د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نيوزيلاند پاكستان ته ماته وركړه

فريذالله واعظي 09.05.2010 15:05

دنړيوال جام دخپلولوپه موخه ددووهغه لوبډلوترمنځ چي دهريوه په ګټه باندي ددوي دورتګ سيمي فاينل ته يقيني كيده لوبه ترسره شوه.

 پچه پاكستان وګټله اونيوزيرلينډ ته يي دمنډوجوړولوبلنه وركړه نيوزيلاند هم په منډوجوړولوشروع وكړه په وركړل شويو20 اورونوكي يي د7 اوبغاړو په سوزيدوباندي 133 منډي وكړي اود پاكستان لپاره يي 134 منډي هدف وټاكه دنيوزيلاند په لوبډله كي ريډر7منډي،ميكالم 33 منډي،ګوفټال2منډي ،ټيلور3منډي،ويټوري 38منډي ،سټايرس21منډي هوپګن2منډي اوميګالم 12منډي لااوټ شوي نه ووچي 20 اورونه پوره شول كه ځه هم چي دا دپاكستان لپاره ډيرلوړهدف نه وو اوټولوفكركاوه چي لوبه به پاكستان ګټي مګردنيوزيلاندبالنگ ډيرقوي وو اوپاكستان يي پري نه ښوده چي نوموړي هدف پوره كړي.

كله چي پاكستا ن په منډي جوړولوشروع وكړه په اخركي يوبال اودوه منډي پاته وي اوسلمان بټ ولاړ وو اوتمه هم كيده چي وبه يي كړي مګرپه يوه ښه ګذار كيچ شواولوبه نيوزيلاند وګټله دپاكستان په لوبغاړوكي كمال اكمل 5منډي ،سليمان بټ67 منډي حفيظ8منډي ،مصباح 3منډي افريدي11 منډي،عبدالرزاق 7مندي وكري اوداوو لوبغاړوپه سوزيدوباندي يي 132 منډي وكړي اوشل اورونه پوره شول او دپاكستان هيلي يي له خاورو سره خاوري كړي څكه دوي د2009كا ل دشل اوريزولوبوجام خپل كړي وواوپه ماښامني لوبه كي نورنوڅلورولوبډلوته ددوي تك ناشوني شو.