د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د سویلي افریقا سره د شپې په ۱:۳۰ لوبه کوي

الهام یاسیني 04.05.2010 14:15

افغانستان په نړیوالو شل اوریزو اتلولیو کې لومړۍ سیالي د هندوستان هیواد سره وه

افغانستان د سویلي افریقا سره  په نړیوالو شل اوریزو اتلولیو کې د افغانستان په وخت چارشنبه د شپې په ۱:۳۰ بجه لوبه کوي.

 افغانستان د می په ۵ مه د سويلي افريقا سره د برباډوس د جورج ټاون ښار په کنګسټن اوال لوبغالي کې د کابل په وخت د شپې ۱:۳۰ نيمې بجې لوبه پيل کوي. له پيله نيم ساعت مخکې به پچه اچول کېږي. که بری د افغانستان په برخه شي نو افغانستان به په خپل ګروپ کې دويم مقام لاس ته راوړي او د لاندې لوبډلو سره به لوبه کوي:

لومړۍ لوبه: د می په ۷ مه د A ګروپ دويمې لوبډلې سره. په A ګروپ کې پاکستان، استراليا، او بنګلادېش لوبه کوي.

دويمه لوبه: د می په نهمه د ويسټ انډيز سره چې د D ګروپ لومړۍ لوبډله ده.

درېمه لوبه: د می په يوولسمه د B ګروپ لومړۍ لوبډلې سره . په B ګروپ کې سريلانکا، نيوزيلانډ، او زيمبابوی لوبه کوي.

د ټول افغان ټولو لوستونکو څخه ډېره بخښنه غواړو چې په مخکیني رپوټونو کې مو وخت  سم نه و لیکلی، خو اوس مو  کره معلومات تر لاسه کړ چې د افغانستان په وخت به د سویلي افریقا د افغانستان دویمه سیالي سبا شپې ته د افغانستان په وخت یوه نیمه بجه وي.