د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښځې او خاوند ( زوجينو ) حقوق

الحاج فضل الله رشتين 11.05.2010 10:31

د انسان په ژوند كښې واده ډير ژور اثر او ستر رول لري . واده د ټوقو كار نه دى . واده دښځې او خاوند تر منځ د شريك ژوند رابطه ده . له واده نه پس ښځه او خاوند دواړه د ژوند يو نوى سفر پيل كوي او د عمر تر پايه دې سفر ته ادامه وركوي .
هر چا ته ښايي چې له واده څخه د مخه د خپل ژوند د شريك په باره كښې ښه فكروكړي اود خپل مور او پلار په مشوره او خوښه داسې يو څوك غوره او انتخاب كړي چې په خوشحالۍ ، تفاهم او مينه كښې ورسره د ژوند سفر ته په خوږوالي ادامه وركړي .
يو سړی چې ښځه كوي نو هغه يې د ژوند ملګرې كيږي . دا ملګرې كه ښه او مهربانه وي نو د ژوند شپې ورځې په لطافت او خوشحالۍ كښې تيريږي او سړى د ژوند په خوند او لذت پوهيږي خو كه دا ښځه جنجالي ملګرې وي نو بيا ژوند له درد سر سره يو ځاى كيږي او په ژوند كښې خوند او لذت نه پاتې كيږي.
ښځه كوم موټر نه دى چې كه له اخستلو نه پس د سړي خوښ نه شي نو بيا يې خرڅ كړي ، ښځه كومه ودانۍ نه ده چې زړه شي نو ببا يې سړى ونړوي او نوې ودانۍ جوړه كړي.
پلار او مور ، خپلو زامنو او لوڼو ته د ژوند د شريك په انتخاب كښې مهم رول او نقش لري . دوي بايد له لومړي سر څخه د خپلو اولادونو د آينده ژوند د پاره په فكر كښې وسي او د خپلو اولادونو د ژوند د شريك په پيدا كولو كښې هڅې وكړي. په متمدنو او مترقي ټولنو، ښارونو او هيوادونو كښې چيرته چې ديموكراسي او آزادي ده ، چيرته چې په پوهنتونو نو او تعليمي موسسو كښې نجونې او هلكان سره يو ځای په مشترك تحصيل بوخت دي ، هلته كه چيرې مور او پلار د خپلو اولادونو د راتلونكي ژوند د سرنوشت د ټاكلو په برخه كښې بې غور ي وكړي ، كه چيرې دوي خپل اولادونه آزاد پريږدي ، له اسلامي اصولو او قوانينو سره سم يې روزنه او پالنه ونكړي او د دوي د ګړو وړو څخه په سمه توګه ځان خبر ونه ساتي نو بيا په دې صورت كښې يې زامن او لوڼه په محيط او ټولنه كې د آزادۍ او ديموكراسۍ څخه په استفاده خپله پخپله تشويق كيږي چې هر يو يې د مور او پلار له خبرتيا او اجازې پرته ځان ته د ژوند شريك پيدا او خوښ كړي .
دا كا ر ډير خطرناك عواقب لري. زمونږ ټولنه يوه سنتي ټولنه ده او زمونږ اولادونه بايد د مور او پلار په خوښه او رضايت د خپل ژوند شريك وټاكي.
په كليو كښې چيرته چې اسلامي شريعت د تطبيق امكانات زيات دي ، چيرته چې دنجونو او هلكانو مختلط تعليم رواج موندلى نه دى ، چيرته چې نجونې او هلكان له يوبل سره د ليدلو او كتلو امكانات نلري ، چيرته چې نجونې او هلكان د شرم او حيا په پرده كښې خوندي دي ، چيرته چې نجونې او هلكان د مور او پلار له اجازې پرته له كور څخه بهر وتلى نه شي ، چيرته چې نجونې يوازې بې له محرم څخه د كور له دروازې پښه بهر ايښودلى نه شي ، چيرته چېرته چې اسلامي شريعت د نجونو او هلكانو په كړو وړو ، روزنه او پالنه كښې اخلاقي او انساني تاثيرات اچولي دي هلته بيا هلكان او نجونې نه شي كولاى چې د ځوانۍ د جوش او خروش تر تأثير لاندې راشي هغه ناوړه او له شرم څخه ډك كارونه وكړي كوم چې يې هلكان او نجونې په مترقي او متمدنو ښارونو او ټولنو كښې كولاى شي .
ښځې او خاوند ته ښايي چې له يو بل سره په ښه طريقه ګذاره وكړي او د يوبل د حقوقو د ادا كولو په برخه كښې له صداقت ، ايماندارۍ او اخلاص څخه كار واخلي . كه ښځه او خاوند د يوبل حقوقو ته احترام ونكړي او له بې پروايئ څخه كار واخلي نو دا بې احترامي او بې پروايي به يې د اولادونو په تربيه كښې منفي اثر پيدا كړي. نو ځكه ښځه او خاوند مكلف دي چې د خداى پاك امر ته سرونه ټيټ او د يو بل حقوق پر ځاى كړي.
خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمائي : ( و عاشروهن بالمعروف ) او په ښه طريقه له هغوي سره بود وباش وكړئ .

