د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سويلي افريقا سره له لوبې هيلې

هلال - مومند 04.05.2010 08:37

سمه ده چې په شل اوريزو لوبو کې هر څه ممکن دي او افغان لوبډله به هم د می په  ۵ مه په برباډوس کې سويلي افريقا سره د بري په هيله لوبېږي. بری ډېر ارزښتناک دی او لوبډلې ته به لږ تر لږه د درې نورو ښکلو لوبو فرصت ورکړي. خو له بري یو څه نور ډېر مهم دي چې پر ځای او پر واقعيت ولاړه هيله ورته وايي.

لږ تر لږه د سويلي افريقا سره له لوبې دا هيله ده چې د تېرې لوبې په شان د خپلې لوبډلې ښه لوبه وګورو. هيله ده چې له نور علي او اصغر ستانکزي سره سره محمد نبي، کريم صادق، او شهزاد هم په توپ وهنه کې وځلېږي. له تقاعد څخه مخکې د سويلي افريقا سره لوبه د ريس احمدزي لپاره ډېره مهمه ده او فرصت لري چې وځلېږي او په په دې لوبه کې د خپلې ښې لوبې په اړه ټول عمر خبرې وکړي.

هيله ده چې حميد حسن د هند سره د ۲،۲۲ منډو او شاهپور د ۳ منډو اوسط بيا تکرار کړي، سميع الله بيا له ډسپلينه ډک توپ وکړي. زما نوبالونه ډېر بدې راځي. له نوباله وروسته د وړيا ګوذار کتل يواځې هغه وخت خوند راکوي چې بيټنګ افغانستان کوي او کريم صادق او يا محمد نبي پرې ۹۰ متره شپږيزه ووهي. هيله به دا وي چې د سويلي افريقا خلاف دوی، دولت او ميرويس (هر یو چې لوبېږي) هم د نورو غوندې په توپ اچونه کې وځلېږي.

د هندوستان سره افغان لوبډلې ډېره مسلکي لوبه وکړه او د ستايلو وړ وړتيا یې وښوده. افغان لوبغاړو په کې د نړۍ درناوی وګاټه او په زبات یې ورسوله چې په داسې نړيوالو سياليو کې د برخه اخيستو مستحق دي. د دې لوبې یوه ګټه دا وه چې د لومړي ځل لپاره لوبغاړو یو شمېر خاميانې وپېژندې. هيله ده چې د سويلي افريقا سره په لوبه کې د هندوستان سره د لوبې ټولې خاميانې بيا تکرار نه شي.  زما په شمول ټول افغانان د بري هيله مند دي خو ماته به دا مهم وي چې ايا د هندوستان خلاف په لوبه کې به د افغان لوبډلې خاميانې له منځه تللي وي او که څنګه!

د هندوستان خلاف افغان توپ وهونکو له ۸ څخه ۵ ويکټې په شارټ بال (لنډکي) او باونسر (ټپکي) توپونو له لاسه ورکړې. ډېره حيرانونکي وه چې په دې دومره اوږد او ستونزمن سفر کې افغان لوبغاړو د لنډکي او ټپکي د لوبولو سره ستونزه لرله. خو خوښ په دې وم چې دا ستونزه وموندل شوه او په راتلونکې کې افغان لوبغاړي کورنۍ وظيفه لري چې کار پرې وکړي.

افغان توپ وهونکو د هندوستان تېز توپ اچونکي ښه ولوبول او د سويلي افريقا تېز توپ اچونکو ته چمتو ښکاري او لوبولی یې شي. د سويلي افريقا خلاف به هيله دا وي چې افغان لوبغاړي په لومړيو لسو اورونو کې ويکټې وساتي. که موسم ښه وي او د باران خطر نه وي، ارامه او مطمئنه لوبه کول به زموږ په ګټه وي. خو که د باران خطر وي او د ډاکوارټ او لويس ميتود کارولو ته خبره وځي نو طبيعي خبره ده چې حالاتو ته په کتو به توپ وهنه ترسره کېږي.

د افغانستان په فيلډنګ کې خورا پرمختګ راغلی دی. په اماراتو کې د شلو اورونو د نړيوال جام په غوراوي کې ډېرې داسې خاميانې وې چې اوس له منځه تللې دي. اصغر ستانکزي، نور علي، او محمد نبي د لومړۍ درجې فيلډنګ وکړ او تېز شفیق الله شفق نه و چې موږ کتلي وای چې ځینې څلوريزې به یې څنګه ايسارې کړې وای. یو شمېر خاميانې لا شته چې د وخت په تېرېدو به لوبغاړي زده کړي چې څنګه یې له منځه یوسي. د نبي او حميد د نه تفاهم له وجې د مورالي ویجای د کيچ غورزېدل یې یوه بېلګه ده. حميد فکر کاوه چې ګنې نبي کيچ اخلي او نبي له توپه ډېر لرې و فکر یې کاوه چې حميد ورپسې تېز ورروان دی او کيچ اخلي. په یوه هڅه له مځکې د توپ نه پورته کول اوس هم یوه ستونزه ده چې له وجې یې هر ځل مخالف لوبغاړي د یوې پرځای دوه، او د دوه پرځای درې منډې اخلي. شاهپور لوړ دنګ لوبغاړی دی او که د توپ پسې په مناسب وخت کې ټوپ وهل او ځان غوروزول ښه کړي نو د افغانستان فيلډ ورسره ډېر ښه کېدای شي.

لنډه دا چې د سويلي افريقا سره لوبه د ځلېدو فرصت دی او خوند به وکړي چې ډېر لوبغاړي په کې خپله وړتيا وښايي. کېدای شي دا فرصت بيا په لاس راوړل یو يا دوه کلونه واخلي. د کرکټ ټول شنونکي دا لوبه ګوري او که هر چا ښه لوبه وکړه لکه د نور علي ځدراڼ به د هر شنونکي په خوله وي. داسې شيبې کېدای شي بيا د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې تکرار نه شي چې هرې لاسته رواړنې ته یې له افغانانو مخکې نور نړيوال خوښي کوي.

د فشار په اړه به ډېرې خبرې نه کوو ځکه چې فشار بايد نه وي. د استراليا يو پخواني لوبغاړي کيت ميلر څخه - چې په دويم نړيوال جام کې پيلوټ و او د جرمنيانو خلاف جنګېده او ډېره ارامه لوبه به یې کوله - چا په کرکټ کې د فشار په اړه پوښتنه وکړه. هغه ورته وويل چې (( زه به درته ووايم چې فشار څه شی دی. د کونې پسې دې د جرمنيانو جنګي الوتکه فشار دی، کرکټ نه)).

د هېواد په هر ښار کې هره شېبه د ځانمرګو چاودنو او په هر کلي کې شهيد رحمت ولي ته د ورته برخليک سره د دې لوبغاړو مخه  فشار دی، د هندوستان يا سويلي افريقا سره لوبه فشار نه دی.

 لوبغاړي دې له لوبې خوند واخلي، اخر په نړيوال جام کې لوبه کوي. ستره لاسته راوړنه ده.