د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سويلي افريقا د باونسرو پلان لري

کرکټ څانګه 05.05.2010 05:19

باونسر کوښښ کوي چې په پورته انځور کې نښه شوی ځای ته توپ واچوي.

د سويلي افريقا پلان

د سويلي افريقا د ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی وانسنت بارنس ويلي دي چې د بارباډوس د لوبغالو پيچونه د باونسر يا ټپکي توپونو لپاره ښه دي او د تېزو او ورو (سپن) توپ اچونکو ټپکي توپونه به په کې موثر وي.

وانسنت وايي چې د توپ ټوپ وهل يا باونس کېدل د دوی د بريد سره سمون خوري او ورته ګټور دي. نوموړی وايي چې په برباډوس کې یې څو لوبې کړي دي او د دې هېواد له طبيعيت سره اشنا دي.

د کرکټ نړيواله شورا هم وايي چې د ګنګسټن اوال لوبغالی چې افغانستان به په کې د سويلي افريقا سره بېګا ته لوبه کوي د باونسرانو ملګری لوبغالی دی.

د لنډکي او ټپکي توپونو سره د هندوستان خلاف د افغانستان د توپ وهونکو نااشنايي به سويلي افريقا نوره هم تشويق کړي وي چې افغان لوبغاړو ته دا ډول توپونه واچوي او بېګا ته پرې تکيه وکړي. سويلي افريقا هم د نړۍ یو شمېر تېز ترين توپ اچونکي لري چې د افغانستان خلاف به ترې پوره ګټه اخلي.

افغان لوبغاړي وايي چې په لنډکيو او ټپکيو یې تمرين کړی دی او د هندوستان خلاف په لوبه کې په خاميانو يې دا تېرې درې ورځې کار کړی دی چې بيا تکرار نه شي.

افغان لوبغاړي وايي چې په ويسټ انډيز کې په ذهني ډول ډېر ارام دي او د هيڅ ډول فشار احساس نه کوي.

تر اوسه په نړيوال جام کې افغانستان له ايرلينډ او زيمبابوی څخه ښه لوبه کړې ده او که بېګا ته ښه لوبه وکړي نو د کرکټ د شنونکو او نړيوالو ارګانونو همدردي به نوره هم ورسره زياته شي او نړۍ ته به دا وښايي چې په شل اوريزه لوبو کې د زيمبابوی او بنګلادېش غوندې هېوادونو ته د ماتې ورکولو جوګه دي او کولای شي چې نور پرمختګ هم وکړي او سترو لوبو ته د ماتې ورکولو جوګه شي.

افغانستان د چارشنبې د شپې د کابل په وخت ۱:۳۰ بجه د سويلي افريقا سره د برباډوس د ګنسټن اوال په لوبغالي کې لوبه کوي.

د لوبغالي پيچ يا منډځای

د ګنګسټن اوال د لوبغالي پيچ عموما د تېز توپ اچونکو ملګری دی او توپ په کې ټپکه خوري او جګږېږي. د کرکټ په اصطلاح توپ په کې باونس کېږي چې د لوبغاړي سينې ته پورته کېږي او ګوذار ورکول سختېږي.

په دې لوبغالي کې به بنګلادېش او استراليا له افغانستان او سويلي افريقا څخه مخکې لوبه کوي. د استراليا روزونکی ټيم نيلس وايي چې د دې لوبغالي پيچ تېز دی او تېز توپ اچونکي پرې ښه ځلېږي. افغانستان د حميد حسن، شاهپور ځدراڼ، دولت احمدزي، او ميرويس اشرف په شتون کې د تېزو توپ اچونکو کمی نه لري.

د بنګلادېش روزونکی جيمي سيډسن وايي چې په دې لوبغالي کې یې لوبه کړې ده او ورته پته ده چې د ويسټ انډيز له نورو پيچونو (په ځانګړي ډول د سانت لوشيا له پيچ څخه) دا پيچ تېز دی خو توپ په کې تاويږي چې د دوی لپاره به مناسب وي.

افغان روزونکي او کپتان بايد په خپله د ګنګسټ اوال د لوبغالي پيچ وڅېړي ځکه استراليا او بنګلادېش کېدای شي د یو بل د تېر ويستلو په موخه داسې څرګندونې کوي.

د موسم احوال

د لوبې په مهال د خال خال باران کېدو امکان په اړه وړانديونه شوې ده. که د باران کېدو احتمال ډېر شو نو افغان لوبډله بايد د ډاکوارټ او لويس ميتود په پام وساتي. دا مهال د سويلي افريقا د منډو اوسط له افغانستان څخه ښه دی او که چېرته لوبه ونه شي نو د سویلي افريقا په ګټه ده ځکه چې د ښه منډو اوسط د لرلو له امله به بریالۍ اعلان شي.

د ريس احمدزي اخري لوبه

د يادونې ده چې د سويلي افريقا سره لوبه به د لوبغاړي ريس احمدزي اخري لوبه وي. نوموړي اعلان کړی دی چې له دې لوبې وروسته به تقاعد کېږي او د لوبې کولو پر ځای به د لوبې خدمت ته ملا تړي. ريس احمدزی د افغان ملي لوبډلې کپتان هم پاتې شوی دی.

ريس احمدزي، اصغر ستانکزي او نورو لوبغاړو په فیس بوک له خلکو غوښتي دي چې د سويلي افريقا سره لوبې ته د بري په هوډ ورځي او له ولسه یې غوښتي دي چې د بري دعا ورته وکړي.