خداى پاك په سورة البقره كښې فرمايي :
( و لهن مثل الذي عليهن بالمعروف و للرجال عليهن درجة )
او ښځې هم هغسې حق لري څنګه چې په دوي باندې له خوبيو سره د سړو حق دى او د سړو پر ښځو باندې فضيلت يا درجه حاصله ده .
ددې آيت تفسير داسې دى چې د ښځې او خاوند حقوق يوشان دي او دواړه مكلف دي چې هغه پر ځاى كړي خو خاوند يعنى نارينه پر ښځه باندې فضيلت يا يوه درجه لري . د مثال په ډول په جهاد كښې د اجازې او په ميراث كښې د برخې ، په حاكميت په كار كښې او د طلاق او رجوع په اختيار كښې او نور چارو كښې د نارينه او ښځې تر منځ فرق موجود دى .

په خاوند باندې د ښځې حقوق :
په خاوند باندې د ښځې حقوق دادي چې خاوند ښځې ته نفقه وركړي او د استوګنې د پاره ځاى اوله خپل توان سره سم د ژوند نور ضروريات برابر كړي.
خداى پاك په قرآن پاك كې فرمائي :
( و على المولود له رزقهن و كسوتهن بالمعروف ) سورة البقرة 233 شميره آيت
. د ماشوم د مور نفقه او پوشاك له دستور سره سم د ماشوم په پلار باندې دي
تفسير :
پلار ته ښايي چې په هر حال كې د ماشوم مور ته ډوډۍ ( نفقه ) او جامې وركړي. او دا په دې خاطر چې اول خو دا ښځه دده په نكاح كې ده او دوهمه دا چې هغه په ( عدت ) كښې ده او دريم دا چې د مور له خوا ماشوم ته د شودو د وركولو اجرت په ده باندې كيږي.
مور او پلار ته نه ښايي چې د ماشوم په وجه يو بل ته تكليف يا آزار ورسوي . د مثال په ډول مور ته نه ښايي چې پرته له كوم سبب څخه په ماشوم خپل شوده بند كړي او همداشان پلار ته نه ښايي چې پرته له كوم سبب څخه ماشوم له مور څخه جلا كړي او د بلې كومې ښځې په شودو يې وروزي او ددې په څنګ كښې پلار ته نه ښايي چې د ماشوم مور ته د نفقې او پوښاك او (جامو ) په وركولو كښې بخيلي وكړي او په هغې سختي راولي.
په خاوند باندې د ښځو له حقوقو څخه يو حق دا هم دی چې كه چيرې يو سړی دوه ښځې ولري نو مهمه خبره د دواړو ښځو تر منځ د عدل اوانصاف ټينګول دي . دا سړی بايد دواړو ښځو ته په يوه سترګه وكوري ، ددواړو حقوق په يو شان تامين كړي ، د نفقې او جامو په وركولو كې له مساوات او برابرۍ څخه كار واخلي .
يو سړی چې دوه ، درې يا څلور ښځې ولر ي نو دده د پاره مشكله ده چې له ټولو ښځو سره يو شان مينه وكړي ، ښامخا به ورته يوه ښځه د بلى ښځې په پرتله ګرانه وي ، د سړي د پاره مشكله ده چې د مينې كولو په مسئله كښې د ټولو ښځو تر منځ له عدالت څخه كار واخلي خو سړي ته نه ښايي چې له هغې ښځې څخه چې دومره مينه ورسره نه لري په كامل ډول مخ وګرځوي اود هغې څنګ ته له ورتللو څخه ډډه وكړي . سړى بايد دې ښځې ته هم د خپلې ښځې حيثت وركړي او هغه شان معامله ورسره وكړي او هغه حقوق ورته وركړي كوم چې يو خاوند يې خپلې ښځې ته وركوي. كه سړى دا سې ونكړي نو په حقيقت كښې دا كار به په ښځې باندې د ظلم زياتي په مانا وي .

