونزې چې له بېلابېلو قومونوسره يې لري، دحل لپاره يې پريو اساسي ميکانيزم اوطرحې کاروکړي.
نجيب الله الوخېل يادونه وکړه ، سره لدې چې دخوست اساسي ستونزې لکه دخوست-ګرديز دسړک رغونه ، دغلام خان بندر دترانزيټ موضوع ،دخوست ولايت ارتقاع اولې درجې ته ، دهوايي ډګرنه شتون ددولتي املاکو چور اواغصب په کراتويادشوي خو ددې ستونزې دحل لپاره پراساسي پلان کار ندی شوی .
ښاغلي الوخېل په ملي برنامواومسايلو کې دخلکو دپراخ ګډون پراړتيا ټينګاروکړ اوويې غوښتل ،چې له دې لارې په هېوادنۍ کچه دخوست سياسي ،کلتوري اوټولنيز موقف ښه مطرح کيدای شي.
وروسته په وارسره دخوست راډيو امر محمدغفورمهيدي ،دولايتي شورااستازي داودشاه مکين زوی ،دولايتي شورا مرستيال ګل محمد ځاځي، دعلماووشورا ريس مولوي محمدايوب هاشمي،دمعيوبينو دخپلواکې اتحاديې مشرصاحب منګل ،دځوانانودګډې شورا مرستيال عالم جان ،دلوګر دقومي شورااستازي نيک محمدخان ،دمتون دقوم په استازيتوب بهادرخان،دمهاجرينوپه استازيتوب استادچمن ګل ،دمحصلينوپه استازيتوب مهاجرمنګل ،دمرکزي قومونودشورا په استازيتوب تورحاجي اونورو خبرې وکړې، اوديادو موضوعګانوپه ارزښت خبرې وکړې، اودهېواد روانوسياسي اوټولنيزو ناخوالودهواري لپاره يې دقومونوپه رول ټينګاروکړ .
ويناوالودخبروپه ترڅ کې وغوښتل ،چې دبحثونواوخبرو اترو دالړۍ دې وغځول شي ترڅو په نهايت کې قومونه اوخلک ځانونوته دژغورنې اوخلاصون غوره لارې ومومي.
دغونډې کار دداودشاه مکين زوی له خوا وارزول شواوپدې يې خوښي څرګنده کړه ،چې ميديوتيک تل هڅه کړې ترڅو دسيمې اوهېواد په حساسواومهمو مسايلو غونډې اوبحثونه راوبولي ،ښاغلي مکين زوی له ګډونوالو وغوښتل ،چې روان سياسي اوامنيتي کړکيچ ترهرڅه زيات عملي اقدامونواوموثرو هلوځلو ته اړتيالري.
دغونډې کار ددعايې په ويلوسره پای ته ورسيد
ګډونوالوپه هغه غرمنۍ کې هم برخه واخيسته ،چې په ټولنيزمرکز کې يې تابيا شوې وه .