د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سريلانکا زيمبابوی او ويسټ انډيز انګلستان ته ماته ورکړه

فريدالله 04.05.2010 13:22

د سريلانکا او زيمبابوی لوبه:

دنړيوال جام دسياليوپه لړكي پرون د سريلانكا او زيمبابوي د هيوادونوتر منځ د كريكيټ لوبه ترسره شوه چي سريلانك اپه منډو جوړولو شروع وكړه او په وركړل شويو 20 اورونو كي يي د پنځو لوبغاړو په سوزيدوب اندي 186 منډي وكړي او وروسته د لوبي څخه باران شروع وكړه اولوبه يي وځنډوله كله چي باران ودريد نو د ډاکوارټ او لويس د قانون مطابق امپايرانو فيصله وكړه چي زمبابوي به يوولس اورونه كوي او 106 منډي به كوي.

كله چي زمبابوي لوبه شروع كړه 29 منډو ته يي چي ورسولي په ۵م اور کې بي اباران راغي او د لوبي مخه يي ونيوله بلاخره فيصله پدي وشوه چي د ډاکوارټ او لويس د ميتود په حساب سريلانکا له زيمبابوی څخه په ۱۴ منډو وګټله.

د انګلستان او ويسټ انډيز لوبه:

په دوهمه لوبه كي چي د انګلينډ او ويست انډيز د لوبډلو تر منځ ترسره شوه اول انګلينډ په منډو جوړولوشروع وكړه چي ډيره ښكلي لوبه يي وكړه ا وتر پنځوسو منډو يي څوك ونه سوزيدل او په وركړل شويو20  اورونو كي يي 191 منډي وكړي. ويسټ انډيز ته يي د اوو نفرو په سوزيدو باندي 192 منډي هدف وټاكه.

كله چي ويسټ انډيز په منډو جوړولو شروع وكړه د دوي شروع هم ښكلي وه كله چي يي منډي 40 ته ورسيدي يوځل بيا باران شروع وكړه وروسته د باران د ودريدو څخه امپايرانو ويست انديز ته د وخت د لږوالي له امله 6 اورونه وركړل او30 منډي يي وركړي چي په پايله كي يي په يوه زړه راښكونكي لوبه كي چي يوه منډه او يو توپ پاتي وو ويسټ انډيز دا لوبه دانګلينډ څخه وګټله.