په ښځه باندې د خاوند حقوق :
په ښځه باندې د خاوند حقوق ډير زيات دي.
خداى پاك په قرآ ن پاك كې فرمايي :
( و لهن مثل الذي عليهن بالمعروف و للرجال عليهن درجة والله عزيز حكيم ) سورت بقرة 228
او د ښځو هم هغسې حقوق دي څنګه چې له ښه والي سره په دوي باندې د خاوندانو حقوق دي او نارينه پر ښځو فضيلت لري او الله تعالى غالب او د حكمت خاوند دى.
خداى پاك په سورت النساء كې فرمايي :
( الرجال قوامون على النساء بما فضل الله بعضهم على بعض و بما انفقوا من اموالهم ) سورت النسا 34
نارينه پر ښځو حاكمان دي دا په دې وجه چې خداى پاك يو ته پر بل باندې فضيلت وركړى دى او په دى وجه چې نارينه له خپل مال څخه پر خپلو ښځو لګښت كوي
په پورتني آيت كښې پرښځو باندې د نارينه ؤ حاكميت او قواميت په دوو وجوهاتو سره بيان شوى دى . يو د نارينه مردانه قوت او دماغي صلاحيت دى چې په خلقي طور سره خداى پاك دغه امتياز نارينه ؤ ته وركړى دى. ددې خبرې مانا داده چې د نارينه درجه د ښځې له درجې لوړه ده . د درجو د فرق په وجه كوم فرق چې په اسلامي احكامو كښې راغلى دى هغه بايد له حكمت سره سم رعايت شي. ښځه او نارينه د حكمت له قاعدې سره سم هيڅكله سره برابريدلاى نه شي.
الله پاك نارينه ته د ښځو په نسبت په لاندينو شيانو كې فضيلت او درجه وركړې ده :
* د آذان وركول او اقامت
* امامت
* د جمعې ، د اخترونو دخطبو وركول.
* خلافت او نبوت
* وحى
* جهاد
* قوت
* حزم
* عزم
* عقل ، علم ، صبر ، حلم
او ځيني نور ډير شيان
د قران پاك په پورتني آيت كښې پر ښځو باندې د نارينه ؤ حاكميت او فضيلت واضح دى . د صحيح بخاري په حديث كښې ددې خبرې تأئيد هم شوى دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې " هغه قوم هيڅكله فلاح نه مومي كوم چې خپلې چارې يو ښځې ته سپاري." صحيح بخاري - كتاب المغازي - باب النبي إلى كسرى و قيصر و كتاب الفتن باب 18)
په ښځه باندې د نارينه له نورو ډيرو حقوقو څخه يو بل حق دادى چې ښځه بايد د خاوند اطاعت وكړي او ښايي چې د خاوند په مال اود اسرار و په ساتلو كښې له امانت دارئ او تقوى څخه كار واخلي . البته ښځه كولاى شي په يو صورت كې د خاوند له اطاعت څخه مخ واړي چې هغه يې د خداى له فرمانبردارئ څخه ګرځوي .
په ښځه باندې د خاوند بل مهم حق دادى چې ښځه بايد هيڅ يو كار د خاوند له اجازې پرته ونكړي . كه ښځه روژه نيسي نو هم بايد چې خاوند خبر كړي او اجازه ورځنې واخلي ، او كه له كور څخه بهر وځي هم بايد له خاوند څخه اجازه واخلي ، او دخاوند د اجازې پرته هيڅوك كورته د ننوتلو اجازه ورنكړي. لنډه دا چې ښځه بايد په هر كار كښې د خاوند اجازه او رضا تر لاسه شي ، كه ښځه د خاوند رضا حاصله نكړي نو د جنت دروازه به ورباندې بنده وي . د ام سلمه په يو حديث شريف كښې راغلي دي چې رسول اكرم (ص) ويلي دي چې :
( أيما امرأة ماتت و زوجها عنها راض دخلت الجنة )
هره ښځه چې مړه شي او خاوند يې ترينه راضي وي نو هغه جنت ته ننوځي.
د ښځې د پاره دا لاندنې خبرې ضروري دي چې په پام كې يې ولري او هغه عملي كړي:
* د خاوند رضا تر لاسه كول.
* د خاوند د حقوقو احترام او هغه مراعاتول
* د خاوند مال او دولت ساتل او حفاظت يې كول.
* خپل اولادونه د د هغوي د پلار احترام ته هڅول .
* اولاد ته د اسلامي شريعت په رڼا كښې تربيت وركول
* په مينه او تفاهم سره له خاوند سره ګذاره كول.
* د خاوند احترام كول.
* د خاوند له پريشانيو څخه ځان خبرول.
* په ستونزو او مشكلاتو كښې خاوند ته د همكارئ لاس وركول.
* له خاوند سره په غم او ښادۍ كې په صداقت سره ځان شريكول.
* د خاوند فضيلت ته درناوى كول.
* د خاوند حاكميت منل .
* د خاوند د خپلوانو سره ښه چلند كول.
* د خاوند مور او پلار د خپل مور او پلار په حيث ګڼل.
* هر كار د خاوند په رضا سرته رسول.
* د خاوند له اجازې پرته له كور څخه بهر نه وتل.
* د خاوند په اجازه د كارونو سرته رسول.
* د خاوند د اجازې پرته روژه نه نيول.
* د خاوند اطاعت كول.
* له خاوند سره په مينه محبت خبرې كول.
* د خاوند له توان او قدرت څخه بهر بې ځايه غوښتنې نه كول.
* د خاوند اسرار او رازونه پټ ساتل .
او ډير نور شيان

