د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تبليغاتو پر مټ، موخې نه ترلاسه كېږي

جاويد صبوري 04.05.2010 16:02

د اى ډبليو پي ار په يوه وروستي راپور كې ويل شوي چې په سويلي هلمند ولاېت كې يو ځل بيا د كوكنارو بازار ګرم او بيه یې لوړه شوې ده.
اې ډبليو پي ار د حاجي فتح خان چې د نادعلي په څېر يوه ناكراره ولسوالۍ كې اوسيږي، له خولې ليكي چې سږ كال پسرلى ورته د خوښيو ډګ و، ځكه د هغوى د كوكنارو محصولاتو زيات پيرودونكي ځان ته جلب كړي.
فتح خان اې ډبليو پي ار يا د جګړې او سولې ګزارش وركولو انسټېټوټ ته ويلي: "دوه كاله وړاندې يو كيلو ګرام ترياك په دوه سوه امريكايي ډالرو پلورل كېدل، خو سږكال يو كيلو په ۱۰۰۰ امريكايي ډالرو پلورل كېږي."
كه څه هم ولايتي مقاماتو د ترياكو په توليد او بيې كې زياتوالى رد كړى، خو د اې ډبليو پي ار په نقل له كله راهيسې چې په ۲۰۰۸ كال كې د ترياكو په كښت كې يو پر دريمه كمښت راغلى، د ملګرو ملتونو د مخدره توكو او سازمان وركړل شويو جرمونو پر وړاندې مبارزې دفتر هم سږ كال په دغه سيمه كې د كوكنار په محصول كې د زياتوالي وړاندوينه كړى ده.
هلمند هغه ولاېت دى چې ۷۰۰۰۰ هكتاره ځمكه يې د كوكنارو تر كښت لاندې ده او د نړۍ د پوډرو كابو ۶۰ سلنه په دغه ولاېت كې توليديږي.
د نادعلي ولسوالۍ سيمه ييزې شورا مشر عبدالاحد هلمندوال په وينا حالت په څرګنده توګه د خرابېدو په لور روان دى.
په ياد راپور كې د هلمند پخواني امنيه قومندان محمد حسين انډيوال هم ويلي چې ښايي د كوكنارو په توليد كې به سږكال ۲۰ سلنه زياتوالى راشي.
د كوكنار كښت ولې مخ په زياتېدو دى؟ په ګزارش كې د يوه بزګر له خولې ليكل شوي چې هغوى د خپلو كښتونو په بدل كې هم طالبانو ته پيسې وركوي او هم د سيمه ييزو قومندانانو مليشه ځواكونو ته.
ښايي همدا د كوكنارو له درکه بې سارې پيسو راتل سبب شوې وي چې نه يوازې خلك بيرته د كوكنارو كرلو ته مخه كړي، بلكې طالبان او سيمه ييز قومندانان هم هغوی وهڅوي تر څو يو ځل بيا د كوكنارو كرلو ته مخه كړي.
آيا په تبليغاتو موخې ترلاسه كېږي؟
شاوخوا درې مياشتې وړاندې ناټو او امريكايي ځواكونو په افغانستان كې د خپل كابو نهه كلن حضور پر مهال تر ټولو لوى پوځي- تبليغاتي عمليات د هلمند په مارجه ولسوالۍ كې پيل كړل. په دغه عملياتو كې افغان ملي پوځ هم ګډون درلود. د دغو عملياتو تر پيلېدو څو مياشتې وړاندې د هغې برېالي كېدو لپاره تبليغات پيل شول او د عملياتو په نږدې كېدو سره دغه تبليغاتو نور هم زور واخېست. تل به ويل كېدل چې په دغه عملياتو كې به د ملكي تلفاتو رامنځته كېدو څخه مخنيوى وشي، جګړه به ډير ژر پاى ته ورسيږي او سمدستي به د بیارغونې كارونه په دغه ولسوالۍ كې پيل شي.
خو د ناټو، آئتلافي او افغان ځواكونو دغه تبليغات د طالبانو لخوا په بم اېښودلو سره خنثى شول. كه څه هم د عملياتو تر پيلېدو يوازې څو ورځې وروسته نړېوالو ځواكونو د دغې ولسوالۍ له نيولو څخه وويل، خو لا تر اوسه يې په رسمي توګه په دغه ولسوالۍ كې د عملياتو له بشپړېدو څخه څه نه دي ويلي. د هغه ژورناېستانو په وينا چې دغه سيمې ته تللي وو، هغوى په يوه هليكوپټر كې دغه ولسوالۍ ته يوړل شول او په سيمه كې يوازې په يوه واړه بازار كې وګرځول شول.
دغه ولسوالۍ نه يوازې په بشپړه توګه نه ده تصفيه شوې چې همدا پرون هم د ناكراريو له امله يو ځل بيا له دغه سيمې څخه د خلكو له كډوال كېدلو څخه خبر وركړل شو.
ښايي تبليغات او يوازې د ستراتېژيو جوړول موخو ته د رسېدلو لار نه وي. داسې نه شي كېداى چې له يوې خوا پراخ تبليغات په لارې واچوو، او له بلې خوا وچ او نه بدلېدونكې ستراتيژي او تګلاره ولرو. همدا ستونزه د ترياكو او كوكنارو په مورد كې ده. حكومت په پرله پسې توګه د هيواد بيلا بېل ولاېتونه له كوكنارو څخه پاك بولي او ادعا كوي چې د كوكنارو په كښت كې كال په كال كمښت راځي. خو د كوكنارو په تړاو په ستراتيژۍ او تګلارې كې په تيرو كلونو كې كوم ځانګړى بدلون نه دى راغلى. هماغه د بديل كښت خبر، هماغه يوه يا دوه بوجۍ سره، يوه يا دوه بوجۍ اصلاح شوى تخم او ځينې نورې ابتدايي مرستې.
هيڅكله داسې نه شي كېداى چې يوازې په تبليغاتو سره خپلو موخو ته ورسيږو او خپلې تګلارې له شراېطو سره عيارې نه كړو. يو بزګر يوازې اصلاح شوي تخم ته اړتيا نه لري، هغه كرنيزو اوبو، د محصولاتو بازار او داسې نورو كرنيزو اسانتياوو ته اړتيا لري. برسيره پردې د ورځې په تيرېدو سره، د خلكو په ژوند كې بدلون راځي او د هغوى غوښتنې او تقاضاوې بدلېږي. آيا يو بزګر تل د لاټېن يا شېطان چراغ رڼا ته ناست وي؟ آيا تل پلى يا نهايتاً پر خر سپور چيرې لاړ شي؟ آيا تل د سيند يا حوض له اوبو څخه وڅښي او كه هغوى ته برېښنا وركړل شي، ټرانسپورټي اسانتياوې ورته مهيا شي، د څښاك پاكې اوبه وركړل شي...
هغه د نادعلي د حاجي فتح خان خبره چې " څوك زياتې پيسې نه خوښوي"، زه به ووايم چې څوك برېښنا او نورو سهولتونه نه خوښوي. تر څو حكومت خلكو ته بنسټيز آسانتياوې چمتو نه كړي، نه ښايي چې په نه بدلېدونكو تګلارو او تبليغاتو سره د كوكنارو كښت له منځه يوسو.