د خاوند د پاره دا لاندنئ خبرې ضروري دي چې هغه په پام كې ولري اوپه عملي كيدو كښې يې بې غوري ونكړي.
* ښځې ته دنفقې او بوشاك برابرول.
* ښځې ته د استوګنې د ځاى برابرول.
* د ښځې د اساسي ضرورياتو پوره كول.
* د ښځې د خوشحالۍ د پاره توجه كول.
* ښځې ته د خپل ژوند دملګرې په حيث احترام كول.
* د ښځې د مور او پلار او خپلوانو درناوى كول.
* ځان پر ښځه باندې اوچت نه ګڼل.
* په هر كار كې له ښځې سره مشوره كول.
* د ښځې پر ځاى فرمايشونه پوره كول.
* ښځې ته خپل رازونه او اسرار ښكاره كول.
* له ښځې سره ښه چلند كول .
* له ښځې سره په لطف او شفقت خبرې كول.
* د ښځې معقولې خبرې منل.
* د ښځې احترام كول.
* د پلار كورته د ښځې له تللو سره مخالفت نه كول.
* له ښځې سره د ژوندد چارو په پرمخ وړلو كښې تفاهم لرل.
* د ښځې په غم او ښادۍ كښې ځان شريكول
*. د ښځې په پريشانيو ځان پوهول او د پريشانيو په لرې كولو كښې كمك كول.
* د كور په كار كښې له ښځې سره مرسته كول.
* له ښځې سره د اولاد په تربيه كښې تفاهم ته رسيدل.
* له ښځې سره ښه ګذاره كول.
* ښځه د خپل ژوند ملګرې ګڼل.
* د ښځې حقوق په ځاى كول.
* د ښځې رضايت حاصلول .
* د ښځې د مور او پلا احترام كول.
او داسې نور شيان چې د ښځې او خاوند تر منځ د مينې او محبت فضا معطره كوي او خوشبويي يې ددواړ و ژوند تر پايه پاتې كيږي.

و ما علينا إلا البلاغ